1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د چین او روسیې ولسمشران پر کومو موضوعاتو خبرې کوي؟

۱۴۰۲ فروردین ۱, سه‌شنبه

ولادیمیر پوتین وایي چې هغه د اوکراین د شدید بحران د حل له پاره د بیجینگ پر وړاندیز شوي پلان د چین له ولسمشر سره خبرې کوي. د اوکراین پر ضد د روسیې د برید د پيل راهیسې مسکو ته دا د چین د ولسمشر لومړی مهم سفر دی.

https://p.dw.com/p/4P0Zo
Russland Präsident Xi und Putin
انځور: Sergei Karpukhin/Sputnik/REUTERS

د دوشنبې په ورځ د چین ولسمشر شي جن پینگ په مسکو کې له تود هرکلي سره مخامخ شو. په دې ترڅ کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپل «گران دوست» او چینایي سیال ته په ښه راغلاست ویلو سره وویل: «مونږ تل مذاکراتو ته اماده یو.»

بريتانيا: روسيه په اوکراين کي خپلو سترو موخو ته ژر نه رسیږې

همدا د تیرې جمعې په ورځ د جنگي جرمونو نړیوالې محکمې د ولادیمیر پوتین د نیولو حکم صادر کړی و او تر هغې وروسته د چین ولسمشر له خپل روسي سیال سره ملاقات کوونکی لومړی لوړپوړی سیاستوال دی.

شي جين پینگ او پوتین څه وویل؟

په کرملین کې د غیر رسمي خبرو پر مهال پوتین د چین ولسمشر ته وویل چې هغه د اوکراین جگړې د ختمولو له پاره د بیچینگ د وړاندیزونو هرکلی کوي. د یادونې وړ ده چې بیجینگ د جنگ بندۍ په خاطر یو ۱۲ ماده یې پلان پيشنهاد کړی دی، کوم چې لویدیځ پرې نیوکه کړې ده.

بایډن: د هاګ محکمې د پوتین د نیولو په اړه سمه پریکړه کړې ده

د روسیې ولسمشر پوتین ته وویل: «مونږ تل مذاکراتو ته تیار یو. یقیناً مونږ به ستاسې د اقداماتو ترڅنگ کوم چې مونږ ورته درناوی لرو، په ټولو مسایلو خبرې وکړو».

زمونږ د فیسبوک له شبکې سره یوځای شئ:

پوتین زیاته کړه: «مونږ ډیر زیات گډ کار او هدفونه لرو» هغه وویل چې په سمبولیک ډول دا مهم دی چې چینایي مشر یو وار بیا د ولسمشر دورې له پاره تر ټاکل کیدو وروسته د خپل لومړني بهرني سفر له پاره روسیه انتخابوي.

د چین ولسمشر شي جین پینگ له روسیې سره پر نږدې اړیکو د رڼا اچولو په ترڅ کې وویل: «موږ په هراړخیز ستراتیژیکو همکاریو کې شریکان یو. دا موقعیت هم دا حکم کوي چې زمونږ د هیوادونو ترمنځ باید نږدې اړیکې موجودې وي.»

پوتین د خبرواترو  په جریان کې شي جن پینگ ته دا هم وویل چې د چین د اقتصادي پراختیا او د دولت د پیاوړي کولو خورا اغیزمن سیستم له کبله ده ته «لږه کینه» یا حسد هم ورځي.

د چینايي ولسمشر د سفر اهمیت

بیجینگ تر اوسه پورې پر اوکراین د روسیې برید نه دی غندلی، بلکې له مسکو سره یي د خپلو نږدې اړیکو په تائیدولو سره د یوه غیر جانبداره اړخ او ممکنه منځگړي په توگه د ځان ښکاره کولو کوښښ کړی دی.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې هغه د شي جن پینگ سفر له ډیر نږدې څخه څاري او ټینگار یي وکړ چې بیجینگ دې د جگړې ختمولو له پاره له خپل نفوذ څخه کار واخلي.

زمونږ د یوټیوب له شبکې سره یوځای شئ:

بل لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن مسکو ته د شي د سفر غندنه کړې ده. بلینکن ویلي دي چې ولسمشر شي جن پینگ په داسې حال کې روسیې ته سفر کوي چې د جنگي جرمونو نړیوالې محکمې د پوتین د نیولو امر کړی دی.

بلینکن شي ته دا هم وویل چې هغه طریقه چې چینایي کارپوهانو وړاندیز کړې ده داسې ترې انګیرل کیږي چې «چین په اوکراین کې د ظلمونو له پاره د کرملین د حساب ورکولو په برخه کې هیڅ مسئولیت نه احساسوي. دا چلند د دوی د غندلو پر ځای، درنو جرمونو ته د دوام ورکولو په خاطر روسیې ته د دیپلوماتیک ملاتړ برابرولو سبب کیږي.»

پوتین په داسې یو وخت کې له دې دوری څخه د سیاسي قوت ترلاسه کولو هیله لري چې په ډیرې تیزۍ سره په نړیواله کچه د منزوي کیدو په حال کې دی او آي سي سي یا د جزا نړیوالې محکمې په اوکراین کې په جنگي جنایت هم تورن کړی دی.

د یادونې وړ ده چې هغه ۱۲ ماده ایز پلان چې چین د اوکراین د جگړې د ختمولو له پاره وړاندی کړی دی له هغې څخه امریکا او نور لویدیځ متحدین یي خوښ نه دي. د جمعې په ورځ امریکا خبرداری ورکړی و چې د سولې پروگرام کیدای شي یوه «حربه» وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو: «نړۍ باید د روسیې، چین یا کوم بل هیواد له ملاتړ څخه برخمنه تگلاره تیر نه باسي، چې په اساس یي هغه له خپلو شرایطو سره جنگ بندول غواړي.»

بلینکن زیاته کړه: «د داسې یو جنگ بندۍ غوښتنه په کوم کې چې د اوکراین له خاورې څخه د روسي ځواکونو لیري کول شامل نه وي، په اغیزمن ډول د روسیې د بریالیتوب د تائید ملاتړ کوي.»

د یادونې وړ ده چې د چین د سولې په دې پروگرام کې په ځانگړي توگه دا خبره نه ده یاده شوې چې روسیه باید له اوکراین څخه خپل ځواکونه وباسي، په داسې حال کې چې اوکراین د هر ډول مذاکراتو له پاره همدا د لومړي شرط په توگه وړاندې کړی دی.

ایران له روسیې جنګي جیټ الوتکې اخلي

د دوشنبې په ورځ د غیر رسمي خبرو او د ماښام تر ډوډۍ وروسته به نن د سه شنبې په ورځ د دواړو مشرانو ترمنځ رسمي خبرې اترې ترسره شي. د چین ولسمشر به د چهارشنبې تر ورځې په مسکو کې پاتې وي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص