د هرمز تنګي د امنيت د تامينولو له پاره د ترمپ د مرستې غوښتنه
خپور شوی ۱۴۰۴ اسفند ۲۵, دوشنبهوروستی بدلون ۱۴۰۴ اسفند ۲۵, دوشنبه
هغه څه چي بايد په پوه سئ
- د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، خبرداری ورکړی دی چې که د ناټو متحدين د هرمز تنګي د پرانیستلو له پاره ډېر فشار وارد نه کړي نو دا ائتلاف به «ډېر بد راتلونکی» ولري.
- ترمپ غوښتنه کړې ده چې شا او خوا اوه هېوادونه بايد په هرمز تنګي کې د کښتۍ چلوونې د امنيت تامينولو له ائتلاف سره يوځای شي.
- د دوبي هوايي ډګر چارې په قسمي توګه فعالې شوي.
- سعودي عربستان وايي تر ۶۰ ډېر ډرونونه یې خنثی کړي دي.
- په ابوظبۍ کې د توغندي لګيدو يو فلسطينی وژلی.
اسرائيل د ایران پر يو شمیر ښارونو د پراخو بريدونو ادعا کړې
د اسرائيل پوځ اعلان کړی دی چې د ایران پر بېلا بېلو ښارونو د بريدونو يوه نوې او تازه څپه یې پېل کړې ده. د پوځ د يوې اعلامیې په حواله په دې بريدونو کې د پلازمينې تهران ترڅنګ جنوبي ښار شيراز او شمال لویديځ ښار تبریز هم په نخښه کيږي.
پوځ ویلي دي چې په دې بريدونو کې د ایران د حکومت بنسټیزه اډانه هدف ګرځول کيږي. بل لوري تهایراني رسنيو هم پر تهران باندې د تازه بريدونو خبرونه ورکړي دي. د فارس خبري آژانس په حواله د ښار په ختیځه سيمه کې د چاودنو غږونه اوريدل شوي. دولتي تلویزيون هم خبر ورکړی چې د تهران په بېلا بېلو سيمو کې چاودنې شوي دي خو په سملاسي توګه روښانه نه وه چې کومې سيمې هدف ګرځول شوي.
د آلمان د دفاع وزير د هرمز تنګي ساتنه کې د ترمپ غوښتنه رد کړه
د آلمان د دفاع وزير بورس پېستوريوس، د امريکا متحده ایالاتو د ولسمشر هغه غوښتنه رد کړې ده چې د ایران پر وړاندې جګړه کې یې د پوځي ملاتړ له پاره کړې ده.
پېستوريوس، په برلين کې وويل: «دونالد ترمپ، چې په هرمز تنګي کې د يو محدود شمير اروپايي بيړيو څخه د څه تمه لري آيا د متحده ایالاتو ځواکمن سمندري ځواک یې په يوازې سر نه شي مديريت کولی؟ دا هغه پوښتنه ده چې زه چې له ځانه کوم.»
نوموړي وويل چې د آلمان «له لوري به هیڅ پوځي مشارکت نه وي مګر دا چې برلين چمتو دی «له هرمز تنګي څخه د خوندي انتقال د تضمين» له پاره له ديپلوماتيکو هلو ځلو څخه ملاتړ وکړي. پېستوريوس، ټينګار وکړ: «دا زموږ جګړه نه ده. موږ دا نه ده پېل کړې.»
نوموړي همدا راز زياته کړه: «موږ د ديپلوماتيک او چټک حل غوښتونکي يو چې سيمه ته به د نورو جنګي کښتيو ليږد له دغه څه سره مرسته ونه کړي.»
د آلمان دغه وزير وويل چې د آلمان اصلي مسئوليت «[د ناټو] ختیځې څنډه او اتلانتيک» دی او «موږ به هغې ته ژمن پاتې شو مګر د نړۍ په بله برخه کې نه.»
کله چې له نوموړي څخه ناټو ته د ترمپ، د دې خبرداري په اړه چې که چېرې غړي هېوادونه د واشنګټن مرسته ته ورنغلل نو ناټو به له «ډېر ناوړه» راتلونکي سره مخامخ شي، وپوښتل شول نو پېستوريوس، وویل چې هغه په دې آند نه دی چې ګني ناټو به د نظر د دې اختلاف له کبله سره وپاشل شي.
په ابوظبۍ کې د توغندي لګيدو يو ملکي فلسطينی وژلی
د متحده عربي اماراتو چارواکو د دوشنبې په ورځ د ابوظبۍ په شا او خوا کې د يوه توغندي د لګيدو په ترڅ کې د يوه غیر نظامي فلسطيني وګړي د وژل کيدو خبر ورکړی دی.
دا حادثه په الباهيه سيمه کې هغه وخت رامنځته شوې چې ایران د امريکا او اسرائيل د بريدونو په ځواب کې د خليج پر هېوادونو خپلو بريدونو ته دوام ورکړی دی.
د ابوظبي د رسنیو دفتر په خپله يوه اعلاميه کې ويلي: «د ابوظبۍ امارت چارواکي په الباهيه سيمه کې پر غیر نظامي نقليه وسيلې باندې د توغندي د لګيدو د پېښې ځواب ورکړی دی؛ هغه پېښه چې د يوه فلسطيني تبعه د مړينې باعث شوې.»
سعودي عربستان وايي تر ۶۰ ډېر ډرونونه یې خنثی کړي دي
د سعودي عربستان د دفا ع وزارت اعلان کړی دی د تیرې شپې په جريان کې یې تر ۶۰ ډېر ډرونونه يا بې پیلوټه الوتکې د دغه هېواد په ختیځ او په نفتو غني سيمو کې نيولي او ويجاړې کړي دي.
د سعودي عربستان د نفتو تر ټولو ستر ميدانونه او تاسيسات د ختيځ ښار بقيق په شا او خوا کې دي؛ هغه تاسيسات چې له ایران سره د امريکا او اسرائيل د جګړې په ترڅ کې څو ځلي هدف ګرځيدلي دي.
د سعودي عربستان د دفاع وزارت همدا راز د نويو خدماتو د پيلولو خبر ورکړی دی چې خلکو ته اجازه ورکوي چې په آسمان کې د هر ډول شکمنو فعاليتونو په اړه خبر ورکړي. دا وړتياوې په سعودي عربستان کې د ښاري خدماتو د يوه اپليکېشن برخه دي.
د دوبۍ په هوايي ډګر کې تر لنډ ځند وروسته پروازونه بیرته پیل شوي
د دوبۍ چارواکو خبر ورکړی دی چې د دوبۍ په هوايي ډګر کې فعاليت تر څو ساعته ځند وروسته په تدريجي ډول بيرته پېل شوی دی.
تر دې دمخه د دوبۍ رسنيو دفتر رپوټ ورکړی وو چې د دوبۍ په نړيوال هوايي ډګر کې د دوشنبې په سهار پروازونه ځنډيدلي دي. دا خبر تر هغه وروسته نشر شو چې دغه هوايي ډګر ته څيرمه يو ډرون د سوند توکو يو ټانکر هدف ګرځولی وو.
په دوبۍ کې د متحده عربي اماراتو د ملکي هوايي چلند ادارې ويلي چې دا «توقف د احتياطي دلایلو او د ټولو مسافرينو او کارکوونکو د امنيت د تضمين» په موخه وو.
د دوبۍ د رسنیو دفتر ويلي: «له مسافرينو غوښتنه کيږي چې د تازه معلوماتو د ترلاسه کولو له پاره د اړوندو هوايي شرکتونو سره تماس ونیسي.»
د دوبۍ پوليسو ويلي دي چې د هوايي ډګر سړک او تونل په موقت ډول تړل شوی او له موټر چلوونکو یې غوښتنه کړې چې له بديلو لارو استفاده وکړي.
ټرمپ: د هرمز تنګي د امنیت لپاره باید نور هېوادونه هم مرسته وکړي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که د ناټو متحد هېوادونه د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د خوندي تګ راتګ د ساتنې لپاره مرسته ونه کړي، نو د ناټو راتلونکی به «ډېر خراب» وي.
دا خبره د فایننشل ټایمز ورځپاڼې راپور کړې ده.
ټرمپ له یادې ورځپاڼې سره په شاوخوا اته دقیقې ټلیفوني خبرو کې ویلي: «هغه هېوادونه چې د هرمز له تنګي ګټه اخلي، باید مرسته وکړي څو ډاډ ترلاسه شي چې هلته کومه ستونزه نه رامنځته کېږي.»
هغه زیاته کړه، که د ناټو له متحدینو څخه مثبت ځواب ورنه کړل شي، نو دا کار به د ناټو راتلونکې ته زیان ورسوي. د هغه په وینا، د امریکا برعکس اروپا او چین د خلیج له سیمې څخه پر واردېدونکو تېلو ډېر تکیه لري.
ټرمپ یوه ورځ مخکې له «ډېرو هېوادونو» غوښتنه کړې وه چې د هرمز په تنګي کې د سوداګریزو بېړیو د خوندي تګ راتګ لپاره پوځي ملاتړ برابر کړي.
د راپورونو له مخې، د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ د امنیتي اندېښنو له امله نږدې درېدلی دی. دا اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوې چې امریکا او اسراییلو پر ایران بریدونه وکړل او تهران هم غبرګون وښود. په عادي حالت کې د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه تیل هره ورځ د همدې تنګي له لارې لېږدول کېږي.
ټرمپ د ایران په اړه ویلي: «موږ پرې ډېر سخت فشار راوړو.» د هغه په وینا، ایران اوس یوازې دا کولی شي چې د هرمز په تنګي کې ستونزې جوړې کړي.
هغه زیاته کړه: «هغه هېوادونه چې له دې لارې ګټه اخلي باید زموږ سره د سیمې د امنیت په ساتلو کې برخه واخلي.»
ټرمپ همدارنګه ویلي چې ښايي چین ته خپل پلان شوی سفر وځنډوي. ټاکل شوې وه چې هغه د مارچ میاشتې په پای کې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره د سرمشریزې لپاره چین ته ولاړ شي.
هغه وویل: «چین هم باید مرسته وکړي، ځکه چین د خپلو تېلو شاوخوا ۹۰ سلنه د هرمز تنګي له لارې ترلاسه کوي.»