د اوو جګړو ختمولو ادعا: ایا ترمپ د سولې د نوبل جایزې وړ دی؟
۱۴۰۴ مهر ۱۱, جمعه
دونالد ترمپ څو ځله ادعا کړې چې د روان کال په جنورۍ کې له سوګند کولو وروسته راهیسې یې ۷ جنګونه ختم کړي او ځان د «سولې ولسمشر» بولي. خو کارپوهان د دغو ادعاو د واقعیت او د اکتوبر په ۱۰ په اسلو کې د سولې جایزې ترلاسه کولو له پاره د هغه چانس ته د شک په سترګه ګوري.
ترمپ له بارک اوباما سره خپل حسادت نه پټوي او هڅه کوي هغه جایزه چې اوباما ترلاسه کړې، دې یې هم ترلاسه کړي.
ترمپ څنګه د ځان له پاره د توبل جایزې د وړتیا ادعا توجیه کوي؟
ترمپ ځان د سولې ولسمشر بولي، په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې یې د متحده ایالاتو پوځ یوې کورنۍ جګړې ته اماده کړې دی او سرتیري یې هغو ښارونو ته چې د دیموکراتانو تر کنترول لاندې دي لکه، لاس انجلس او واشنګټن ته استولي دي.
نوموړی ادعا کوي چې د خپل جمهوري ریاست د دویمې دورې په یوازې اتو میاشتو کې یې اووه جګړې ختمې کړې دي.
دا کومې جګړې یا شخړې دي؟
ترمپ عمدتاً د جون په میاشت کې د ایران او اسرائیل ترمنځ ۱۲ ورځنۍ جګړې، په می میاشت کې د دوو اټومي هیوادونو هند او پاکستان ترمنځ شخړې، او د قفقاز جمهوریتونو اذربایجان او ارمنستان ترمنځ شخړو ته اشاره کوي. سپينې ماڼۍ همدارنګه په څلورو نورو سیمو کې هم د شخړو یادونه کړې ده.
ترمپ تر کومې اندازې د سولې په حل لارو کې ونډه درلوده؟
تر ټولو څرګند اغیز یې د اسرائیل او ایران ترمنځ د اوربند اعلانول و چې د جون په وروستیو کې اعلان شو. مخکې تر هغې متحده ایالاتو د ترمپ په امر د ایران پر درو اټومي تاسیساتو برید وکړ، څو فشار پرې وارد کړي.
د هند او پاکستان ترمنځ شخړه کې چې په پایله کې ۷۰ کسان ووژل شول هم ترمپ د می میاشتې په ۱۰ نیټه د اوربند اعلان وکړ. پاکستان د امریکا متحده ایالاتو د منځګړیتوب کولو نقش تایید کړ، خو هند دغه ادعا رد کړ.
ارمنستان او اذربایحان هم په واشنګټن کې د ترمپ په مجودیت کې د اګست په ۹ نهمه نیټه د پخوانۍ دښمنۍ په پای ته رسولو موافقه وکړه. ناټو دا یو مهم ګام وباله، خو تر اوسه پورې هیڅ د سولې کوم قانوني سند نه دی لاسلیک شوی.
ترمپ همدرانګه ادعا کړې ده چې د کامبوجیا او تایلنډ ترمنځ یې د «تعرفو» د ګواښ له طریقه «سوله» ټینګه کړې ده، خو هغه پنځه ورځنی اوربند چې د جولای په پای کې اعلان شو، څو ځله مات شوی و.
دې ته ورته وضعیت د کانګو دیموکراتیک جمهوریت او روانډا په هکله هم و چې د جون په میاشت کې په واشنګټن کې موافقه اعلان شوه، خو نښتې بیرته پيل شوې.
د نیل سند دپاسه بند پر سر شخړه کې د مصر او اتیوپیا ترمنځ شخړه چې سپینې ماڼۍ ورته اشاره کړې ده، د ترمپ رول مبهم دی.
ترمپ په کوم ځای کې سوله نه ده راوستلې؟
ولسمشر په خپل کمپاین کې ادعا کړې وه چې کولی شي په «۲۴ ساعتونو کې» د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه پای ته ورسوي. خو تر اوسه پورې هغه هڅو کومه نتیجه نه ده ورکړې.
د غزې په جګړه کې ترمپ د سپټمبر میاشتې په پای کې د سولې یو ۲۰ ماده ایې پلان وړاندې کړ، خو حماس تر اوسه پورې هغه نه دی تایید کړی. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو پخواني وزیر انتونیو بلینکن ټینګار وکړ چې دغه طرحه اساساً هغه وړاندیزونه دي چې مخکې تر دې د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن له خوا اماده شوي ول.
نوبل جایزې ته د ترمپ چانس
ترمپ پخپله تمه نه لري چې په ناروی کې د نوبل کمیټه به د اکتوبر په ۱۰ نیټه هغه ته جایزه ورکړي، ځکه په دې باور دی چې جوري هیئت ناتوانه دی. نوموړي په دې وروستیو کې ویلي دي: «هغوي هغه (جایزه) داسې یوه کس ته ورکوي چې هیڅ کار یې نه دی کړی.»
ترمپ چا کاندید کړی دی؟
د امریکایي رسنیو په حواله د املاکو دغه سوداګر شاوخوا لس ځله د سولې نوبل جایزې له پاره پیشنهاد شوی دی، په وروستي ځل د جولای په میاشت کې د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له خوا. دغه پیشنهاد د رسمي مهلت له پای ته رسیدو وروسته چې د جنورۍ په میاشت کې د ترمپ له سوګند لږ وروسته و، وړاندی شوی دی.
ولې ترمپ اوس هم د نوبل جایزه غواړي؟
نوموړي د امریکا متحده ایالاتو له پخواني ولسمشر بارک اوباما سره چې په ۲۰۰۹م کال کې یې د سولې جایزه ترلاسه کړه خپل حسادت، واک ته له رسیدو څه کم نهه میاشتې وروسته ښکاره کړی دی.
ترمپ ویلي: «زه د (بارک اوباما په نسبت) په یوه ډیر لوی، غوره او لیونۍ سیالۍ کې وټاکل شوم» همدارنګه نوموړی په دې باور دی چې دیمیوکرات بارک اوباما د خلکو ترمنځ همکاري نه ده پیاوړې کړې، بلکې «ډیر نفرت او کرکه یې خپره کړې ده.»