1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبان په سپین بولدک کې د جنګي جنایت مرتکب شوي»

۱۴۰۰ مرداد ۸, جمعه

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په خپل تازه رپوټ کې ویلي چې طالبانو د سپين بولدک تر نیولو وروسته په دغه ولسوالۍ کې یو شمیر داسې کسان هم وژلي چې په جګړه کې یې هیڅ نقش نه درلود. خو طالبانو بیا دغه رپوټونه رد کړي.

https://p.dw.com/p/3yJbv
Pakistan Grenzstadt Chaman Menschen mit Taliban-Flagge
انځور: Asghar Achakzai/AFP/Getty Images

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ‍په کندهار کې د ملکي خلکو د وژل کیدو په اړه یو رپوټ خپور کړی دی. د نوموړي کمیسیون په وینا دغه رپوټ یې د باوري سرچینو، د قربانیانو د کورنیو له غړو او عیني شاهدانو سره د مرکو په پایله کې چمتو کړی دی.

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون موندنې ښيې چې طالبانو په کندهار کې د سپین بولدک ولسوالۍ تر نیولو وروسته، د نویو او پخوانیو حکومتي کارمندانو پسې تعقیب پيل کړی دی او د دغه کمیسیون په وینا تر اوسه پورې د داسې ۴۰ تنو هویت معلوم شوی دی چې د طالبانو په لاس وژل شوي دي.

د رپوټ په حواله وروسته تر دې چې افغان امنیتي ځواکونه ونه توانیدل چې د سپين بولدک ولسوالي له طالبانو بیرته ونیسي، طالبانو په دغه سیمه کې د دولت مخکینیو او اوسنیو کارکونکو پسې لټون پیل کړ. دوی یې له کورونو را و ایستل او وه یې وژل چې له دې ډلې د ځینو کسانو جسدونه پيژندل شوي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ته د رسیدلو معلوماتو پر بنسټ د طالبانو د ډلې له خوا په دغو وژنو کې شخصي انګیزې او پخوانۍ دښمنیو هم رول درلودلی دی. په رپوټ کې ویل شوي دي؛ وروسته تر دې چې د سپين بولدک ولسوالي د طالبانو لاس ته ولویدله د دې ولسوالۍ د ځینو اوسیدونکو شتمنۍ او مالونه هم لوټل شوي دي. خو طالبانو بیا دغه رپوټونه رد کړي دي.

د طالبانو رهبري په رسمي ډول ویلي دي چې د دوی جنګیالي ملکي وګړو او غیر نظامي ځایونو ته زیان نه رسوي.

نړیوال بشري قوانین څه وایي؟

د نړیوالو بشري قوانینو په اساس هغه کسان چې په مستقیم ډول په جګړه کې ښکیل نه وي، حق لري چې ژوند او اخلاقي او جسمي تمامیت یي وساتل شي او په هر ډول شرایطو کې له هر ډول تبعیض پرته ورسره انساني چلند وشي.

همدارنګه عام خلک باید له قضایي تضمینونو څخه برخمن اوسي او هیڅ څوک باید د داسې کار مسئول ونه ګڼل شي چې ترسره کړی یي نه وي.

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون د جګړې له ښکیلو خواو په تیره بیا له طالبانو غوښتي دي چې د ملکي وګړو د ژوند او جسمي تمامیت ساتلو په موخه دې پر خپلو قانوني مکلفیتونو عمل وکړي، له غچ اخیستونکو بریدونو او ټولګټو دولتي او خصوصي تاسیساتو له ویجاړولو دې ډډه وکړي. 

بل لوري ته د افغانستان د بیا رغونې د څار امریکايي سازمان یا سیګار د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱م کال د جولای میاشتې په ۲۹مه نیټه) په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي وو چې د تیر ۲۰۲۰م کال په فبروري میاشت کې د قطر په دوحه کې د واشنګټڼ او طالبانو ترمنځ له شوي توافق وروسته، طالبانو په افغانستان کې خپل بریدونه دوه برابره ډېر کړي دي.

د سیګار په رپوټ کې ویل شوي چې طالبانو د دوحي تر تړون پورې په افغانستان کي ۶۷۰۰ بریدونه کړي وو چې دغه بریدونه بیا تر تړون وروسته د ۲۰۲۰م کال د سپتمبر نه تر نومبر میاشتو پورې ۱۳ زره او ۲۴۲ بریدونو ته پورته شول. د دغه رپوټ پر اساس تر دې وروسته طالبانو هره میاشت په اوسط ډول له ۱۰ زرو ډیرو بریدونه کړي دي.

ش.ن/خ.ح