1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جزا نړېوالې محکمې په افغانستان کې د څېړنو اجازه ورکړې

۱۴۰۱ آبان ۹, دوشنبه

د جزا نړيوالې محکمې پريکړه کړې ده چې څارنوال کريم خان په افغانستان کې د تيريو په اړه څېړنې بيرته پېلولای شي. دغه څېړنې تر دوو کلونو ډېر وخت راهيسې درول شوې وې.

https://p.dw.com/p/4ItdQ
په دنهاک کې د جزا نړيواله محکمه
په دنهاک کې د جزا نړيواله محکمهانځور: picture-alliance/AP Photo/P. Dejong

د رويترز خبري آژانس په حواله، په دنهاک کې د جزا نړيوالې محکمې په خپله پريکړه کې ويلي دي چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو څېړنې پرمخ تللی شي ځکه چې کابل «دمګړۍ د هغو ادعا شويو جرمونو په اړه ريښتني څېړنې نه شي ترسره کولی چې د آي سي سي د کار په دایره کې راځي لکه مخکې چې پرې ټينګار کيده.

په تېر اګست مياشت کې يعني واک ته د طالبانو تر رسېدو يو کال وروسته څارنوال کريم خان له قاضيانو غوښتنه کړې وه چې د څېړنو د پرمخ وړلو اجازه ورکړي او په عين حال کې یې خبرداری ورکړی وو چې په افغانستان کې جنايتونه دوام لري.

د جزا نړيوالې محکمې ولې د امريکا پر ضد څېړنه ودروله؟

د تېر ۲۰۲۱م کال په سپتمبر مياشت کې خان اعلان کړی وو چې دی غواړي په افغانستان کې د طالبانو او داعش له خوا ادعا شوي جنايي جرمونه وڅيړي.

هغه وويل چې څارنوالان به د افغان امنيتي ځواکونو او امريکايي ځواکونو له خوا د ترسره شويو احتمالي جرمونو څيړنې د لومړيتوب درجه راټيټه کړي.