1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما پر ترمپ له نیوکې سره ټاکنیز کمپائن پيل کړ

۱۳۹۷ شهریور ۱۷, شنبه

د امریکا د کانګرې تر ټاکنو دوه میاشتې مخکې بارک اوباما د ایلینوي ایالت محصلینو ته د وینا پر مهال ټاکنیز کمپاين پیل کړ. ترمپ په کنایه کې ویلي دي چې د اوباما د خبرو د اوریدو پر مهال خوب وړی.

https://p.dw.com/p/34WYI
Ex-US-Präsident Barack Obama spricht in University of Illinois
انځور: Reuters/J. Gress

بارک اوباما د جمعې په ورځ (د سپټمبر میاشتې ۷) د ایلینوي په پوهنتون کې وویل اراده یې درلوده چې د پخوانیو ولسمشرانو په څیر له ورځني سیاست څخه ځان لرې وساتم، خو اوس دا کار اړين بولم.

څو ورځې مخکې د اوباما دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې هغه به د سپټمبر میاشتې له اتمې نیټې څخه د استازو او سنا په مجلسونو کې د دیموکراتانو د ګوند د نوماندانو د ملاتړ له پاره کمپائن پیل کړي.

اوباما د ایلینوي ایالت محصلينو ته د سپينې ماڼۍ وروستیو تحولاتو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې حتی هغه کسان چې له ده سره د مخالف نظر لري هم باید اوسني وضعیت ته اندیښمن اوسي او حکومت ته د «اخلاق او قانونمندۍ» د بیرته راګرځولو په لاره کې کوښښ وکړي.

په دې وروستیو کې په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې د «زه د دونالډ ترمپ په حکومت کې د مقاومت یوه برخه یم» تر عنوان لاندې یوه مقاله خپره شوې ده چې پراخ غبرګونونه یې راپارولي دي.

د دې مقالې لیکوال چې نوم یې پټ ساتل شوی دی ادعا کړې ده چې د سپینې ماڼۍ یو له کارمندانو او د هغو کسانو له ډلې څخه دی چې هڅه کوي د ترمپ د زیان رسونکو تیروتنو په مقابل کې د امریکا متحده ایالاتو ساتنه وکړي.

اوباما له محصلينو څخه وغوښتل چې د نومبر په میاشت کې دې د رای ورکونې صندقونو ته لاړ شي. هغه هیله څرګنده کړه چې له دې کار سره به د هغو کسانو نظر بدل شي چې د ترمپ د حکومت د دوه کلنې دورې څخه مایوسه شوي دي او فکر کوي چې په ټاکنو کې ګډون کومه ګټه نه لري.

نوموړي په کنایه کې د ترمپ تويتري پيغامونو ته اشاره وکړه او محصلينو ته یې وویل چې د تويتري پيغامو د بیا خپریدو څخه باید تاسې لا زیات کار وکړئ او د رای ورکونې صندوقونو ته لاړ شئ.

د دیموکراتانو له نوماندانو څخه د اوباما ملاتړ

د امریکا د استازو د مجلس په ټاکنیز کمپاين کې د ۲۳ چوکیو پر سر سیالي ده، چې د دیموکراتانو د نوماندانو له احتمالي بریا سره به د واکمن جمهوريت غوښتونکي ګوند سلطې ته خاتمه ورکړل شي.

د اوباما د دفتر د اعلان په اساس اوباما د د سپټمبر په اتمه د کالیفورنیا له سویلي ایالت څخه خپل ټاکنیز کمپائن پیلوي. په دې ایالت کې د دیموکراتانو ګوند ۷ نوماندان لري.

بارک اوباما د تیر کال په جنورۍ کې سپینې ماڼۍ ته د دونالد ترمپ د راتګ سره سم د امریکا د پخوانیو ولسمشرانو دود ته ژمن پاتې شوی وو او د حکومت د سیاستونو په اړه یې ډیرې کمې خبرې کړي دي. د دې برخلاف ترمپ بیا په وار وار سره پر هغه او د هغه د پخواني حکومت پر سیاست نیوکې کړي دي.

ترمپ د ایلینوي په پوهنتون کې د اوباما تر وینا لږ وروسته د هغه خبرې سستې (کسل کونکې) وبللې او ويې ویل چې د اوباما د خبرو اوریدو پر مهال خوب وړی وو.

یو شمیر شنونکي په دې باور دي چې د ایلینوي، کالیفورنیا، اوهایو او پنسلوانیا په څیر ایالتونو ته د اوباما ټاکنیز سفرونه به د دیموکراتانو د بریالیتوب چانس زیات کړي. اوباما په دوو ټاکنو (۲۰۰۸ او ۲۰۱۲م ) کلونو په ټاکنو کې په دغو ایالتونو کې ډیرې رايې ترلاسه کړې وې.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: