1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان: حکومت زما د وژنې توطيه جوړه کړې وه

۱۴۰۱ آبان ۲۰, جمعه

د پاکستان پخواني لومړي وزير عمران خان له دويچه وېله سره په مرکه کي وويل چي فکر کوي حکومت يې د وژلو پلان جوړ کړی ؤ. خان په دې تړاو ثبتونه وړاندي نه کړل.

https://p.dw.com/p/4JNjb
Pakistan l  PTI-Chef Imran Khan spricht auf einer Pk im Shaukat Khanum Hospital in Lahore
انځور: PTI Media Cell

د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر او پخواني لومړي وزير عمران د آلمان ږغ دويچه وېله سره ځانګړې مرکه وکړه. هغه وويل چي د اسلام آباد حکومت بيره لري چي قدرت به له لاسه ورکړي او له دې کبله د هغه د وژلو کوښښ کوي.

عمران خان وويل: «هغوی بېريږي. د ټاکنو په هکله هغوی ته معلومه ده چي سيالي نشي کولای او له دې کبله يې مقصد دا ؤ چي ما له منځه يوسي. هغوی بېلې هڅې وکړې او [په ټاکنو کي يې د برخه اخيستلو لپاره] زما د نااهله کولو د هڅې تر څنګ زما پر ضد د ترهګرۍ رسمي تورونه ولګول.»

عمران خان د دويچه وېله سره په خبرو کي اضافه کړه: «کومو کسانو ته چي تر ټولو زيات خطر دی، څوک چي غواړي چي زه ختم کړل شم، هغه اوسنی حکومت دی.»

خان د کرکټ لوبي پخوانی نامتو لوبغاړی هم تېر شوی دی. پاکستان د عمران خان په کپتانۍ کي په ۱۹۹۲ کال د کرکټ نړيوال جام ګټلی ؤ. هغه د ۲۰۱۸ څخه بيا د ۲۰۲۲ کال تر اپريل پوري د لومړي وزير په توګه دنده ولرله. هغه اوس په ټول پاکستان کي يو احتجاجي کامپاين چلوي او غوښتنه کوي چي له ټاکلي وخت مخکي دي په پاکستان کي عامه ټاکنې تر سره شي. د دغه احتجاج د مشرۍ کولو پر وخت هغه د نوامبر په دريمه نېټه په يو وسله وال بريد کي ژوبل شو.

عمران خان د احتجاج کوونکو سره پر يو ځانګړي کانټينر ولاړ ؤ چي ورباندي وسله والو ډزي وکړې چي په ترڅ کي يې پر ورنونو او پښو درې ګولۍ ولګېدلې. په دغه بريد کي د هغه يو پلوی ووژل شو او ۱۴ نور ژوبل شول.

بې ثبوته ادعا

عمران خان په دې ډاډه دی چي هغه د اسلام آباد د اوسني حکومت او د امريکا د متحده ايالاتو د يوې مشترکي توطيې قرباني دی.

 پر عمران خان د بريد وروسته هغه په روغتون کي داخل کړل شو.
پر عمران خان د بريد وروسته هغه په روغتون کي داخل کړل شو.انځور: K.M. Chaudary/AP/dpa/picture alliance

عمران خان د آلمان ږغ ته وويل چي د هغه د لومړي وزارت پر وخت په پارلمان کي د هغه پر ضد د عدم اعتماد رايه او د هغه وروسته پر هغه قاتلانه بريد ټول د يوې توطيې برخه کارونه ول.

هغه وويل: «توطيه دوې مياشتي مخکي پېل شوې وه. هغوی په دې بهانه زما د له مخ څخه ايسته کولو پرېکړه وکړه چي يو جنوني مذهبي کس ما قتل کړي.» هغه زياته کړه: «کوم کسان چي تر ټولو زيات خطر احساسوي او غواړي ما ختم کړي، هغه اوسنی حکومت دی.»

کله چي ډويچه وېله له عمران خان څخه وغوښتل چي د خپلې ادعا لپاره يو ثبوت ورسره شريک کړي، نو خان وويل چي تر اوسه چي کوم څه ورسره دي هغه «د اټکلونو پر اساس ولاړ شواهد» دي.

عمران خان د ورباندي تر سره شوي بريد وروسته روغتون کي داخل کړل شوی ؤ. په روغتون کي د هغه له پښو څخه مرمۍ وايستل شوې. هغه پر خپلو پلويانو ږغ وکړ چي د اسلام آباد پر لور خپل «لانګ مارچ» ته ادامه ورکړي او په دې توګه حکومت د نوو ټاکنو د انعقاد لپاره مجبور کړي.

د پاکستان پخواني لومړي وزير عمران خان تېره مياشت د اسلام آباد پر لور د لوی لاريون پېل کړی ؤ او هغه د ورباندي تر سره شوي بريد له کبله دې ته مجبور شو چي لاريون ودروي.

له بلي خوا د پاکستان برحال لومړي وزير شهباز شريف د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د نوامبر ۲۲مه نېټه) دا امکان يو وار بيا رد کړ چي په دغه هيواد کي به له ټاکلي وخت مخکي ټاکني تر سره شي. هغه وويل چي په هيواد کي به د پلان سره سم په ۲۰۲۳ کال عامه ټاکنې وشي.

دويچه وېله اردو/ا.ا./ب.ص.