1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تاجيکستان له افغانستان سره پر پوله ۲۰ زره عسکر ځای پرځای کوي

۱۴۰۰ تیر ۱۵, سه‌شنبه

ګاونډي هیواد تاجيکستان ته د تر زرو ډیرو افغان سرتیرو تر ور اوښتو وروسته ولسمشر امام علي رحمانوف له افغانستان سره پر پوله د ۲۰ زرو عسکرو د ځای پر ځای کولو امر کړی دی.

https://p.dw.com/p/3w53U
Präsident der Republik Tadschikistan | Emomalij Rahmon
انځور: Press service of the President of Tajikistan/Reuters

د تاجيکستان جمهوري ریاست د دوشنبې (د جولای میاشتې ۵ نیټه) په ماښام خبر ورکړ دی چې دغه اضافي سرتیري به له افغانستان سره د سرحدي پولې د لا زیات حفاظت چارې پرمخ وړي.

مخکې تر دې د تاجيکستان د ملي امنیت کمیټۍ اعلان کړی وو چې له طالبانو سره تر شدیدې جګړې وروسته د دوشنبې په شپه ۱۰۳۷ افغان سرتیري د«خپل ژوند ژغورنې په موخه» له سرحدي پولې ور اوښتي دي.

د تاجيکي چارواکو په حواله د «ښه ګاونډيتوب او د افغانستان په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې پرنسيب» پر اساس دغو سرتیرو ته له سرحد څخه د تیریدو اجازه ورکړل شوې ده.

طالبانو په بدخشان ولایت کې پر شپږو ولسوالیو بشپړ کنترول ترلاسه کړی دی. روسیې په مزار شریف کې د امنیتي وضعیت د خرابیدو له امله خپله قونسلګري تړلې ده. د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف «تاس» دولتي خبري آژانس ته ویلي دي چې وضعیت په بیړه بدلیږي. هغه وویل: «افغان ځواکونو ډیرې ولسوالۍ له لاسه ورکړي دي چې طبیعي ده دا د وارخطایې سبب کیږي.»

Grenze Tadschikistan Afghanistan
له افغانستان سره په سرحد کې تاجیکستاني پوله ساتيانځور: DW/G. Faskhutdinov

په مزار شریف کې ډېرو قونسلګریو په موقتي ډول خپل فعالیتونه بند کړي دي، څو وضعیت روښانه کیږي. د جون میاشتې په پای کې له مزار شریف څخه وروستي آلماني سرتیري هم بیرته خپل هیواد ته ستانه شول.

په کابل کې د روسيې سفارت یوه ویاند نيکیتا اِشچنکو «رییا نووستي» خبري آژانس ته وویل چې مسکو د خپلي دیپلوماتیکې نمایندګۍ د راټولولو پلان نه لري.

د اونۍ په پای کې طالبانو د افغانستان په شمال کې مهمې سیمې نیولي دي. طالبانو د بدخشان او تخار ولایتونه نږدې په بشپړ ډول تر خپل کنترول لاندې راوستلي دي «یوازې د دغو ولایتونو مرکزونه د حکومتي ځواکونو په کنترول کې دي.»

د رپوټونو په حواله طالبانو د افغانستان په سویل کندهار او هلمند کې هم مهمې ولسوالۍ نیولي دي. دغه سیمې د طالبانو مهم مرکزونه بلل کیږي.

د بدخشان او تخار د نورو برخو له لاسه ورکول د افغان امنیتي ځواکونو له پاره د یوه لوی سمبولیکې ماتې په معنی ده.

دغه دواړه ولایتونه په ۱۹۹۰م لسیزه کې د کورنۍ جګړې پر مهال د طالبانو پر وړاندې د شمالي ټلوالې مهم مرکزونه ګڼل کیدل.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز