1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان میرمنې دمکتبونو د تړل کیدو له بدو عواقبو خبرداری ورکوي

۱۴۰۱ تیر ۲۳, پنجشنبه

د بشري حقونو سازمان له افغان میرمنو سره په ګډه د ښوونځیو د تړلو کیدو د بدو عواقبو په هکله خبرداری ورکوي. واک ته د طالبانو تر رسیدو ۱۱ میاشتې وروسته لا هم په افغانستان کې له شپږم ټولگي پورته مکتبونه د نجونو پرمخ تړلي دي.

https://p.dw.com/p/4E6H2
Taliban ordnen die Schließung von Mädchenoberschulen in Afghanistan an
انځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/Getty Images

د بشري حقونو سازمان په یوې ویډیویي پروژه کې افغان ښځینه فعالانو له پاره په افغانستان کې د نجونو د مکتبونو د تړل کیدو د ناوړه عواقبو په هکله د نظر ورکولو زمینه برابره کړې ده. په دې توګه د بشري حقونو سازمان د افغان ښځینه فعالانو سره په گډه په افغانستان کې د نجونو د مکتبونو د تړل کیدو ناوړه عواقبو ته د خلکو پام ور اړولی دی.

نوموړي سازمان د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ: »هره ورځ په میلیونو افغان نجونې خپلې هغه هیلې او فرصتونه چې نور هغه نه سي په لاس راوړی، له لاسه ورکوي.«

د ۲۰۲۱ م کال د اگست په نیمایي کې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته، په دغه هیواد کې له شپږم ټولگي پورته مکتبونه د نجونو له پاره تړل سوي دي. د افغانستان رسنیو او مدني ټولنو په وار وار سره له طالبانو غوښتي چې د نجونو متوسطه او لیسې دې هم پرانیزي. تر اوسه طالبانو یوازې په یو څو ولایتونو کې په دې اړه گامونه پورته کړي دي. 

د بشري حقونو سازمان په یوې نوي ویډیویی پروژه کې د دې امکان برابر کړی چې افغان هنرمندان، فعالان او خبریالان وکولی شي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د خپل هیواد د ښځو د برخلیک په هکله نظرونه څرگند کړي. د زهره جویا په نامه یوه افغانه خبریاله وایي چې نړیواله ټولنه باید افغانستان له یاده ونه باسي.

طالبانو د روان کال په مارچ میاشت کې د نجونو د مکتبونو له شپږم څخه پورته صنفونو له پرانیستلو څخه خبر ورکړی وو ، خو لا هم د نجونو مکتبونه نه وه پرانیستل سوي چې بیرته وتړل سول او نجونې بیا هم په ناهیلۍ سره خپلو کورونو ته ستنې سوې.

سربیره پر دې د ښځو د حقونو فعالانې وایي چې د نجونو د مکتبونو تړل کیدل کیدای سي په پراخه پیمانه د نجونو اجباري ودونو او کورني تاوتریخوالي ته زمینه برابره کړي.

GP/KHH/AG