1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالب نظامیانو ته په کومه بڼه یونیفورم جوړېږي؟

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱, پنجشنبه

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، وروسته له کوچني اختر څخه به خپلو نظامیانو ته په نوې بڼه جوړ شوي یونیفورم ووېشي.

https://p.dw.com/p/4AB0b
Afghanistan Auf den Straßen von Kabul, unter Kontrolle der Taliban
انځور له آرشیف څخهانځور: REUTERS

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د دغه وزارت اړوند طالب جنګیالو ته په نوې بڼه یونیفورم چمتو کړي چې تر اختر وروسته به د وېش بهیر یې لومړی له کابل او وروسته نورو ولایتونو کې پیل کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وویل:« د ملي پولیسو د یونیفورم کار پای ته رسېدلی دی. ډیزاین، رنګ او هرڅه یې انتخاب شوي، وروسته له اختره به یې د وېش لړۍ پیل شي.»

پوښتنې دا دي چې دغه یونیفورم به په کوم ډیزاین جوړېږي؟ د پخواني حکومت د پولیسو په څېر که لمن داره یونیفورم؟

نظامي کارپوهان بیا په دې باور دي چې امنیتي ادارې کې د سرتېرو په انتخابولو کې څېره او ظاهري شخصیت ډېر اړین دی او بیا وروسته یونیفورم چې د یوه نظام او امنیتي ادارې سیاسي حیثیت لري.

پخوانی پوځي جنرال ثمر سادات وایي، افغانستان کې د کورنیو چارو وزارت لپاره قانون شتون لري چې د داخله خدمتونو د اصول نامې په نوم یادېږي او افغانستان کې تېرو نظامونو کې د يونيفورم او پلیسو لېکو ته د شاملېدو لپاره ځانګړي قوانین په پام کې نیول شوي دي.

نوموړی وایي:« یونیفورم د یوه سرتېري له ظاهري څېرې سره مستقیم تړاو لري چې د یوه سرتېري څېره نه باید له ګډوډو ويښتانو او اوږدې ږېرې سره وي او بیا عسکري دریشۍ واغوندي. دا نه یوازې یو نظام تمسخر کوي بلکه د یوه هېواد ملي هویت باندې ملنډې وهل دي او بیا د پولیسو وظیفو ته په کتو د یونیفورم ډولونه مشخص شي لکه د عامه نظم پولیسو یونیفوم، د ښاري انضباطو پولیس او سرحدي پولیسو یونیفورمونه.»

د یادو پوښتنو په ځواب کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له څه ویلو ډډه کوي.

 خو ښاغلی ټکور زیاته کړه چې د دغه وزارت اړوند پرسونل اړ نه دي چې په ظاهرې بڼه څڼې یا غټ وېښتان او ږيره پرېږدي: « د څڼې او وېښتانو په اړه هیڅ داسې کومه خبره نه شته او نه دا شیان حتمي دي او نه څوک په دې باندې مکلف دي ځکه ملي پولیس پر دې شیانو باندې مجبور نه دي.»

د طالبانو پر نظامیانو د اوسېدونکو نیوکې دا دي چې په شخصي جامو کې د امنیتي ادارو بېلابېلې دندې پر مخ وړي چې له دې جامو څخه زیاتره خلک د خپل سرې ډلو او وسلوالو غلو له خوا تر ګواښ لاندې دي.

د غزني ولایت اوسېدونکي له دې پرېکړې هرکلی کوي دوی وایي، د طالب جنګیالي او نورو ډلو له خپل سرې کړنې مخنیوی به وشي. هغه وايي: « نوم مې عزیزالرحمان دی. واقعا دا دې غیر مسؤولو وسلوالو او هغه کړۍ چې خلک ځوروي، خلک بې ځایه دروي او تلاشي ترې اخلي، د دې مخنیوی به وکړي او هم به غله کم شي.»

د غزني ولایت یو بل اوسېدونکی کامران شاه وایي: « هر ځای به په خپل سر چک پاینت نه وي او له هر ډوله غیر مسؤوله کړنې مخنیوی به وشي.»

مخکې تر دې طالبانو خپلو ځانګړو امنیتي پرسونل ته برګ رنګه لمن داره کالي او نظامي پطلونونه وېشلي وو چې د ډېرو خلکو له نیوکو سره مخ شوي وو.

محمد میرویس اسلمي