1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوې مور ښايي ۲۸ کاله خپل زوی بندي کړی وو

۱۳۹۹ آذر ۱۱, سه‌شنبه

يوه سويډنۍ مور کيدای شي له دې کبله محاکمه شي چې خپل زوی یې ۲۸ کله په کور کي بندي کړی وو. ويل شوي چې دغه سړی د ستاکهولم په جنوب کې په يوه اپارتمان کې موندل شوی دی.

https://p.dw.com/p/3m50K
Schweden Schießerei in Malmö
انځور: Reuters/TT NEWS AGENCY/J. Nilsson

د پولیسو او رسنيو د رپوټونو په حواله په سويډن کې يوه ښځه په دې شک نيول شوې ده چې خپل زوی یې د دوی په اپارتمان کې ۲۸ کاله بندي کړی وو. داسې بريښي چې دغه سړي ته ډېر لږ خوراک وړکړل شوی او هيڅ غاښونه هم نه لري.

د ستاکهولم د پوليسو ویاند اولا اوسترلنگ د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «پر دغي ښځي په غير قانوني توگه د آزادۍ د سلبولو او د زيان رسولو شک کيږي.»

وياند زياته کړه چې دغه سړی د ستاکهولم د جنوب په هاننگ سيمه کې په يوه اپارتمان کې «له ډېري اوږدې مودې راهيسې په بند کې ساتل» شوی وو. خو نوموړي د «ايکسپريسن» او «افتونبلادت» ورځپاڼو هغه رپوټه رد کړل چې گني هغه له ۲۸ کلونو راهيسې په کور کې بندی کړل شوی وو.

په يوه رپوټ کې ويل شوي چې مور یې خپل زوی کله چې هغه دولس کلن وو، له ښوونځي ايستلی وو او له هغه وخت راهيسې یې په کور کې بندي کړی وو.

د ايکسپريسن د رپوټ په حواله تر هغه وروسته چې د دې سړي ۷۰ کلنه مور د ورپیښې ناروغۍ له کبله روغتون ته ليږدول شوې، د کورنۍ يوې نامعلومې خپلي د يکشنبې په ورځ پوليسو ته خبر ورکړی دی.

ويل شوي دي دغه سړی چې ښايي د مور له خوا بندي وو، اوس ۴۱ کلن دی. د رپوټونو په حواله هغه پر پښو زخمونه لري، پر لاره نه شي تللی، غاښونه هم نه لري او د خبرو وړتيا یې هم کابو له لاسه ورکړی ده.

د پوليسو ویاند اوسترلنگ د دې جزياتو په اړه کومه تبصره ونه کړه او يوازې دومره یې وويل چې «دغه سړی اوس په روغتون کې دی. ټپونه یې ډېر خطرناک نه دي او ژوند ته یې گواښ متوجې نه دی.»

د سويډن د څارنوالۍ په حواله مور یې ټول جرمونه رد کړي دي. څارنوالي بايد د پنجشنبې ورځې تر غرمې مخکې محکمې ته د دغي ښځې د نيولو او په توقيف کې د ساتنې له پاره غوښتنه وکړي.

د دې کورنۍ يوې نامعلومې غړي چې دغه سړی یې موندلی دی، وويل چې د دوی کور داسې ښکاريد لکه له کلونو راهيسې چي نه وي پاک شوی.

هغې د ايکسپريسن ورځپاڼې ته ويلي: «هلته بولې، چټلي او گرد او هرې خوا ته بد بوی وو.» نوموړې زياته کړې چې په دهلیزونو کې د چټليو ډيري پراته وو.

دغي ښځې وويل: «زه په شوک شوې يم او سخته زړه ماتې يم خو په عين وخت کې د راحتۍ احساس هم کوم. ما له شلو کلونو راهيسې د دې ورځې انتظار کاوه ځکه چې زه پوهيدلم چې هغه د خپل زوی ژوند په بشپړه توگه کنترولوي، خو هيڅکله مې یې تر دې حده تصور نه وو کړی.» هغې زياته کړې: «زه منندوی يم چې هغه ته مرسته ورسېده او اوس به ښايي ژوندی پاته شي.»

ب. ص/ ن.ز (AFP, dpa)