1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين و ايران او سعودي ته پر خپلمنځي جوړجاړي تبريک ووايه

۱۴۰۱ اسفند ۲۰, شنبه

سعودي عربستان او ايران د چين په منځگړيتوب يو د بل سره د دپلوماتيکي اړيکو پر بېرته پېلولو تفاهم کړی دی. دغه جوړجاړی د چين لپاره مهمه دپلوماتيکه بريا بلل کيږي.

https://p.dw.com/p/4OY4q
علي شمخاني، وانگ يي او مسعد بن محمد بن ايبان (له ښه اړخ ځخه)
علي شمخاني، وانگ يي او مسعد بن محمد بن ايبان (له ښه اړخ ځخه)انځور: CHINA DAILY via REUTERS

چين دواړو، هم ايران او هم سعودي عربستان ته پر هغه تفاهم تبريکي ورکړېده چې په ترڅ کې به دواړه هيوادونه خپلې دپلوماتيکې اړيکې بېرته برحالې کړي. د چين د باندنيو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د مارچ ۱۰ نېټه) ناوخته د چين د خارجه وزير وانگ يي پيغام خپور کړ. په دغه پيغام کې د وانگ له خوا د منځني ختيځ د يادو دواړو هيوادونو تر منځ د جوړجاړي په هکله راغلي چې «دغه د ديالوگ او سولې بريا ده.»

دغه هم ولولئ:سعودي عربستان د ترکیې مرکزي بانک ته پنځه میلیارد ډالر سپاري  

د چين خارجه وزير ويلي دي چې په بيجينگ کې د چين، سعودي عربستان او ايران له خوا لاسليک شوی تړون «له کشمکشونو ډکې اوسنۍ نړۍ کې يو ښکاره زيگنال» دی. د وانگ يي په وينا اوکراين يوازنۍ ستونزه نه ده او نورې زياتې مسئلې هم شته چې د نړيوالې ټولنې و توجه ته اړتيا لري. يي ويلي دي چې چين به مخ په وړاندې «د ننۍ نړۍ په گرمو موضوعاتو کې» رغنده رول لوبولو ته ادامه ورکړي.

غبرگونونه

د ايران او سعودي عربستان تر منځ د دپلوماتيکي اړيکو د بېرته برحاله کولو پر تړون يو شمېر هيوادونو مثبت غبرگونونه ښودلي دي. عراق دغه تړون «د يو نوي څپرکي پېل» بللی دی. د ترکيې د باندنيو چارو وزارت په دې تړاو خپره کړې خپله اعلاميه کې دغه يو مثبت اقدام بللی دی. عمان د رياض او تهران تر منځ د سفارتي اړيکو بېرته برحال کېدل هيله بخښونکی کار بللی دی. د جليجي هيوادونو د همکارۍ شورا په خپله اعلاميه کې هيله څرگنده کړېده چې هيله لري دغه تړون به د امنيت په زياتولو کې مرسته وکړي.

دغه هم ولولئ: د افغانستان، تېلو او غازو کې پانګونې ته د چینایانو لېوالتیا 

که څه چې واشنگټن په بيجينگ کې د چين په منځگړيتوب د سعودي او ايراني چارواکو تر منځ په پټ ساتلو شوو خبرو اترو کې نه و دخيل، خو سعودي چارواکو ورته د دغو خبرو اترو په تړاو معلومات ورکړي ول. واشنگټن د سعودي عرب او ايران تر منځ د اړيکو د بېرته برحال کېدلو هرکلی کړی دی، خو په دې هکله يې شک ښودلی چې «ايران به خپلې ژمنې پوره کړي.»

په څه شي تفاهم شوی دی؟

د سعودي عربستان دولتي خبري آژانس ايس پي اې له خوا خپره شوې اعلاميه کې راغلي دي چې سعودي او ايران د چين د ولسمشر شي جن پنگ په منځگړيتوب پر دې اتفاق کړی دی چې د بهترينې همسايگۍ پر اصولو ولاړې خپلمنځۍ اړيکې ولري.

په دغو مذاکراتو کې د سعودی عربستان د ملي امنيت مشر، مساعد بن محمد العيبان او د ايران له خوا د عالي ملي امنيت د شورا سکرتر علي شمخاني شامل ول. په اعلاميه کې راغلي دي چې د تړون له مخې به دواړه هيوادونه د دوو مياشتو په دننه کې سفارتي اړيکې برحالې کړي او خپل سفارتونه به پرانيزي. په ۱۹۹۸ او ۲۰۰۱ کال د دواړو هيوادونو تر من د امنيتي همکارۍ، تجارت، اقتصاد، ټيکنالوژۍ، ساينس، کلتور، سپورټ او د ځوانانو په موضوعاتو کې د همکارۍ تړونونو هم بېرته برحاله کړل شوي دي.

دغه هم ولولئ:  ساپکو: د دوحې تړون او د ځواکونو اخراج د حکومت سقوط چټک کړ

په تړون کې پر دې هم تفاهم شوی دی چې دواړه هيوادونو به يو د بل خومختارۍ ته په احترام يو د بل په داخله چارو کې مداخلت نه کوي. ويل شوي چې د دغه تړون د عملي کولو په ترڅ کې به د دواړو هيوادونو خارجه وزيران يو د بل سره ملاقات هم کوي. په اعلاميه کې د تړون رامنځته کېدو لپاره د چين د مسلسل مثبت کردار لوبولو څخه ستاينه او کورودانی شوی دی.

د چين مخ په زياتېدو کردار

د متحده ايالاتو د پخواني ولسمشر باراک اوباما په اداره کې د ختيځې آسيا د چارو لپاره مسؤل عالي دپلومات ډېنيل رسل وايي چې د چين له خوا د سعودي عربستان او ايران تر منځ دغه تړون به د واشنگټن لپاره «زښت مهم عواقب» ولري.
 

د رسل په وينا چين عموما په هغو معاملاتو کې پخپله پکښې يو فريق يا اړخ نه وي، په دپلوماتيکه توگه د حل کولو لپاره يې پخپله اقدام نه کوي. هغه زياته کړه: «اوس دا سوال رامنځته کيږي چې ايا د راتلونکو پيښو پر لور يوه اشاره ده که څنگه؟ که شي جن پنگ د مسکو پر لور سفر وکړي نو ايا د روس او اوکراين تر منځ به منځگړيتوب وکړلای شي؟»
 

آ./ا.ا./ن.ص.