1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو له افغانستانه د وتلو په اړه بحث کوي

۱۳۹۹ آذر ۱۱, سه‌شنبه

د ناټو د بهرنيو چارو وزيران نن سه شنبه د يوه ويډيويي کنفرانس له لاري په افغانستان کي د خپل ماموريت د راتلونکي په اړه بحث کوي.

https://p.dw.com/p/3m3Gd
Nato-Treffen in Brüssel
انځور: Reuters/Y. Herman

د ناټو د بهرنيو چارو وزيران به په دغه ويډيويي کنفرانس کي له طالبانو سره د سولي خبري و ارزوي.

د آلمان خبري آژانس په دې اړه راپور کي ليکلي دي چي د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولي د خبرو نتيجه کيدای سي تر می مياشتي پوري په افغانستان کي د ناټو ځواکونو ماموريت پای ته ورسوي.

د ناټو د بهرنيو چارو وزيران پر دې سربيره له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د ژر وتلو په اړه هم بحث کوي. ترمپ اعلان کړی دی چي د جنوري مياشتي تر نيمايي پوري به په افغانستان کي د خپلو عسکرو شمېر له ۴۵۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راکښته کړي.

د دې کنفرانس بله موضوع په ناټو کي د اصلاحاتو ده. د کارپوهانو يوې ډلې د دغه تړون د سياسي پياوړتيا او د غړو ترمنځ د سلا مشورو د لا ښه کولو له پاره تر سلو زيات پيشهادونه وړاندي کړي دي.

د چهارشنبې په ورځ به بیا وزيران له چين سره د سياست او توري بحرې د وضعيت په اړه بحث وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب