1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړينړیوال

«افغان طالبانو ژمنه وکړه چې تاوتريخوالی به راکم کړي»

۱۳۹۹ مهر ۲۵, جمعه

يوه امريکايي استازي ويلي دي چې دغه ژمنه وروسته له هغه وشوه چې پر لښکرګاه باندې بريد دغه پوښتنه راپورته کړې وه چې د سولې د خبرو راتلونکی به څه وي. خو اوس له يوه نوي پيل څخه خبرې کيږي.

https://p.dw.com/p/3k0HV
Katar Doha | Afghanistan Friedensverhandlungen | Abbas Stanikzai
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

زلمي خليلزاد چې د فبرورۍ پر ۲۹مه يې له طالبانو سره د امريکایي ځواکونو د ايستلو پر سر تړون لاسليک کړی دی، په تويتر کې ليکلي دي چې «په اوس وخت کې تر حده زيات افغانان مړه کيږي. په دې نوي پيل سره موږ تمه لرو چې دغه شمېر به ډېر راټيټ شي.»

خليلزاد وويل چې ده خپله په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له قوماندان، جنرال ميلر، سره يو ځای څو ځلې له طالبانو سره ليدلي دي څو د تړون د مقرراتو پر «ټينګې پيروۍ» بحث ورسره وکړي.

خليلزاد وويل چې «دا په دې معنی ده چې د عملياتو شمېر بايد راکم شي» او زياته يې کړه چې «په تېرو څو اوونيو کې بريدونه زيات شوي، چې د سولې بهير ته ګواښ پېښوي او افغان ولس او د هغوی سيمه يزو او نړيوالو ملاتړکوونکو ته د خبرداري معنی لري.»

Katar Unterzeichnung Abkommen USA mit Taliban
انځور: AFP/G. Cacace

طالبان څه وايي؟

طالبانو تائيد کړې ده چې مشر مرکچي، عبدالحکيم يې په تېرو څو ورځو کې له خليلزاد او ميلر سره کتلي دي. دواړو لورو د متحده ايالاتو او طالبانو تر منځ‌ تړون پر اهميت ټينګار وکړ او پر دې يې بحث سره وکړ چې د «بشپړ پلي کولو» تضمين يې څنګه کېدای شي. دغه خبره په دوحه کې د طالبانو وياند، محمد نعيم وردگ،‌ په يوه ټويټ‌ کې کړې ده.

د فبرورۍ د تړون له مخې طالبانو ويلي ول چې پر ښارونو باندې به بريدونه نه کوي، په داسې حال کې چې متحده ايالاتو ويل چې پر طالب جنګياليو باندې به له بريدونو څخه ډډه کوي، يوازې د افغان ځواکونو د دفاع له پاره به يې تر سره کوي.

افغان چارواکو اوس پر طالبانو تور لګولی دی چې دغه تړون يې نقض کړی، ځکه چې پر لښکرګاه ښار باندې يې يرغل کړی چې په زرونو خلک ورڅخه په تېرو څو ورځو کې تېښتې ته اړ شوي دي. دغه يرغل متحده ایالات هم دې ته راوستل چې د افغان ځواکونو د ژغورنې په موخه پر طالبانو باندې هوايي بريدونه تر سره کړي.

AFP/NS/NZ