1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت او طالبانو توافق ته د رسیدو خبر ورکړی

۱۳۹۹ آذر ۱۲, چهارشنبه

افغان حکومت او د طالبانو استازي وايي چې دوی د سولې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل پر کړنلارې توافق ته رسیدلي دي او په دې ترتیب دا د دواړو لورو ترمنځ په تیرو ۱۹ کلونو کې لومړنی لیکلی توافق دی.

https://p.dw.com/p/3m7Fs
Katar | Taliban | Friedensgespräche
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/Qatar Ministry of Foreign Affairs

د افغانستان د حکومت او طالبانو استازو د چهارشنبې په ورځ وویل چې دوی د سولې د خبرو د کړنلارې پر سر ابتدايي توافق ته رسیدلي دي.

د دواړو لورو ترمنځ دغه ابتدايي توافق د سولې د پرمختګ په برخه کې یو مثبت ګام ګڼل کیږي او په دې توګه دواړه لوري اوس کولی شي چې د مذاکراتو په بل پړاو کې د اوربند په څیر پر نورو مهمو مسایلو خبرې او مذاکرات سره وکړي.

د افغانستان د مرکچي پلاوي غړي نادر نادري د رویترز خبري اژانس ته وویل: «د مقدمې په ګډون د مذاکراتو کړنلاره نهايي شوې ده او سر له ننه به د اجندا پرسر مذاکرات پیل شي.» د طالبانو ویاند هم پر ټویټر باندې د دغه پرمختګ او توافق موضوع تائید کړې ده.

بل لوري ته د افغان سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، ویلي دي چې دواړه لوري د سیاسي تګلارې او هر اړخیز اوربند د مذاکراتو پر قوانینو او طرزالعمل توافق ته رسیدلي دي. خلیزاد په یوه ټویټري پیغام کې همدا راز لیکلي دي چې دغه توافق د دې ښکارندوی دی چې دواړه لوري کولی شي پر سختو مسایلو هم توافق ته ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او نړیوالې ټولني پر غوښتنو سربیره د مذاکراتو په دې ابتدايي پړاو کې تر اوسه پورې طالبانو د اوربند غوښتنو ته د رد ځواب ویلي دی.

سربیره پر دې، طالبان د افغانستان د حکومت مرکچي پلاوی هم د حکومت د استازي په توګه نه پیژنې، بلکې دوی د عادي افغانانو په توګه پیژني.

طالبان د ولسمشر غني په مشرۍ د افغانستان حکومت ردوي او هغه د امریکا متحده ایالاتو یو لاسپوڅی حکومت ګني.

Ag/خ.ح/ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب