1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ناټو د افغانستان ماموريت اوس له ګواښ سره مخامخ نه دی»

۱۳۹۹ آذر ۷, جمعه

له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه د ترمپ پلان، ناټو تړون له سختي انديښنې سره مخامخ کړ. خو امريکا متحده ايالاتو اوس ناټو ته ډاډمنتيا ورکړې ده.

https://p.dw.com/p/3ltqw
Austin Scott Miller Nato-Oberbefehlshaber in Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/M. Hossaini

امريکا متحده ايالاتو ناټو ته ډاډ ورکړی دی چي په اول سر کي به په افغانستان کي د ناټو ماموريت قطع نه سي. د ناټو ديپلوماتانو د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کي رپوټ ورکړ چي د ناټو له پاره ګومارل سوي جنرال سکاټ ميلر په حواله، د ځواکونو د راکمولو په اړه د نوو پلانونو پرته به ددغه ماموريت له پاره لازم امريکايي مهارتونه پر خپل ځای پاته وي.

په دې ډول بايد نور متحدين هم د خپلو ځواکونو شمير تر يو ځايه پوري عيار کړي. د آلمان پوځ د شاوخوا ۱۳۰۰ سرتيرو په درلودلو سره د افغان ځواکونو د روزلو له پاره د ناټو په چوکاټ کي فعاليت کوي.

د ولسمشر دونالد ترمپ حکومت څو ورځي مخکي له خپلو نورو متحدينو سره له مشورې پرته اعلان وکړ چي په افغانستان کي به د خپلو ځواکونو شمير د جنورۍ تر ۱۵ مي پوري ۲۵۰۰ ته راکم کړي. تر دغه اعلان وروسته په ناټو کي په اول سر کي تشويش رامنځته سو چي دغه ډول پريکړه به د هغوی د ماموريت له پاره په څه معني وي.

د هغه علت داوو چي امريکايي ځواکونه په اوس وخت کي داسي مهارتونه ښکاره کوي چي د ناټو  نور غړي هيوادونه يې په لنډ مهاله ډول ځای نه سي نيولای. د مثال په ډول د يوې پيښي پر مهال د زخمي سرتيرو له پاره هوايي او د ژغورني امکانات. د رسمي معلوماتو له مخي په دا وروستيو کي شاوخوا ۴۵۰۰ امريکايي سرتيري په فعاليت بوخت ول.

د ځواکونو د راايستلو په هکله د امريکا متحده ايالاتو د پلان علت، هغه تړون دی چي د ترمپ حکومت له وسله والو طالبانو سره لاسليک کړی دی. په هغه کي د نورو تر څنګ د ۲۰۱۲م کال د اپريل تر پايه د ټولو امريکايي او ناټو ځواکونو ايستل په پام کي نيول سوي دي. طالبان به ددې کار په مقابل کي په هيواد کي زورزياتي کم کړي.

د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبيرګ څو ورځي مخکي اعلان وکړ چي د راتلونکي کال په فيبروري مياشت کي به د دغه تړون د دفاع وزيرانو په يوه غونډه کي د ماموريت په هکله پريکړه وسي.

Ag/ گ.پ/ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب