1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو حکومت د پوځیانو شمېر ډېروي

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ فروردین ۱۱, جمعه

طالبان وايي، د هېواد د پولو ساتنې لپاره په سلګونو پوځیان وار له مخه په دندو بوخت دي او اوس به په زرونه نور هم ور اضافه شي. خو آیا طالبان د پوځي روزنې مسلکي وړتیا لري؟

https://p.dw.com/p/4PYre
افغانستان/ طالب وسله وال
افغانستان/ طالب وسله والانځور: Ebrahim Noroozi/AP/picture alliance

د طالبانو حکومت وايي، اوسمهال یې د دفاع وزارت په چوکاټ کې ۱۵۰ زره پوځیان په دندو بوخت دي. د دفاع وزارت لوی درستیز ویلي چې، راتلونکی کال به په دغه شمېر ۲۰ زره نور هم وراضافه شي، چې په دې سره به د طالبانو د اردو شمېر ۱۷۰ زرو ته ورسیږي. خو آیا د طالبانو حکومت په پوځ کې ټول طالبان دي؟

د طالبانو ادارې د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي دویچه ویله ته وویل: «نه، په پاسني شمېر کې پخوانی پرسونل هم شته.»

د افغانستان د پخواني پوځ سرتیري
د افغانستان د پخواني پوځ سرتیريانځور: picture-alliance/dpa

د پوځ شمېر ډېرول که د طالبانو تخیل؟

پوځي کارپوهان وايي، د طالبانو په حکومت کې د یوه منظم وسله وال او مسلکي پوځ جوړولو وړتیا نشته.

راپرځول شوي جمهوري نظام کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو پخواني ویاند جنرال اجمل عمر شینواري دویچه ویله ته وویل: «د طالبانو لخوا چې د وسله وال پوځ د کمیت په اړه کوم اعلان شوی چې دا به ۱۷۰ زره ته رسوي، زما په اند دا یو تخیلي اعلان دی، دوی تراوسه لږ تر لږه د وسله وال پوځ معیارونه نه دي ټاکلي او په طالبانو کې د پوځي او تخصصي اړخه دغه ظرفیت نشته چې دا معیارونه وټاکي.»

د پخواني پوځ دغه جنرال زیاتوي چې وسله وال پوځ لپاره د اوږدمهاله، لنډمهاله او منځمهاله تګلارو رامنځته کول یو اړین ګام دی چې د هغوی له مخې بیا «پوځي دوکتورین» رامنځته کیږي.

اړوند مطالب:طالبان په کومو شرایطو خپل پوځ کې د مخکیني پوځ غړي مني؟

د کارپوهانو پروینا طالب جنګیالي له چریکي جګړې پرته د پوځي روزنې مسلکي پوهاوی نه لري.

«د طالبانو په پوځ کې د یوه مډرن پوځ تعریف نشته»

په سویډن کې افغان پوځي شنونکي ډاکټر حکمت الله حکمت دویچه ویله ته وویل، اوسمهال طالب وسله وال د یوه نیمګړي پياده پوځ بیلګه ده. هغه زیاته کړه:«تاسو هوايي ځواک نه لرئ، مدافعیه هوايي نه لرئ، د تعرضي جګړې لپاره جګړیزې طیارې نه لرئ، رادار نه درسره نشته، تاسو زغره واله منظمه قوه او توپچي د هغه په اصلي مفهموم باندې نه لرئ.»

اړوند مطالب:طالب نظامیانو ته په کومه بڼه یونیفورم جوړېږي؟

دغه افغان کارپوه وايي، د پوځ لپاره بل مهم معیار دادی چې باید د نظام له سیاسي ملاتړه برخمن وي او نظام باید د ولس ملاتړ له ځان سره ولري. «نن د طالبانو حکومت د خپل پوځ ملاتړ کوي، خو د طالبانو نظام د ټول ولس ملاتړ له ځانه سره نه لري.»

ښاغلی حکمت وايي، په نړۍ کې د اغیزمن پوځ دوه مهمې بیلګې شته: «یو هغه پوځ دی، چې نظام ساتي او بل هغه پوځونه دي چې ولس یې ترشا ولاړ وي، دا ډول پوځونه بیا تلپاتې دي او په هیڅ ډول تحولاتو کې نه ړنګیږي.»

د افغانستان په سیاسي تاریخ کې تل د نظامونو له ړنګېدو سره سم پوځ هم ړنګ شوی.