1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایډن: د هاګ محکمې د پوتین د نیولو په اړه سمه پریکړه کړې ده

۱۴۰۱ اسفند ۲۷, شنبه

د امریکا ولسمشر په هاګ کې د جنګي جرمونو نړیوالې محکمې پریکړه توجیه کړه چې په اوکراین کې د جنګي جرمونو له کبله یې د پوتین د نیولو امر صادر کړی. زیلنسکي د پوتین پر وړاندې د جنګي جرمونو د نړیوالې محکمې د پریکړې هرکلی وکړ.

https://p.dw.com/p/4OsXi
USA Washington D.C. | Präsident Biden beruhigt Weltmärkte wegen Bankenkrise
انځور: Saul Loeb/AFP

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نیولو په اړه د جزا نړیوالې محکمې (ICC) چې جنګي جنایتونه په کې څیړل کیږي حکم د توجیه وړ دی او دغه محکمه ډیر قوي دلایل لري.

د جزا نړېوالې محکمې په افغانستان کې د څېړنو اجازه ورکړې

د جنګي جنایتونو نړیوالې محکمې په اوکراین کې د جنګي جنایتونو د تورونو په اساس د روسیې د ۷۰ کلن ولسمشر ولادیمیر پوتین د نیولو امر کړی. دغې محکمې خپل حکم خپلواک بللی او ویلي يې دي چې دغه پریکړه یې د هغو اسنادو پر بنسټ کړې ده چې په لاس کې یې لري.

زمونږ له فیسبوک سره یوځای شئ:

دا په داسې حال کې ده چې متحده ایالات بیا پخپله د جزا نړیواله محکمه په رسمیت نه پيژني، ځکه په نورو هیوادونو کې د امریکایي سرتیرو په هکله بین المللي څیړنې ردوي.

د جزا نړيوالې محکمې ولې د امريکا پر ضد څېړنه ودروله؟

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه اعلان وکړ چې دغه هیواد دې نتیجې ته ورسیدلی دی چې روسي عسکرو په اوکراین کې جنګي جنایتونه کړي دي او عاملین یي باید ځواب ووایي.

د جزا نړیواله محکمه وایي چې شخصاً پوتین د اوکراین له اشغال شوو سیمو څخه په غیر قانوني ډول روسیې ته د اوکرایني ماشومانو د انتقالولو مسئول دی.

د یو شمیر خپرو شوو څیړنو له مخې روسیې لږ تر لږه ۶۰۰۰ اوکرایني ماشومان د «بیا روزنې» مرکزونو ته استولي دي.

زمونږ له یوټیوب سره یوځای شئ:

د جزا نړیوالې محکمې مشرې پیوتر هافمانسکي اعلان کړی دی چې د نیول کیدو حکم باید د نړیوالې ټولنې له خوا عملي شي او محکمه یوازې کولی شي دا حکم صادر کړي.

د محکمې له پریکړې څخه د زیلنسکي هرکلی

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د پوتین د نیولو په هکله د جزا د نړیوالې محکمې حکم تاریخي بللی دی. زیلنسکي په یوه ویډیویې پيغام کې ویلي دي چې روسیې ۱۶۰۰۰ اوکرایني ماشومان په غیر قانوني ډول تښتولي او خپلې خاورې ته یې انتقال کړي دي. نوموړي د اوکرایني ماشومانو تښتول او له خپلې کورنۍ څخه جلا کول یي جنایت وباله.

 د مدویدف غبرګون

د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال دیمتري مدویدف هم بې له ځنډه د نوموړي محکمې د دې پریکړې په هکله غبرګون ښودلی او په یوه ټویټ کې یې ویلي دي: «د جزا نړیوالې محکمې د ولادیمیر پوتین د نیولو امر کړی دی. د دې موضوع واضح کولو ته اړتیا نشته چې له دې کاغذ څخه باید په کوم ځای کې استفاده وشي.»

د پوتين د احتمالي محاکمه کولو په اړه خبرې

دیمتري مدویدف ل ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۲م کاله پورې د روسیې ولسمشر او بیا تر ۲۰۲۰م کاله پورې د دغه هیواد لومړی وزیر و. نوموړي پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل د پیل راهیسې، د لویدیځو هیوادونو پر ضد ګواښوونکي څرګندونې کړي دي. مدویدف مخکې تر دې اوکراین ته «د اخرې زمانې الهي غضب» سره د مخامخ کیدو ګواښ کړی و.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص