1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسکو: له تاجيکستان سره په سرحد کي تاوتريخوالی دقيق څارو

۱۴۰۰ تیر ۱۸, جمعه

روسيې ويلي دي چې طالبان د افغانستان او تاجيکستان ترمنځ سرحد يو پر درېمه برخه په خپل کنترول کې لري او دوی دغه حالت څاري.

https://p.dw.com/p/3wGg1
Marija Wladimirowna Sacharowa
انځور: picture-alliance/AA/S. Karacan

د روسیې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريه سخاروا د جمعې په ورځ (۲۰۲۱م کال د جولای ۹) په مسکو وويل: «موږ د افغانستان او تاجيکستان ترمنځ پر سرحد د ترينګلتياو زياتيدل مشاهده کوو. طالبانو د سرحدي ولسواليو ډېري برخې نیولي دي او دمګړۍ د سرحد دوه پر درېمه برخه کنترولوي.»

طالبان: ‌له افغان حکومت سره پر اوربند بحث روان دی

هغې وويل چې مسکو پر خپل متحد تاجيکستان د تیري د مخنيوي له پاره د «اضافي ګامونو» پورته کولو ته چمتو دی. نوموړې همدا راز پر ټولو اړخونو غږ وکړ چې «د افغانستان د سرحدونو د باندې دې د تاوتريخوالي له غځولو څخه ډډه وکړي.»

طالبان: د ولایتونو مرکزونه به په زور و نه نیسو

طالب چارواکو ويلي چې د افغانستان پر مهمو اداري مرکزونو بريدونه کولی شي او په دې اړه یې کومه ژمنه نه وه کړې.

رويتز خبري آژانس ليکي چې د طالبانو يوه استازي د جمعې په ورځ په مسکو کې ويلي چې دوی د افغانستان پر اداري مرکزونو د بريد کولو آزادي لري، ځکه چې په دې اړه یې له امريکا متحده ایالاتو سره د تړون په ترڅ کې داسې کومه ژمنه نه ده کړې. خو دغه چارواکي وويل چې طالبان به د ولایتونو مرکزونه په زور ونه نیسي.

د جمعې په ورځ په مسکو کې د یوې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې روسي رسنیو د طالبانو له قوله زياته کړې چې دغه ډله له افغان حکومت سره د احتمالي اوربند په اړه خبرې اترې کوي او که چېرې د دوحې خبرې بريالۍ شوې نو خپل تهاجمي بريدونه به ودروي.

Russland Afghanistan-Konferenz in Moskau
انځور: Alexander Zemlianichenko/AFP

د قطر په پلازمينه دوحه کې د تېر کال په سپتمبر میاشت کې پېل شوې د سولې خبرې اترې تر دې وروستیو پورې په ټپه ولاړې وې، خو تېره اوونۍ افغان پلاوي د طالبانو له استازو سره يو ځل بيا غونډه وکړه.

په تهران کي بین الافغاني غونډه: جگړه د افغانستان د ستونزي د حل لار نه ده

په روانه اوونۍ کې بيا داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې طالبان پلان لري د سولې يوه ليکل شوې طرحه ډېر ژر افغان حکومت ته وړاندې کړي.

په مسکو کې د مطبوعاتي کنفرانس پر وخت طالب چارواکي شهاب الدين دلاور ادعا وکړه چې د افغانستان پر ۸۵ سلنه خاوره کنترول لري.

د جمعې په ورځ سهار په ټولنيزو رسنيو کي داسي راپورونه خپاره شوي ول چي طالبان د کندهار ښار ته ننوتلي او محبس يې کلابند کړی دی، خو لږ وروسته د کندهار والي او نوي امنيه قوماندان د کندهار د محبس مختي ته يوه په يوه ويډيويي پيغام کي وويل چي دا ټول تبليغات دي او طالبان هلته نه شته.