1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د الظواهري مړی مو نه دی موندلی

۱۴۰۱ شهریور ۳, پنجشنبه

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غوڼدې ته وویل چې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري مړی یې نه دی موندلی او دا چې په دې هکله لا هم پلټنې روانې دي.

https://p.dw.com/p/4G1A4
Al Kaida Chef Aiman al-Sawahiri (Archivbild)
انځور: AUSAF Newspaper/EPA/picture alliance/dpa

امریکا متحده ایالاتو تیره میاشت ویلي ول چې په کابل کې یې د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وژلی وو.

تیره میاشت د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن ویلي ول چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په کابل کې د یوه کور په بالکن کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژلی دی.

امریکايي چارواکو د هغه وژنه د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن تر وژلو وروسته یادې شبکې ته یو ستر ګوزار بللی وو.

اسامه بن لادن د ۲۰۱۱م کال د مې میاشتې پر ۲مه نېټه د پاکستان په ایبټ آباد کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی وو.

آیا طالبان واقعا نه پوهیدل چې الظواهري په افغانستان کې وو؟