1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عربي امارات د افغانستان په گډون ۱۳ هیوادونو ته ویزې نه ورکوي

۱۳۹۹ آذر ۵, چهارشنبه

متحده عربي اماراتو د افغانستان په شمول د ۱۳ هیوادونو اتباعو ته د ویزو صادرلو بند کړي دي. د معلوماتو له مخې د خلیج دغه هیواد د یادو هیوادونو اتباعو ته د کار او د سیاحت د ویزو ورکړه تر نامعلوم وخته پورې متوقف کړي دي.

https://p.dw.com/p/3ln1b
Vereinigte Arabische Emirate Dubai
انځور: Jürgen Effner/dpa/picture alliance

متحده عربي اماراتو د افغانستان، ایران، سومالیا، پاکستان او ترکیې په ګډون د ۱۳ هیوادونو اتباعو ته د کار او د سیاحت د ویزو ورکړه درولې ده. دغه خلیجي هیواد سیاحتي شرکتونو ته په یوه استول شوي رسمي سند کې یادو هیوادونو ته د ویزو د بندښت خبر ورکړی دی.

دغه سند چې رویترز خبري آژانس هم لیدلی دی، د روانې نومبر میاشتې له ۱۸مې نیټې څخه دغه خلیجي هیواد په دغه اقدام لاس پوري کړی دی.

د سند له مخې متحده عربي امارات تر دې وروسته د ایران، سومالیا، سوریې، افغانستان، لیبیا، یمن، پاکستان، لبنان، عراق، تونس، ترکیې، الجزاير او د کینیا هیوادونو اتباعو ته د کار او سیاحت د ویزو ورکول بند کړي دي.

تر اوسه پورې د دغه خلیجي هیواد ددې اقدام تر شا دلیل نه دی روښانه شوی او دا هم لا واضح نه دي چې دغه محدودیت به تر کوم وخته پورې پر ځای پاتې وي.

په متحده عربي اماراتو کې یوې سرچینې چې د دې موضوع په هکله یې معلومات درلودل، رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې متحده عربي اماراتو د امنیتي اندیښنو له کبله د نورو هیوادونو ترڅنګ د پاکستان او افغانستان اتباعو ته د تازه ویزو صادرل بند کړي دي.

یادې سرچینې په دې هکله نور جزئیات نه دي وړاندې کړي چې امنیتي اندیښنې څه دي خو زیاتوي چې د ویزو دغه محدودیت د یوې لنډې مودې له پاره وضع شوی دی.

تیره اونۍ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي ول چې متحده عربي اماراتو پر ځينو نورو هیوادونو سربیره د پاکستان اتباعو ته هم د نویو ویزو صادرول بند کړي دي او دا چې دوی فکر کاوه چې دغه اقدام به د کرونا وبا له کبله عملي شوي وي. پاکستان ویلي ول چې دوی په دې هکله له دغه خلیجي هیواد څخه د معلوماتو غوښتنه کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او په متحده عربي اماراتو کې یادې سرچینې ویلي دي چې هغه کسان چې د متحده عربي اماراتو ویزې لري، هغوی په دې محدودیت کې نه دي اغیزمن شوي او کولی شي چې متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي.