1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي: ایران سره موافقه د ټولو اختلافاتو د حل په معنی نه ده

۱۴۰۱ اسفند ۲۲, دوشنبه

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د ایران او سعودي ترمنځ موافقه «د دواړو هیوادونو ترمنځ د ټولو سترو اختلافاتو حل لارې ته د لاسرسي په معنی نه ده». هغه وویل چې ایران او سعودي غواړي خپلو اټومي تعهداتو ته ژمن پاتې شي.

https://p.dw.com/p/4OafL
Faisal Bin Farhan Al Saud | saudi-arabischer Außenminister
انځور: Hadi Mizban/AP Photo/picture alliance

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان له «شرق الاوسط» رسنۍ سره په مرکه کې د ریاض او تهران ترمنځ د سیاسي اړیکو له سره پیلیدل «له سوله ایز او دیپلوماتیک ابزارو څخه په استفادې د خبرو اترو له لارې د اختلافاتو د حل له پاره د ګډې لیوالتیا» نخښه وبلله.

چين و ايران او سعودي ته پر خپلمنځي جوړجاړي تبريک ووايه

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر هغه څه ته د پابندۍ پر اړتیا ټینګار وکړ چې دواړي خواوې پرې موافقې ته رسېدلي دي. هغه وویل: «بې له شکه د دواړو هیوادونو او سیمې ګټې، د لاس بريتوب نظر پرځای د ګډې همکارۍ او همغږۍ د مسیرونو په فعاله کولو او پرمختیایي لومړيتوبونو تمرکز کي دي.»

فیصل بن فرحان د یکشنبې په ورځ له «شرق الاوسط» سره په مرکه کې ویلي ول چې هغه لیواله دی هر څومره ژر چې کیدای شي د هغه څه په اړه له خپل ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان سره وويني چې موافقه پرې شوې ده.

نوموړي زیاته کړه: «د دوو هیوادونو ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو له سره پيلولو له پاره په راتلونکو دوو میاشتو کې تیاریږو. طبعي به وي چې په راتلونکي کې به یو بل سره وينو.»

آيا پر سعودي د ايران د بريد ګواښ شته؟

خو په ورته وخت کې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ موافقه به د دواړو هیوادونو ترمنځ د ټولو اختلافاتو حل لارې ته د لاسرسي په معنا نه وي.

تهران او ریاض د جمعې په ورځ د چین په منځګړیتوب موافقه وکړه چې وروسته له ۷ کلونو وقفې څخه خپل سیاسي روابط له سره پیل کړي او په دوو میاشتو کې به یو د بل په هیواد کې خپل سفارتونه او دیپلوماتیکې استازولې پرانیزې. 

دغه موافقتنامه چې په پيکینګ کې لاسلیک شوه، د نړیوالې ټولنې له مثبت هرکلي سره مخامخ شوې ده. تر اوسه پورې د دواړو خواو ترمنځ د موافقتنامې جوزیات په لاسرسي کې نه دي. یوازې همدومره معلوم دي چې دواړو خواو د ۱۳۸۰ کال د امنیتي همکاریو او د ۱۳۷۷ ه ش کال د اقتصادي، مسلکي او ورزشي همکاریو عمومي موافقې او د یوه بل ځمکنۍ بشپړتیا ته په درناوي کولو او د یوه بل په کورنیو چارو کې پر مداخلې نه کولو ټینګار کړی دی.

زمونږ له فیسبوک پاڼې سره یوځای شئ:

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر له شرق الاوسط رسنۍ سره په مرکه کې د ایران د اټومي وسلو د توانمندۍ پراختیا د اندېښنې وړ وباله او وې ویل: «موږ د منځني ختیځ او خلیج سیمې د ډله ایزې وژنې له وسلو څخه د پاک پاتېدو په اړه خپله غوښتنه تکرار وو.»

هغه وویل چې ریاض او تهران غواړي چې خپلو اټومي تعهداتو ته ژمن پاتې شي او له نړیوال اټومي آژانس سره خپلې همکارۍ ته پراختیا ورکړي.

اسرائیلي شنونکی: موافقه چندان تغیر نه راولي

د جمعې په ورځ د ریاض او تهران ترمنځ د موافقې له لاسلیک کیدو وروسته د اسرائیل حکومت په سمدستي توګه له نظر څرګندولو څخه ډډه وکړه. خو د دغه هیواد پخواني لومړي وزیر نفتالي بنت، د ایران او عربستان ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو له سره پيلیدل یو «جدي او خطرناک تحول» وباله او دا یي د اسرائیل د اوسني لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو «ستره ماته» وبلله.

د شنبې په ورځ رسنیو د یوه لوړپوړي اسرائیلي چارواکي په نقل رپوټ ورکړ چې اسرائیل د تهران او ریاض ترمنځ موافقې حیرانه کړی نه دی، ځکه دوی د یوې مودې راهیسې له دې بهیر څخه معلومات درلود.

دغه اسرائیلي چارواکي چې د ایټالیا په سفر کې یي له نتانیاهو سره ملګرتیا کوله خبریالانو ته وویل: «د امریکا او اسرائیل د کمزورتیا په هکله احساس موجود و له همدې امله سعودي عربستان نورو چینلونو ته مخه وکړه.»

په همدې منځ کې د «اسرائیل ټو ډی» ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ یوه مقاله خپره کړه چې د یوه لوړپوړې اسرائیلي شنونکي په نقل ویل شوي چې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ موافقه به چندان تغیر رامنځته نه کړي.

په فارس خلیج کې د ګواښوونکي وضعیت په اړه د امریکا اندیښنه

دغه اسرائیلي کارپوه ایران د شعیه مذهب اسلام مرکز او سعودي د اهل سنت اسلام مرکز په بللو سره لیکلي دي چې «حتی چین هم نه شي کولی د دې سبب شي چې دوه متخاصم لوري یو پر بل اعتماد وکړي».

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز