1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو ته د عمران خان لومړۍ سختې خبرې

۱۴۰۰ شهریور ۳۱, چهارشنبه

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي دي چې که طالبان د یوه ټول شموله حکومت په جوړولو کې پاتې راشي نو افغانستان به له یوې کورنۍ جګړې سره مخامخ شي.

https://p.dw.com/p/40dyy
Pakistan Islamabad | Imran Khan, Premierminister
انځور: Saiyna Bashir/REUTERS

عمران خان د سه شنبې په ورځ ناوخته د بي بي سي له اردو څانګې سره په مرکه کې وویل: «که هغوی [طالبان] ټول اړخونه ښکیل نه کړي نو ژر یا وروسته به یوه کورنۍ جګړه ولري.»

ښايي دا لومړۍ ځل وي چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان چې د طالبانو په ملاتړ تورن دی، طالبانو ته داسې یو سخت پیام ورکوي. خان په خپله مرکه کې زیاته کړې: «دا به نو د یوه بې ثباته او له هرج او مرجه ډک افغانستان په معنی او ترهګرو د خوښې سیمه وي. دا د اندیښنې خبره ده.»

خان په داسې حال کې دغه څرګندونې کړي دي چې د روسیې، چین او پاکستان دیپلوماتانو د طالبانو د دولت له مشر سره غونډه وکړه. په دې غونډه کې چې په کابل کې جوړه شوې وه د یوه ټول شموله حکومت پر رامنځ ته کیدو ټینګار شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د افغانستان له پاره د ګاونډیو هیوادونو ځانګړو استازو همداراز له پخواني ولسمشر حامد کرزي او پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره هم لیدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د سه شنبې په ورځ د خپلې کابینې ځینې پاتې غړي اعلان کړل چې پکې د افغانستان د ځینو نورو قوموند غړي هم شامل دي. خو لا تر اوسه پورې طالبانو د خپلې کابینې کومه ښځه غړې نه ده معرفی کړې. دا هم روښانه نه ده چې هغوی به ښځو ته په حکومت کې ځای ورکړي او که نه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمد قریشي د چهارشنبې په ورځ وویل چې هیواد یې غواړي چې نړۍ له طالبانو سره اړیکه ونیسي ترڅو په افغانستان کې د یوه بشري ناورین مخه ونیول شي، خو هغه زیاته کړه چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو کې بیړه نه شته. د افغانستان ګاونډي او نور هیوادونه اوس په دې اړه فکر کوي چې د طالبانو له حکومت سره څرنګه اړیکه ولري.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، همداراز پر طالبانو باندې غږ کړی دی چې نجونو ته ښوونځي ته تلو اجازه ورکړي. هغه وویل: «دا مفکوره چې ښځې باید تعلیم و نه کړي اسلامي نه ده. دا له دین سره هیڅ اړیکه نه لري.»

زموږ له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب