1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو او پاکستان حکومت د تورخم دروازې پر پرانېستو خبرې کړي

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ شهریور ۱۸, شنبه

اسلام اباد کې د طالبانو حکومت سفارت ویلي، له پاکستاني چارواکو سره د تورخم دروازې د تړل کېدو په زیانونو خبرې شوي. پاکستان د دروازې د پرانېستل کېدو په تړاؤ څه ډاډ ورکړی؟

https://p.dw.com/p/4W8mO
تورخم دروازه له تېرو څلورو ورځو تړلې ده
تورخم دروازه له تېرو څلورو ورځو تړلې دهانځور: Hussain Ali/Pacific Press Agency/imago images

د تورخم دروازهد تېرې چهارشنبې په ورځ هغه مهال وتړل شوه، کله چې په دې دروازه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه وشوه، چې نن په څلورمه ورځ هم دا دروازه تړلې ده.

مسافر تګ راتګ نه شي کولای او دواړو غاړو ته په سوداګریزو توکو ډک ګاډي ولاړ دي.

دغه راز، په ټولیزو شبکو کې داسې ویډیوګانې هم لاس په لاس کیږي چې یوشمېر افغان سوداګرو په تازه میوو او سبزیو بار موټر د خرابیدو له ویرې د لارې په اوږدو په خلکو په نیمه بیه پلورلي.

اسلام آباد کې د افغانستان سفارت چې اوس د طالبانو په ولکه کې دی وايي، ځای ناستي سفیر سرداراحمد شکیب د تورخم دروازې او اړوند مسایلو په اړه افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني سره کتلي دي.

سرچینې پر خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي: «کتنه کې د طورخم دروازې د بندیدو له امله د مسافرو، ناروغانو او سوداګرو د ستونزو په اړه تفصیلي خبرې وشوې. ښاغلي شکیب وویل، د دروازې بندیدل د دواړو هیوادونو په زیان دی، او ټینکار یې وکړ چې د پاکستان حکومت باید ژر تر ژره یاده دروازه پرانیزي، چې هلته بند مسافر او سوداګر ډېر په مشکل حالت کې دي.»

اړوند مطالب:د تورخم لارې بندیدو سوداګر ډیر زیانمن کړي

سفارت زیاته کړې چې د پاکستان ځانګړي استازي هم ټینګار کړی چې د تورخم دروازې د تړل کېدو له امله دواړو غاړو ته خلک زیانمن کیږي. «نوموړي زیاته کړه چې له خپلو اړونده اداراتو څخه يې د طورخم دروازې د ژر خلاصون غوښتنه کړې ده.»

آصف دراني هیله ښودلې تورخم دروازه به ژر تر ژره د عامه تګ راتګ پروړاندې پرانېستل شي.