1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ستولتنبرګ: طالبان باید تاوتریخوالی راکم کړي

۱۳۹۹ بهمن ۲۹, چهارشنبه

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ ویلي دي چې طالبان باید تاوتریخوالی راکم کړي او د القاعدې په څیر له ترهګرو ډلو سره اړیکي پرې کړې. هغه ویلي چې د ځواکونو راوتل په شرایطو پورې تړلي دي.

https://p.dw.com/p/3pVOm
Brüssel | Treffen NATO Verteidigungsminister | Jens Stoltenberg
انځور: NATO

د ناټو د دفاع وزیرانو دوره ورځنۍ غونډه د چهارشنبې په ورځ په بروکسل کې پیل شوه. د چهارشنبې د ورځې په غونډه کې په دغه سازمان کې د اصلاحاتو او پوځي بودجې د زیاتیدو په هکله بحثونه وشول.

د ناټو عمومې منشې ینس ستولتنبرګ د چهارشنبې په ماښام ناوخته د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل مشروط دي: «په افغانستان کې زموږ حضور په شرایطو پورې تړلی دی.» هغه یو ځل بیا یادونه وکړه چې طالبان باید خپلې کړې ژمنې پوره کړي.

هغه په خپلو څرګندونو کې دا هم وویل چې اوس ټوله توجه دې ته ده چې څرنګه د سولې د بهیر ملاتړ وکړی شي او څه ډول دغه بهیر ته بیا قوت وروبښل شي. هغه زیاته کړې چې سوله ایز حل، یوازینۍ لار ده.

Brüssel | Treffen NATO Verteidigungsminister | 
انځور: NATO

ینس ستولتنبرګ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د یوولسمې له پيښې وروسته د ناټو متحدینو له امریکا متحده ایالاتو او نورو شریکانو سره په ګډه افغانستان ته د تلو پریکړه کړې وه، دوی د خپل حضور په هکله ګډې پریکړې کړې وې او دوی به «پر سم وخت [له افغانستانه] د راوتلو په هکله هم په ګډه پریکړه وکړي.»

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ میاشت کې د شوي توافقنامې له مخې امریکایي ځواکونه باید د اپریل تر پایه له افغانستانه راووځي. د دې په بدل کې بیا طالبانو ژمنه کړې وه چې د افغانستان له خاورې به د متحده ایالاتو او شریکانو پر وړاندې کوم ترهګر فعالیت نه کیږي، له افغان حکومت سره د سولې خبرې اترې به پیلوي او له القاعدې سره به اړیکې پرې کوي.

خو په سپتمبر میاشت کې د بین الافغاني مذاکراتو د پیلیدو سربیره هم په دغه بهیر کې کوم خاص پرمختګ نه لیدل کیږي او د تاوتریخوالي کچه هم زیاته شوې ده.

Brüssel | Treffen NATO Verteidigungsminister | 
انځور: NATO

د ناټو عمومي منشي په دغه خبري کنفرانس کې وویل چې مهمه موضوع دا ده چې طالبان تاوتریخوالی راکم کړي، په ښه نیت مذاکرات وکړي او «طالبان د القاعدې په څیر د ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي.»

هغه په خپلو څرګندونو کې دا هم وویل چې په افغانستان کې د ناټو د غړو هیوادونو او نورو شریکانو لس زره ځواکونه حضور لري چې زیاتره یې د متحده ایالاتو څخه نه دي چې دا د ناټو ارزښت ښيې. هغه وویل چې دوی د افغانستان د وضعیت په هکله په ګډه ارزونه کوي او په ګډه د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ کوي.

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایدن واک ته تر رسیدو وروسته دا د ناټو د دفاع وزیرانو لومړنۍ غونډه ده. د چهارشنبې ورځې غونډه د ناټو اړونده مسایلو ته ځانګړې شوې وه او د افغانستان د موضوع په هکله د پنجشنبې په ورځ بحثونه کیږي.

د امریکا متحده ایالاتو نوي حکومت له طالبانو سره د شوي تړون د ارزولو خبره کړې ده. د ناټو تر غونډې یوه ورځ دمخه طالبانو په یوه پرانیستي لیک کې له امریکا متحده ایالاتو غوښتي ول چې د دوحې تړون عملي کړي.

تر دې دمخه طالبانو له افغانستانه په می میاشت کې د بهرنیو ځواکونو د نه وتلو په صورت کې د امریکا پر وړاندې د جګړې د پیلیدو یادونه هم کړې وه.

په پام کې ده چې د پنجشنبې په ورځ د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د افغانستان د ماموریت په هکله بحثونه او احتمالا نوې پریکړې وشي.