1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د غني احتمالي طرحه رد کړه

۱۴۰۰ فروردین ۴, چهارشنبه

د مخکې له وخته ټاکنو هغه وړاندیز چې د سرچينو په حواله ښايي ولسمشر غني یې د ترکیې په غونډه کې وکړي، طالبانو رد کړی دی. طالبانو ويلي چې ټاکنو مخکې هم افغانستان له بحرانونو سره مخ کړی دی.

https://p.dw.com/p/3r2Ye
Russland Afghanistan-Konferenz in Moskau
انځور: Alexander Zemlianichenko/AFP

دوو حکومتي سرچينو د سه شنبې په ورځ ويلي ول چې ولسمشر غني به د ترکيې په وغونډه کې تر وخت مخکي ټاکنو يو پلان وړاندې کړي. ولسمشر غني پخپله تر اوسه د دې طرحې په اړه جزيات نه دي په ډاکه کړي.

د غني دې وړاندیز ته د امريکا متحده ایالاتو د هغي طرحې چې له مخې يې په افغانستان کې د ولسمشر غني د اوسني حکومت پر ځای د يوه موقت حکومت د رامنځته کيدو خبره شوې وه، د بدیل په توګه کتل کيږي.

خو طالبانو د ولسمشر غني دا وړانديز په بشپړه توګه رد کړی دی. د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد د ولسمشر غني د پلان په اړه وويل: «دې ډول پروسو [انتخاباتو] په ماضي کې هم افغانستان له بحرانونو سره مخامخ کړی دی.»

اړونده موضوع:غني ښایي د امریکا د طرحې د بدیل په توګه د ټاکنو غوښتونکی شي

نوموړي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي: «دوی اوس بيا د يوې داسې پروسې په اړه خبرې کوي چې تل له افتضاح سره مل وه.» هغه زياته کړې چې د هيواد د راتلونکي په اړه هر تصميم د دواړو اړخونو [حکومت او طالبانو] ترمنځ په روانو خبرو کې بايد ونيول شي.

نوموړي وويل: «موږ به هيڅکله د ټاکنو ملاتړ ونه کړو.»

د هغه تړون له مخي چې تيرکال له طالبانو سره لاسلیک شو، امريکا متحده ايالات بايد د می مياشتي تر لومړي نېټې پوري له افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه وباسي، خو د امريکا مجمهوررئیس جو بايد څو ورځي مخکي وويل چې تر دغي نېټې د ځواکونو رايستل به »سخته« وي.

Afghanistan Kabul | Sitzung: Ashraf Ghani
د ولسمشر غني دې احتمالي وړاندز ته د امريکا د طرحې د بديل په توګه کتل کيږي انځور: Official Page for the President of The Islamic Republic of Afghanistan

په دوحه کې بين الافغاني خبرې چې همدې تړون ورته لاره هواره کړه، په ټپه ولاړې دي.

افغانستان د ټاکنو يو له ستونزه ډک تاريخ لري او ټاکنې تل د فساد له تورونو، د خلکو د کم رنګه ګډون او امنيتي پېښو سره مل وي.

د ولسمشر غني له وړاندیز سره طالبانو خپل مخالفت تر هغه يو څو ساعته وروسته ښکاره کړ چې د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د ناټو په غونډه کې وويل چې واشنګټن لا هم په دې اړه غور کوي چې د مي تر لومړۍ نیټې خپل ځواکونه وباسي او که نه.

بل لوري ته افغان حکومت ليوال دی چې امريکايي ځواکونه اوږده موده په افغانستان کې پاته شي، څو افغان امنيتي ځواکونه اړين هوايي ملاتړ ولري.

امريکا، روسيه او ځيني نور هيوادونه غواړي چې په افغانستان کې يو موقت حکومت رامنځته شي خو ولسمشر غني ټينګار کوي چې مشران يوازې بايد د ټاکنو له لارې انتخابيدلی شي.

طالبان چې د جګړې په ډګر کې ډېرې لاسته راوړنې لري، ظاهراً به ورته له دواړو طرحو [د امريکا او غني وړاندیز] ډېره ګټه ونه رسيږي.

د طالبانو مرستيال مشر ملا عبدالغني برادر تیره اونۍ د مسکو په غونډه کې وويل چې «افغانان بايد پريښوول شي چې خپلې پريکړې پخپله وکړي.»

ب. ص/ ن. ز (AFP)