1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م م: طالبانو د دوو لسیزو لاسته راوړنې له منځه وړي

۱۴۰۰ شهریور ۳۱, چهارشنبه

د بخښني نړيوال سازمان د رپوټ په حواله طالبانو په څوو اونيو کې د بشري حقونو په برخه کي د وروستیو شلو کلونو لاس ته راوړنې په فعال ډول له منځه وړي دي. همدا راز ويل شوي چې د رسنيو کارکوونکي د خپل ژوند په اړه ويره لري.

https://p.dw.com/p/40dw4
Afghanistan | Taliban Kämpfer stoppen eine Demonstration für Frauenrechte in Kabul
انځور: Bilal Guler/AA/picture alliance

د بخښني نړيوال سازمان رپوټ ورکړی دی چې د پرله پسي ټينګار برعکس د طالبانو مشران د افغانانو حقوقو ته درناوی نه کوي. زياته شوې چې د دغي ډلي له خوا ډير جرمونه ترسره شوي، لکه د ملکي وګړو هدفي وژني چې په اړه یې مستند معلومات موجود دي. دغه موضوعګانې په يوه ګډه څېړنه کې چې د بخښني نړيوال سازمان، د نړيوال بشري حقونو فدراسیون او د شکنجي خلاف نړيوال سازمان له خوا د سه شبنې په ورځ خپري شوي، پکې راټول شوي دي.

د بخښني نړيوال سازمان د آسیا د برخې مسؤلې ميرمن دینو شيکا ديسا نايکه،څرګنده کړي: «موږ له همدا اوس څخه له بشري حقونو څخه د سرغړونو،د غچ اخيستلو اعمال، د ښځو پر وړاندې محدوديتونه او د اعتراضونو او د رسنيو سرکوبولو شاهد يوو. د هغې پر وينا، چې اوس په افغانستان کي د ويرې فضا حاکمه ده او د بشري حقونو څخه د سرغړوني پيښې یوازي د دغه حالاتو د مجموعي يوه برخه جوړوي. هغې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه وغوښتل چې په افغانستان کي د نړيوالو حقوقو پر ضد جنایتونه مستند کړي. 

ادغه راز د بخښني نړيوال سازمان په رپوټ کي يادونه شوی، چې د بشری حقونو په برخه کي فعالې ښځي او نارينه هره ورځ تر بريدونو لاندې راځي او طالبانو په هغوي پسې کور په کور لټون پيل کړې دې. په دغه رپوټ کي راغلي، چې د رسنيو کارکونکي، په خاص ډول خبريالان د خپل ژوند په اړه ويره لري او ډير شمير تښتيدلي او يا يې په هېواد کې ځانونه پټ کړي دي.

د دغه رپوټ له مخې مدام ډيري ښځې چادري اغوندي او پرته له نارينه څخه له کورونو نه شي وتلې.د دي خطرونو سره بيا هم د افغانستان په ډيرو سیمو کی ښځي په اعتراضونو لاس پورې کوي. په دې رپوټ کي ويل شوی، په داسې حال کي چې ځينو غونډو ته اجازه  ورکول کيږي، خو د ډير شمير بیا په تاوتریخوالي سره مخه نيول کيږې.

په آلمان کي د بخښني نړیوال سازمان مرستيالې مشرې يوليا دوخروف د آلمان له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د امکان تر حده دې په آلمان کې تر خطر لاندي افغانانو حفاظت ممکن کړي. له دې سره هغې د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو کی د سفارتخانو د ژر فعاليدو غوښتنه وکړه تر څو اړمنو کسانو ته ويزې ورکړل شي.