1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

طالبان وايي د داعش شپږ غړي يې وژلي

۱۴۰۱ مهر ۳۰, شنبه

طالب امنيتي ځواکونو په کابل کې د شپني عملياتو پرمهال د داعش شپږ غړي وژلي دي. دغه خبره د طالبانو يوه وياند د شنبې په ورځ کړې ده.

https://p.dw.com/p/4IXjD
طالبان د داعش د شپږو غړو د وژلو ادعا کوي
طالبان د داعش د شپږو غړو د وژلو ادعا کويانځور: AP

د طالبانو وياند، قاري يوسف احمدي، ويلي چې د داعش شپږ غړو چې په پټنځای باندې يې عمليات شوي او کوم چې د شپې له خوا ووژل شول، په تېرو اوونيو کې په دوو لويو بريدونو کې لاس درلود. يو د کابل د وزير اکبر خان پر جومات او بل د کاج پر ښوونيز مرکز هغه بريدونه وو چې په لسګونو تنه او ښځينه زدکوونکي پکې وژل شوي ول. احمدي دا هم وويل چې يو طالب هم د تېرې شپې په عملياتو کې وژل شوی دی.هرات: د کابل بريد ضد د ښځينه زدکوونکو لاريون

احمدي داسې وويل چې »دا پر وزير اکبر خان جومات او همداراز... پر کاج انستيتوت هغه بريدکوونکي ول« چې په عمليات کې په نښه شوي دي. خو هيڅ کومې ډلې د دغو بريدونو مسئوليت منلی نه وو. د سپتمبر په ۳۰مه د کاج ښوونيز مرکز پر ښځينه څانګې په بريد کې ۵۳ تنه ووژل شول چې اکثريت يې نجونې او ځوانې ښځې وې. د سپتمبر په ۲۳مه لږ تر لږه اووه تنه ووژل او له ۴۰ زيات کسان ژوبل شول کله چې د وزير اکبر خان سيمې جومات سره څېرمه چاودنه وشوه. دا هغه سيمه ده چې پخوا پکې »زرغونه ساحه« وه چې ډېر سفارتونه او د بهرنیو ځواکونو اډې هم موجودې وې.بېنت: په افغانستان کې د بشري حقونو بحران فوري اقدام ته اړتیا لري
له کله راهيسې چې طالبانو واک نيولی دی، دوی ادعا کوي چې تر لسيزو اوږدې جګړې وروسته يې د امنيت پر ټينګولو تمرکز کړی دی.
خو سره له دې د چاودنو يوې لړۍ د افغانستان پلازمېنه او نور ښاري مرکزونه په تېرو مياشتو کې لړزولي دي او ملګري ملتونه وايي چې امنيت په خرابېدو دی. د اسلامي دولت يا داعش په نوم ډلې افغاني څانګې غړي د طالبانو سرسخته مخالفين بلل کيږي.

آ./ن.ص./ا.ا.

په افغانستان کې پر شعیه مذهبو خونړي بریدونو څوک کوي؟