1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران او سعودي عربستان د سفارتونو پرانيستلو ته چمتووالی نیسي

۱۴۰۱ اسفند ۲۹, دوشنبه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل سعودي سیال سره په نزدې راتلونکي کې د ملاقات اعلان وکړ او په ورته وخت کې یې د اړیکو د رغیدو پر وړاندې خنډونو ته هم اشاره کړې ده.

https://p.dw.com/p/4OvOS
 تهران او ریاض؛ د سفارتونو او قونسلګریو بيا پرانیستلو ته چمتووالی
تهران او ریاض؛ د سفارتونو او قونسلګریو بيا پرانیستلو ته چمتووالیانځور: irdiplomacy

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان اعلان کړه، چې ډېر ژر به له خپل سعودی سیال سره وویني. هغه سفارتونو او قونسلګریو ته د تخنیکي پلاوي سفر او د ډيپلوماټیکو مرکزونو د بیا پرانستلو له پاره د دواړو لوریو ترمنځ د موافقې اعلان وکړ، خو په عینې حال کې یې دې ته هم اشاره وکړه، چې لا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو عادي کولو په برخه کې خنډونه شتون لري.

اړوند مطلب: چين و ايران او سعودي ته پر خپلمنځي جوړجاړي تبريک ووايه

امیر عبداللهیان ویلي، چې د تهران او ریاض د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې لپاره یې د دریو ځایونو له وړاندیز سره موافقه کړې، خو د دغو ځایونو او د غونډې د وخت په اړه یې څه ونه ویل.

له دې وړاندې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر په یوه مرکه کې ویلي وو، چې له ایران سره موافقه د طرفینو ترمنځ د ټولو اختلافاتو د حل په معنی نه ده.

اړوند مطلب: سعودي: له ایران سره موافقه د ټولو اختلافاتو د حل په معنی نه ده

د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو ترنګلتیا کمولو او د اووه کلونو راهیسې پرې کړې اړیکې د عادي کولو توافق، د چین په منځګړیتوب لاسلیک شو، خو امیر عبداللهیان په دې خبرو اترو کې شتون نه درلود. د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي د خامنه یي د باصلاحیته استازي په توګه په بیجینګ کې په دې خبرو اترو کې د ایران مشري کړې وه.

dw/fz/bs