د واشنګټن پېښه؛ تورن حمله کونکي ته د اعدام سزا بحثونه
۱۴۰۴ دی ۴, پنجشنبه
د نومبر په ۲۶مه په واشنګټن ډي سي کې سپينې ماڼۍ ته نژدې د امریکا پر ملي ګار ډزې وشوې چې په کې د دغه ګارډ یوه غړې سارا بېکسټارم ووژل شوه او یو بل غړی اندریو وولف سخت ټپي شو.
اسوشتید پریس له واشنګټن لیکي چې د دغې حملې تورن رحمن الله لکڼوال، چې یو افغان دی د یادې حملې په تړاو یو شکایت کې د فدرال له نوو تورونو سره مخ شوی دی.
رپوټ وايي لګڼوال پر دې تورن شوی چې څه باندې ېو کال يې د ایالتونو ترمنځ د داسې جرم د ترسره کولو په نیت چې د مجازاتو وړ وي، یو میل وسله له ځانه سره انتقال کړې ده. هغه همدارنګه د فدرالي محکمې له لوري د ایالتونو ترمنځ د یو میل غلا شوې وسلې پر انتقال هم تورن شوی دی.
نور ولولۍ: «لکڼوال له بريد مخکې اوږدې تورې انزوا کې و»
امریکايي وکيلې، جنین پیرو وویل: «له سوپریم کورټ څخه د ولسوالۍ محکمې ته د دغې قضیې لېږد د دې ضمانت کوي چې موږ کولی شو دلته د اعدام سزا د مناسب والي له پاره لازمې څېړنې په جدي، سنجولي او دقیقه توګه ترسره کړو.»
پېرو زیاته کړه: «سارا بېکستارم د مرګ پر وخت د ۲۰ کلونو وه، د هغې مور او پلار اوس د رخصتۍ ورځې له خپلې لور پرته تېروي. اندریو وولف د خدای په فضل وژغورل شو، خو تر رغېدو پورې ېې اوږد مزل په مخ کې لري.»
د واشنګټن ډي سي د قوانینو د نقض پر اساس، پر لګڼوال د یادې حملې په تړاو نورو تورونه هم لګېدلي چې هغه د لومړۍ درجې قتل، د قتل په هدف د عمدي حملې او د یو میل وسلې د غیرقانوني مالکیت تورونه دي.
نور ولولۍ: په واشنګټن کي پر سرتيرو په بريد تورن د بې ګناهۍ اظهار کړی
اسوشتید پریس په خپل رپوټ کې زیاتوی چې دغه آژانس په سملاسي توګه نه توانېدلی چې د لکڼوال د مدافع وکیل نظر ترلاسه کړي.
د واشنګټن په سوپریم کورټ کې د اعدام سزا نشته.
بېک سټارم او اندریو وولف د ولسمشر دونالد ترمپ له خوا په ملي پلازمېنه کې د ځواکونو د ډېرېدو په درشل کې د غربي ويرجنیا په ملي ګارډ کې استخدام شول.
پر لکڼوال تور دی چې د واشنګټن ایالت له بيلنګهام څخه تر واشنګټن ډي سي پورې ېې موټر چلولی په داسې حال کې چې له یو میل غلا شوې وسلې سره ېې له سپینې ماڼۍ درې بلاکه لرې د ملي ګارډ دوو غړو له پاره کمين نیولی دی.
نور ولولۍ: طالبان: په واشنګټن کې فېرونه له افغانستان سره هیڅ تړاو نه لري
هغه د افغانستان دی چې ویل کېږي په افغانستان کې ېې د امریکايي ځواکونو د حضور پر وخت د امریکا له حکومت سره کار کړی دی. د متحده ایالاتو د سي آی اې ادارې مشر، جان رتکلیف وايي لکڼوال په کندهار ولایت کې د امریکا له حکومت، له هغې جملې له سي آی اې سره «د همکارو ځواکو د یو غړي په توګه» کار کاوه.
چارواکي وايي ۲۹ کلن لکڼوال په ۲۰۲۱ کې د افغانانو له پاره د امریکا د متحدانو د ښه راغلاست په نوم پروګرام له لارې امریکا ته راغی. د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایدن ادارې په ۲۰۲۱م کال کې له افغانستانه د امریکايي قواوو د وتلو پر مهال په لسونو زره افغانان په طیارو کې امریکا ته انتقال کړل.