1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان کډوالو ښځینه فوټبال لوبې په مراکش کې کیږي

احمد حکيمي | رویترز خبري آژانس
۱۴۰۴ آبان ۱, پنجشنبه

د فیفا له خوا تنظیم شوی د ښځو فوټبال یو ټورنمنټ، چې د افغانستان د ښځو د کډوالو لوبډله پکې ګډون لري، له متحده عربي اماراتو څخه مراکش ته انتقال شوی. فیفا ویلي دي چې په ټورنمنټ کې څلور دوستانه سیالۍ د یکشنبې په ورځ پیلیږي.

https://p.dw.com/p/52SGj
فیفا ویلي دي چې په مراکش کې ترسره کیدونکي ټورنمنټ کې څلور دوستانه سیالۍ د یکشنبې په ورځ پیلیږي.
د افغان کډوالو ښځینه لوبډله به په دغو سیالیو کې ګډون وکړي او ټاکل شوې چې تر یوه نوي نوم لاندې لوبې وکړي. انځور: Kelly Defina/Getty Images

د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې په متحدو عربي اماراتو کې تنظیم شوی هغه ټورنمنټ چې پکې د افغان کډوالو ښځینه لوبډلې هم برخه اخیسته، اوس د متحده اماراتو پر ځای په مراکش کې کیږي.

دغه ټورنمنټ د FIFA Unites: Women's Series تر عنوان لاندې جوړ شوی، په اصل کې ټاکل شوې وه چې د اکتوبر له ۲۳ تر ۲۹ پورې په دوبۍ کې ترسره شي. د ګډون کوونکو لوبډلو په منځ کې د عربي اماراتو، چاد او لیبیا ملي ښځینه ټیمونه هم شامل دي.

د افغانستان د ښځو د کډوالو ټیم د جوړېدو لامل د طالبانو له‌ خوا په افغانستان کې د ښځو پر سپورت بندیز دی، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې یو ځل بیا په افغانستان کې واک ته ورسیدل او واک ته په رسیدو یې د ښځو برخې سپورتي فعالیتونه منع وګرځول. له همدې امله د افغانستان د مختلفو سپورټونو ډېر شمېر ښځینه لوبغاړې له هېواد څخه وتلو ته اړل شول او په بهرنیو هیوادونو کې میشت شوي دي.

په خټه افغان لوبغاړی؛ له بونديس ليګا د آلمان تر ملي ټيم پورې

فیفا په خپله اعلامیه کې همدا راز ویلي: «فیفا د مراکش د شاهي فوټبال فدراسیون (FMRF) څخه مننه کوي او تمه لري چې د یو بریالي ټورنمنټ په کوربه‌ توب کې ورسره ګډ کار وکړي.»

د فیفا ادارې دا هم تائید کړه چې د افغانستان د ښځو د کډوالو ټیم اوس د مشورې وروسته یو نوی رسمي نوم غوره کړی دی، او په دې توګه به دAfghan Women United (افغان متحدې ښځې) تر نامه لاندې به لوبه کوي.

په افغانستان کې د طالبانو تر بیا ځلې واکمنیدو مخکې، افغانستان د فوټبال ۲۵ ښځینه لوبغاړې درلودې چې رسمي قرارداد یې درلود او له دوی څخه ډېر یې اوس په استرالیا کې میشت شوې دي. د افغانستان د نارینه‌ وو ملي لوبډله بیا په دې موده کې په افغانستان کې په عادي ډول فعالیت کوي.

د افغان نجونو د فوټبال زده کړه او نا معلومه راتلونکی یې