1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ وايي ایران ورسره منلې چې اټومي وسلې به نه لري

احمد حکيمي l د فرانسې خبري اژانس
۱۴۰۵ خرداد ۱۰, یکشنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې یوازینی تضمین چې له ایران څخه یې ترلاسه کړی دا دی چې «اټومي وسلې به نه لري»، خو په دې اړه یې نور جزئیات وړاندې نه کړل. ترمپ دغه څرګندونې له فاکس نیوز تلویزون سره کړي دي.

https://p.dw.com/p/5Eba7
ډونالډ ټرمپ ویلي چې یوازینی تضمین چې له ایران څخه یې ترلاسه کړی دا دی چې «اټومي وسلې به نه وي»، خو په دې اړه یې نور جزئیات وړاندې نه کړل.
ډونالډ ټرمپ ویلي چې یوازینی تضمین چې له ایران څخه یې ترلاسه کړی دا دی چې «اټومي وسلې به نه وي»، خو په دې اړه یې نور جزئیات وړاندې نه کړل. انځور: Samuel Corum/CNP/ZUMA/IMAGO

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ د فاکس نیوز په نامه له امریکایی تلویزیون سره په مرکه کې وویل: «یوازینی تضمین چې زه یې باید ولرم دا دی چې اټومي وسلې به نه وي. هغوی له دې سره موافقه کړې ده، او دا ډېره په زړه پورې وه.»

نوموړي دغه څرګندونې د فاکس نیوز تلویزیون له لارا ټرمپ خپرونې سره په مرکه کې کړي دي. لارا ټرمپ د ولسمشر نږور ده چې په فاکس نیوز تلویزیون کې د خپرونې کوربتوب هم کوي.

د راپورونو له مخې، ټرمپ د ایران سره د یوې لومړنۍ هوکړې له لاسلیکولو ډډه کړې وه؛ هغه هوکړه چې د نورو موضوعاتو ترڅنګ به یې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د خبرو نوې لړۍ پیل کړې وای.

ټرمپ په وار وار ویلي چې د ایران پر وړاندې د امریکا متحده ایالاتو د جګړې اصلي موخه دا ده چې ډاډ ترلاسه شي دغه هېواد یعنې ایران به هېڅکله اټومي وسله ونه لري.

خو تهران د هغې جګړې په ترڅ کې چې اوس نیږدې درې میاشتې کېږي دوام لري، د وسلې جوړولو کچې اټومي موادو او غني شویو یورانیمو له سپارلو ډډه کړې ده.