1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: ناټو ځواکونه په گډه له افغانستانه وځي

۱۴۰۰ فروردین ۲۵, چهارشنبه

د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي دي چې ناټو ځواکونه به له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو له پلان شوي اخراج سم ووځي. د ناټو د بهرنيو او دفاعي چارو وزيران نن د يوه ويډيو کنفرانس له لارې په دې اړه پر پلان سره ږغیږي.

https://p.dw.com/p/3rzoE
Belgien Brüssel | NATO Treffen der Außenminister - Antony Blinken
انځور: Olivier Hoslet/REUTERS

دا خبره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د چهار شنبې په ورځ (د اپريل ۱۴مه نيټه) په بروکسل له افغانستان څخه د سپتمبر مياشتي تر ۱۱ نيټې پورې د امريکايي عسکرو د را ايستلو په اړه تر رسمي اعلان دمخه وکړه.

دمګړۍ په افغانستان کې کابو ۷۰۰۰ غير امريکايي عسکر چې زياتره یې د ناټو له غړيو هيوادونو څخه دي، ميشت دي. پر دې سربيره په دغه هېواد کې د استرليا، نوي زيلند او ګورجستان يو شمير عسکر هم ماموريت لري. دا عسکر د خپلو روزنیزو ماموريتونو د طرحه کولو او چارو پر مخ وړولو له پاره د امريکا د هوايي ځواک په ملاتړ تکيه کوي.

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن په بروکسل کې وويل چې اوس وخت را رسېدلی دی چې ناټو هغه اصل تعقيب کړي چې متحدين يې يوځای افغانستان ته تللي ول او يو ځای به ترې را وزي.

نوموړي زياته کړه: «زه دلته راغلی يم څو له خپلو متحدينو او د ناټو له عمومي منشي سره په ژوره همکارۍ هغه پرنسيپ تعقيب کړم چې له سره مو خپل کړی وو: دا چې يوځای ننوځو، يوځای عملي کوو او يو ځای ترې را وځو.»

اړونده موضوع:جرمني له افغانستانه د عسکرو د وتلو په هکله د ناټو د یووالي تمه لري

بلينکن په داسې حال کې چې د ناټو عومي منشي ينس ستولنتبيرګ یې ترڅنګ ولاړ وو، وويل: «موږ به په راتلونکو مياشت کې له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د يوه خوندي، سنجول شوي او منظم اخراج د عملي کولو له پاره ژوره همکاري ولرو.«

د ناټو د بهرنيو چارو او دفاع وزيران به د چهار شنبې په ورځ ناوخته د يوه ويديويي کنفرانس له لارې پر خپلو طرحو وغږيږي.

د ناټو يوه لوړ پوړي ديپلومات رويترز خبري آژانس ته وويل چې داسې تمه نه کیږي چې ګني د ناټو يو متحد دې هم د سپتمبر تر ۱۱ نيټې پورې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د اخراج د رسمي اعلان سره چې بايدن به یې نن د چهار شنبې د ورځې په اوږدو کې وکړي، مخالفت ولري.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: