1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولې د خبرو پر کړنلاره توافق ولي وځنډيد؟

۱۳۹۹ آذر ۱۱, سه‌شنبه

د يوه رپوټ په حواله د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ په دوحه کې د سولې د خبرو پر کړنلاره هوکړه په وروستۍ دقيقه کې له دې وجې وځنډيده چې په دې سند کې د افغانستان حکومت په خپل نوم ياد شوی وو.

https://p.dw.com/p/3m3Ku
Katar Doha | Afghanistan Friedensverhandlungen | Abdullah Abdullah
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو په استازيتوب مذاکراتي ډلې له سپتمبر مياشتې راهيسې په دې لټه کې دي چې د سولې د خبرو پر کړنلاره تفاهم ته ورسيږي او د سولې خبرې پيل کړي څو په افغانستان کې اوږده جگړه پای ومومي.

د رويترز خبري آژانس د يوه راپور له مخي د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د سولي د خبرو پر کړنلاري هوکړه په وروستۍ دقيقه کي ځکه وځنډېده چي په سند کي د افغانستان د حکومت نوم ياد شوی وو.

خو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني وياند صديق صديقي د دوشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي دي: «د مذاکرتي ډلو تر دې دمخه پر ټولو ۲۱ مادو توافق کړی چې دا د خبرو اترو له پاره لارښود اصول وړاندې کوي.»

نوموړي زياته کړې: «اوسمهال هغوی پر دې سریزه بحث ته دوام ورکوي په کوم چې يو څو نورې مسئلې نور وضاحت ته اړتيا لري.»

خو حکومتي او ديپلوماتيکو سرچينو بيا رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چې کله چې په نوومبر مياشت کې د دې سند د لاسليکيدو وخت را ورسيد او د افغانستان د حکومت رسمي نوم يعني د «افغانستان اسلامي جمهوريت» ته پکې اشاره شوې وه، طالبان د دې سند له لاسليکولو پر شا شول.

اړونده موضوع: قطر کې د سولې خبرې، خو افغانستان کې جګړه

په کابل کې يوه ديپلومات چې د سولي پروسې په جريان خبر دی، رويترز خبري آژانس ته وويل: «هغوی [حکومت او طالبان] هوکړې ته چمتو ول، خو د افغان حکومت د مذاکراتي ټيم مشر بايد «د افغانستان د اسلامي جمهوريت د مذاکراتي ټيم د مشر» په نامه پر دې هوکره امضاء کړې وای.» هغه زياته کړې: «طالبانو د دې د منلو ډډه کړې.»

رويترز خبري آژانس پر دې ځانگړې موضوع د طالبانو د نظر د معلومولو هڅه هم کړې خو هغوی پرې سملاسي کومه تبصره نه ده کړې. طالبانو تر دې دمخه ياد خبري آژانس ته ويلي ول چې هغوی له افغانانو سره مذاکرات کوي او نه د افغانستان د حکومت له استازو سره.

د دوشنبې په ورځ د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رويترز ته ويلي: «موږ چمتو يوو چې له اوسنۍ ډلو سره [مذاکراتي ډلې] سره د افغانانو په توگه خبرو ته دوام وکړو: خو موږ دغه ډله د افغانستان د حکومت د [مذاکراتي] ډلې په توگه نه پيژنو.»

نوموړي زياته کړې ده چې د طالبانو دريځ له لومړۍ ورځې روښانه وو چې هغوی حکومت په رسميت نه پيژني.»

يوې بلي ديپلوماتيکې سرچېنې ويلي دي چې اوس هم د «جمهوريت» او د «اسلامي امارت» پر اصطلاحاتو لانجه ده. يادي سرچينې زياته کړې: «د «جمهوريت» او «اسلامي امارت» پر ټکو اختلاف د مذاکراتي ټیمونو د غړيو ترمنځ ډېره بې باوري رامنځته کړې ده.»

دغو دوو معتبرو حکومتي سرچينو ويلي دي چې د حکومتي ټیم غړيو د طالبانو دغه شکمنتوب له ولسمشر غني سره شريک کړی خو هغه ويلي دي چې هیڅکله به هم دغه ډول يوه غوښتنه ونه مني.

د امريکا متحده ايالاتو او طالبانو ترمنځ په فيبرورۍ مياشت کې په لاسليک شوي تړون کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت په نوم يادونه نه وه شوې. په دغه تړون کې د سولې خبرې هم د «بين الافغاني مذاکراتو» په توگه يادې شوې دي.

يوې حکومتي سرچينې ويلي دي چې د افغانستان د حکومت د خبرو اترو ډله به له مذاکراتو پر شا نه شي، خو دا ويره موجوده ده چې دا لانجه به د «دواړو اړخونو له پاره ناوړي» پايلې ولري، چې په راتلونکي کې به په افغانستان کې د تاوتريخوالي په ډيرښت تمام شي.