سرچينه: هندوستان له امریکا سره د سوداګرۍ مذاکرات وځنډول
۱۴۰۴ اسفند ۳, یکشنبه
په پام کې وو چې هندي پلاوی نن یکشنبه د فبروري ۲۲مه واشنګټن ته سفر وکړي او له متحده ایالاتو سره یو موقت سوداګريز تړون نهايي کړي، خو د هندوستان د سوداګرۍ وزارت یوې سرچينې په همدې ورځ وویل چې دغه سفر ځنډول شوی دی.
یادې سرچينې چې د نوم له ښودلو ېې ډډه کړې وویل: «د سفر د ځنډولو تصمیم د دواړو هېوادونو چارواکو ترمنځ تر بحثونو وروسته ونیول شو.
د سرچینې په وینا دغه تصمیم تر ډېره بریده د جمعې په ورځ د تعرفو په تړاو تر حکم وروسته د نه قاطعیت او ناڅرګندیا په دلیل نیول شوی دی.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې امریکا ته د ټولو هېوادونو پر واردونکو مالونو موقتي تعرفې له ۱۰ سلنې ۱۵ سلنې ته لوړوي.
په واشنګټن کې د هند او امریکا ترمنځ د دغو خبرو اترو پلان وروسته له هغې جوړ شو چې دواړو هېوادونو د واشنګټن له پاره د یو کاري چوکاټ پر جوړېدو توافق وکړ چې په هغه کې د نوي ډيلي له خوا له روسیې د تېلو رانيولو په تړاو د هندي مالونو تنبيهي تعرفې ۲۵ سلنه کمېدې.
په پام کې ونیول شوه چې پر هندي مالونو د امریکا متحده ایالاتونو تعرفي ۱۸ سلنه راکمې شي په داسې حال کې چې هندوستان له متحده ایالاتو سره هوکړه وکړه چې په پنځو کلونو کې به ورڅخه د ۵ میلیارډ ډالرو په ارزښت وسایل رانیسي چې په هغو کې به د انرژۍ له منابعو نېولې تر الوتکو، پرزه جاتو او قیمتي فلزاتو پورې شامل وي.
د هندوستان د سوداګرۍ وزارت سرچېنې زیاته کړه: «په هېڅ نوې نېټه کې د [بل] سفر تصمیم نه دی نیول شوی.»