1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چين او روسیې ترمنځ ستراتیژيک تړونونه لاسلیک شوي

۱۴۰۲ فروردین ۲, چهارشنبه

پوتین د چین د سولې پلان چې نړيوال پرې شکونه لری، د «سوله ایز حل» اساس ګڼلی او پر لوېديځ له نیوکو سره یې بريتانيا ته خبرداری ورکړی. چین بيا په خپل «بې طرفه دریځ» ټینګار وکړ. دوه اړخیز ستراتیژیک تړونونه هم لاسلیک سول.

https://p.dw.com/p/4P3J8
Russlands Putin führt Gespräche mit Chinas Xi in Moskau
انځور: SERGEI KARPUKHIN/AFP

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چین د اوکراین د سولې د پلان چې د نړيوالو له خوا ورته د شک په سترګه کتل کيږي، ستاينه وکړه.

پوتین په کرملین کې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره تر خبرو وروسته وویل: «موږ باور لرو چې د چین د سولې په پلان کې وړاندې سوي ډېر ټکي داسې دي چې د روسیې له تګلارو سره سمون لري او د یوه سوله ییز حل د بنسټ په توګه ګڼل کېدای سي، که لویدیځ او کيف چمتو وي.»

د چین د کمیونست ګوند او حکومت مشر په یوه درې ورځني سفر مسکو ته تللی دی.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل چې پوتین او شی لا دمخه د اوکراین په اړه څلور نیم ساعته خبرې کړې دي. پیسکوف زیاته کړه: «د هر څه د روښانه کولو فرصت شتون درلود، دوی د يو بل خبري اوریدلي، او دا خورا مهم دي.»

اړوندمطالب:بایډن: د هاګ محکمې د پوتین د نیولو په اړه سمه پریکړه کړې ده

د چین د سولې مبهم نوښت، چې د فبرورۍ په میاشت کې وړاندې سو، د اوربند او خبرو اترو غوښتنه یې وکړه. خو تر اوسه یې کومه مثبته نتیجه نه ده ورکړې . امريکا متحده ایالاتو دا پلان رد کړ او روښانه یې کړه چې دا به د اوکراین په خاوره کې د روسیې پخوانۍ نیواک تاید کړي او مسکو ته به وخت ورکړي چې ځان بيا په وسلو سنبال کړي، او د خپل پوځ په بیا تنظیمولو سره یو نوی برید پلان کړي.

 بریتانیا ته د پوتین خبرداری

له شي سره تر کتنې وروسته پوتین هم بریتانیا ته د اوکراین اصلي جنګي ټانکونو د ضعيفو شويو يورانیمو د ممهاتو د ورکړې په اړه خبرداری ورکړ. د هغه په ​​خبره، دا په دې مانا ده چې ناټو کییف ته د اټومي مهماتو سره مل وسلې ورکوی. پوتین د جزیاتو ورکولو پرته زیاته کړه چې روسیه به ورته متناسب ځواب ورکړي.

د روسيې د ژباړې له مخې شي جين پينګ وويل چې چين د ملګرو ملتونو د منشور او اصولو پابند دی او ټينګار يې وکړ چې هېواد يې يو پر حققت ولاړ او بې پرې دريځ لري.

اړوندمطالب:بريتانيا: روسيه په اوکراين کي خپلو سترو موخو ته ژر نه رسیږې

خو د نړیوالو څارونکو له نظره، چین په هیڅ صورت کې بې طرفه نه دی، بلکې په داسې حال کې چې د روسیې متحد دی، هیڅکله یې د اوکراین اشغال نه دی غندلی.

د ستراتیژیکو همکاریو تړون

د چين او روسيې ترمنځ اقتصادي همکاري د پام وړ پراخېږي. په همدې موخه پوتین او شي جين پينګ تر ۲۰۳۰ کال پورې د خپلو ستراتیژیکو همکاریو د پراخولو تړونونه لاسلیک کړل.

د روسیې دولتي ټلویزیون په کرملين کې دا مراسم خپاره کړل. پوتین د خپل چینایي سیال په حضور کې وویل چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د همکاریو او ستراتیژیکو همکاریو دوه تړونونه لاسلیک سوي دي.

شي جين پينګ له پوتين سره د «رغنده خبرو اترو» ستاينه وکړه او له روسيې سره يې د سوداګرۍ او اقتصادي همکاريو د پراختيا په اړه خبرې وکړې. د دې حقیقت په شمول چې چین غواړي روسیې ته د بریښنا نوره ټیکنالوژي هم وړاندې کړي.

اړوندمطالب:د چین او روسیې ولسمشران پر کومو موضوعاتو خبرې کوي؟

د پوتین په وینا چین ته د روسیې د نورو ګازو د لېږلو په اړه هم هوکړه سوې ده. دواړه هېوادونه غواړي چې د سړکونو او پلونو په ګډون د ټرانسپورتي لارو په برخه کې همکاري پراخه کړي.

د اوکراین باخموت ښار
د اوکراین باخموت ښار انځور: picture alliance/dpa/AP

پوتین د چين د انرژۍ د تامين ژمنه وکړه

د خبرو اترو په ترڅ کې، پوتين دغه ګاونډي ته ډاډ ورکړ چې په ډاډمنه توګه به چين ته د تېلو او ګازو لېږد تضمين شي. هغه وويل، روسي شرکتونه توان لري چې د انرژۍ په برخه کې د چين د اقتصاد مخ پر زياتېدونکي تقاضا پوره کړي.

په پام کې ده چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د ګازو ليږد په کال کې ۱۰۰ میلیارد متر مکعب ته لوړ شي. برسېره پردې، ۱۰۰ میلیون ټنه مایع ګاز، د ډبرو سکاره  او اټومي سون توکي به هم چين ته وسپارل شي.

د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې پر مهال د اروپا د انرژۍ د بازار له سقوط وروسته، د خامو موادو دغه زبرځواک په زیاتېدونکي ډول خپل بازار د اسیا پر لور اړولی دی. چین د روسیې انرژي په تخفیف ترلاسه کوي.

په پولنډ کي د اوکرایني مهاجرو حالت

پوتين وويل، تېر کال د روسيې او چين ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۳۰ سلنه زيات سوی او ۱۷۲ مليارډو يورو ته رسېدلی او تمه ده چې سږ کال به ۱۸۷ مليارډو يورو ته ورسېږي.

ژباړه :صفت الله زاهدي