1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو دوه خبریالان نېولي

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ مرداد ۲۰, جمعه

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې دغه دوه خبریالان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د طالبانو استخباراتو نېولي دي.

https://p.dw.com/p/4V1nD
د خبریالانو پرضد د زورزیاتي سمبولیک انځور
د خبریالانو پرضد د زورزیاتي سمبولیک انځورانځور: picture-alliance/AP/M. Ugarte

د افغانستان د خبریالانو مرکز یا AFJC په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې  دغو دوه خبریالانو په ننګرهار کې د کلید په نوم له یوې ځايي رسنۍ سره کار کاوه.

د دغه مرکز په اعلامیه کې په دې اړه راغلي: «ځايي سرچینو د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي چې فقیرمحمد فقیرزی او جان آغا صالح پرون له غرمې وروسته په ۳ بجې د استخباراتو له لورې د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار کې د کلید راډیو په دفتر کې نېول شوي دي.»

اعلامیه زیاتوي تراوسه څرګنده نه ده چې دغه دوه خبریالان ولې نېول شوي او ځايي چارواکو هم په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له دې امله جدي اندېښنه ښودلې او د طالبانو له ځايي ادارې یې غوښتي چې دغه خبریالان دې ژر تر ژره او له کوم قید و شرط پرته خوشې کړي.

دغه مرکز وايي، که ځايي اداره د نېول شویو خبریالانو په اړه شکایت لري نو باید د ټولیزو رسنیو د قانون پر بنسټ د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو ته د رسېدنې کمېسیون له لارې تعقیب شي.

اړوند مطالب:د طالبانو له لورې رسنیو ته د مالي امتیازاتو ورکولو په اړه د نی غبرګون

د افغانستان د خبریالانو مرکز په وینا دا په روانه اونۍ کې د خبریالانو د نېونې دریمه پېښه ده، تر دې وړاندې د سید وحدت الله ابدالي په نوم د باختر دولتي خبري آژانس خبریال په غزني ولایت کې نېول شوی او لاهم په زندان کې دی.

آیا پر رسنیو محدودیتونه به لیرې که لا پسې ډیر شي؟

اوسمهال لږ تر لږه ۴ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو په زندان کې دي.

د مرتضی بهبودي په نوم یو افغان – فرانسوی خبریال له تېر کال راهېسې نېول شوی، دوه نور خبریالان چې د خوندېتابه له مخې یې هویت نه په ډاګه کیږي زنداني دي. دغه راز د یوې رسنۍ مسؤل مدیر هم د طالبانو په زندان کې دی.