پکتيکا: ناچاودلې مرمۍ د ۷ کسانو ژوند اخیستی
۱۴۰۵ خرداد ۱۹, سهشنبه
د فرانسې خبري آژانس د يوه رپوټ په حواله دا پېښه د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې د کثافاتو [کباړ] يوه راټولونکي د دې موندل شوې مرمرۍ د اره کولو هڅه کوله.
د طالبانو تر کنترول لاندې «پوليس راډيو» او د سیمې اوسيدونکو ويلي دي چې د دوشنبې په ماښام رامنځته شوې دې پېښه کې پنځو ماشومانو، د مرمۍ موندونکي او يوه بل بالغ کس ژوند له لاسه ورکړی دی.
د يوه قرباني د کورني غړي یعقوب خان، وويل چې دا موندل شوې مرمۍ د ګاونډي هېواد پاکستان له خوا فېر کړل شوې وه. خو دا ادعا په خپلواکه توګه د تائيد وړ نه ده.
اړونده موضوع: م.م: ناچاودو توکو په افغانستان کې په دريو مياشتو کې ۶۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
دې څلويښت کلن همدا راز وویل: «هغه [د مرمۍ موندونکي] له خپل کور سره نږدې دا پرانيستله څو ترې چاوديدونکي توکي لیرې کړي او بيا یې وپلورلی شي.»
د سيمې يوه بل اوسيدونکي عبدالله نور، وويل چې د چاودنې غږ دومره لوړ وو چې «ده فکر وکړ جټ الوتکو بمونه غورځولي دي.»
دې ۳۵ کلن وويل چې «قربانيان په ډېر ناوړه وضعيت کې ول» او د بدن غړي یې له لاسه ورکړي ول.
اړونده موضوع: ناچاودلي توکي؛ په افغانستان کې د ماشومانو له پاره ورځنی ګواښ
د خیر محمد په نوم يوه بل اوسيدونکي چې د چاودنې تر اورېدو وروسته دلته رسېدلی وو، وويل: «د ټپيانو وضعيت هم ښه نه وو خکه ځينو یې لاسونه او پښې نه درلودلې.»
روغتيايي چارواکو او همدا راز طالب چارواکو تائيد کړې ده چې په چاودنه کې يو شمیر کسان ټپيان شوي هم دي.
د طالبانو پکتيکا د پوليسو له خوا په خپره شوې اعلاميه کې له خلکو غوښتل شوي چې ناچاودو مهماتو ته له لاس ور وړلو ډډه وکړي او د داسې هر ډول مهماتو د موندلو په صورت کې امنيتي ځواکونو ته خبر ورکړي.
د افغانستان په ختيځ کې د ناچاودو مهماتو ډېرې پېښې
په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو په پایله کې ډېر شمیر ناچاودلي مهمات پاتې دي او د ملګرو ملتونو په حواله افغانستان په نړۍ کې دريم هغه هېواد دی چې د دې ډول تلفاتو لوړه کچه لري.
د يوناما د ماين پاکۍ د برخې مشر نيک پونډ، وويل چې په افغانستان کې ډېر تلفات د دغه هېواد په ختيځ کې رامنځته کيږي.
نوموړي د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «د اوسپنو راټولول [کباړ ټولول] له هغو فعاليتونو څخه يو دی چې په افغانستان کې [ناچاودو مرميو] د حادثو سبب ګرځي.»
د ملګرو ملتونو معلومات ښيي چې ناچاودلو توکو د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ او روان ميلادي کال د اپريل میاشتې ترمنځ په ټول افغانستان کې د ۱۲۶ کسانو ژوند اخيستی او ۴۸۹ نور یې ټپيان کړي دي.
له دې درکه پر متوجې خطر سربیره هم د بسپنه ورکوونکو له خوا د بودجې د کمولو له کبله په تېرو دوو کلونو کې د دې ستونزې د له منځه وړلو په موخه د ګمارېدونکو ډلو شمیر ۶۴ سلنه راکم شوی دی.
پونډ، وويل: «په نړيواله کچه د بشري مرستو له کمیدو سره کله چې د افغانستان وار رسیږي يا خو پېسې ټولې مصرف شوي وي او يا ډېرې لږې پاتې وي.»