1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د کنګل شويو پېسو د آزادولو په موخه کمپاين

بريښنا صابر
۱۴۰۰ شهریور ۳۰, سه‌شنبه

په ټولنیزو رسنيو کې له يو څو ورځې راهيسې د افغانستان د کنګل شويو شتمنيو د آزادولو له پاره يو کمپاين پيل شوی دی. په دې منځ کې پاکستان هم له نړيوالو قدرتونو غوښتنه کړې چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ دې آزادي کړي.

https://p.dw.com/p/40bl8
Afghanistan Afghanistan Bank in Kabul
انځور: Getty Images/AFP/M. Hossaini

په ټولنیزو رسنيو کې د افغانستان د پېسو د آزادولو له پاره تر اوسه په زرونو افغانانو د دې هشتګ unfreezafghanmoney# په کارولو سره له نړيوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان کنګل شوي شتمنۍ دې آزادې کړي.

د ممتازالدين ممتاز په نامه د فيسبوک يوه کاروونکي د دې هشتګ په کارولو سره ليکلي: «کنګل شوې پېسې د حکومت نه، بلکې د ملت دي.» همدا راز د زينب صديقي په نوم يوې کاروونکي هم د افغانستان د شتمنيو د آزادولو غوښتنه کړې ده. نوموړې ليکلي دي: «په افغانستان کې د اقتصادي بحران د مخنيوي په موخه اړينه ده چې د افغانستان شتمنۍ آزادې شي.»

په تويتر کې هم يو شمیر افغانانو دغه هشتګ کارولی دی. د نورو ترڅنګ په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفير شکرالله عاطف مشعل په دې کمپاين برخه اخيستې ده. نوموړي د تويتر له لارې ويلي: «دا د نړيوالې ټولنې ټوليز مسئوليت دی چې پر امريکا د افغانستان د ۹،۵ میلياردو ډالرو د ژر تر ژره آزادولو غږ وکړي. افغانان دمګړي تر بل هر وخت زيات د يوه ژور اقتصادي بحران سره مخامخ دي او د دې شتمنيو کنګل ساتل به د هغوی ستونزې نورې هم زياتې کړي.»

د تويتر يوه کاروونکي جاويد صافي هم ورته غوښتنه کړې. نوموړي ليکلي: «افغانستان سرمایې په ځانګړي توګه خپلې کنګل شوې سرمایې ته اړتيا لري، که چېرې نړيواله ټولنه غواړي له افغانستان سره مرسته وکړي.»

د عبيدالله ظفر په نامه د تويتر يوه بل کاروونکي ليکلي دي: «ملګري ملتونه بايد په افغانستان کې د بې وزلۍ د ختمولو او ښيرازۍ په موخه هلې ځلې وکړي، نه دا چې د اقتصادي بحران او فقر لامل شي.»

اجمل احمدي: د افغانستان بانک له هیواده بهر ۹ میليارډه ډالرو ذخیره لري

په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته امريکا متحده ایالاتو د افغانستان د مرکزي بانک ۹،۵ ميليارده ډالر کنګل کړل او نړيوال مرسته کوونکو د دې انديښنې له کبله چې ممکن طالبان له دې مرستې څخه استفاده وکړي، له افغانستان سره مالي مرستې ودرولې.

پاکستان هم يو ځل بيا د افغانستان د شتمنۍ د آزادولو غوښتنه کړې

په دې منځ کې ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلي په درشل کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي دي چې په افغانستان کې د ژور اقتصادي سقوط مخنیوی لومړيتوب لري چې کیدای شي د بشري بحران لامل وګرځي.

Deutschland, Berlin | Außenminister: Qureshi trifft Maas
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشيانځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

قريشي له خبريالانو سره په خبرو کې د نړيوالې ټولنې په مخاطبولو سره وويل: «له یوې خوا تاسې د يوه بحران څخه د مخنيوي په موخه نوې مالي مرستې ټولوئ، خو له بلې خوا هغوی [افغانان] نه شي کولی له پېسو څخه چې په دوی پورې اړه لري، ګټه پورته کړي.»

قريشي زياته کړه: «زه فکر نه کوم چې د شتمنيو کنګلول دې له وضعيت سره مرسته وکړي. زه په ټینګار سره له چارواکو پر دې تګلاره له سره د غور غوښتنه کوم او دا چې د دغو شتمنو د آزادولو په اړه دې فکر وکړي.»

قريشي په همدې حال کې وويل چې پاکستان د طالبانو په رسميت پيژندلو بيړه هم نه لري. نوموړي وويل: «که چېرې طالبان غواړي چې په رسميت وپيژندل شي نو بايد د نړيوالې ټولنې په مقابل کې حساس او منونکي و اوسي.»