افغان چارواکي: طالبان د سولې اراده نه لري
۱۴۰۰ اردیبهشت ۱, چهارشنبهد افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې لوی رئيس فضل فضلي د چهار شنبې په ورځ (د اپريل ۲۱مه نيټه) د تويتر له لارې ویلي چې د افغانستان د سولې په اړه د ترکیې په کنفرانس کې د ګډون څخه انکار دا څرګندوي چې طالبان سياسي روغې جوړې ته حاضر نه دي.
نوموړي د تويتونو د يوې لړۍ په ترڅ کې زياته کړه ده چې هر کله چې «د جګړې د درولو او افغان وژنې د له منځه وړولو له پاره د ثابتې پريکړې پړاو رانزدې شوی، طالبانو شاتګ کړی دی.»
نوموړي له افغانانو غوښتي چې د ولسمشر غني تر مشرۍ لاندې متحد شي او د هغوی پر ضد یې پرې د دريدو غږ وکړ چې ځان «باداران» ګڼي.
د افغان ولسمشر مرستيال وياند لطيف محمود هم د تويتر له لارې ويلي چې د استانبول کنفرانس د ځنډيدو علت سولې ته د طالبانو نه چمتووالی دی. هغه وويل چې هر وخت د تل پاتې او عادلانه سولې په اړه ناسته وي، افغان حکومت پکې په يوه غږ ګډون ته چمتو دی.
په پلان کې وه چې په استانبول کې د افغانستان د سولې په تړاو يو کنفرانس د روانې اپريل مياشتې پر ۲۴ نېټه پېل شي خو د سه شنبې په ورځ ناوخته د ترکیې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوغلو د دغه کنفرانس د ځنډولو اعلان وکړه. نوموړي وويل چې دغه کنفرانس به تر روژې وروسته د می مياشتې په نيمايي کې دایر شي.
دغه کنفرانس چې د ترکیې، قطر او ملګرو ملتونو په مشرتوب ترسره کيد، په اصل کې یې بايد د مي تر ۴ نیټې دوام کړی وای.
طالبانو د غني احتمالي طرحه رد کړه
د ترکیې د بهرنيو چارو وزیر د «خبر ترک» شبکې سره په مرکه کې وويل چې په کنفرانس کې [د يوه اړخ] د ګډون په هکله ناڅرګتيا موجوده وه. خو نوموړې د طالبانو نوم ياد نه کړ.
وسله والو طالبانو تېره اوونۍ ويلي ول چې تر څو له افغانستان څخه ټول بهرنيو ځواکونه نه وي وتلي تر هغه به دوی د افغانستان په اړه په کومه غونډه کې ګډون ونه کړي.
په دې توګه طالبانو د امريکا متحده ایالاتو هغې پريکړې ته غبرګون ښوولی وو چې وايي د سپتمبر تر يولسمې نیټې پورې به له افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه وباسي. طالبانو د ولسمشر جو بایدن دا پريکړه د امریکا متحده ایالاتو او د دغې ډلې ترمنځ د دوحې تړون څخه سرغړونه وبلله او له دې سره یې سخت مخالفت ښکار کړ. د دوحې په تړون کې امريکا ژمنه کړې وه چې د می تر لومړۍ نیټې پورې له افغانستان څخه خپل ځواکونه باسي.
د استانبول غونډه د بين الافغاني خبرو اترو د کړندۍ کولو يوه هڅه بلل کیږي چې له اوږدې مودې راهيسې په ټپه ولاړې دي. کارپوهان د بهرنيو ځواکونو تر بشپړ اخراج پورې د ښکيلو اړخونو يوه سياسي جوړجاړي ته د نه رسيدو په صورت کې په افغانستان کې د يوې ويجاړونکې کورنۍ جګړې وړاندوينه کوي.
ب. ص/ ن. ز (dpa)