1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بوسنيا: مهاجر بيرته سوځېدلي کمپ ته ستانه کړل سوي

۱۳۹۹ دی ۱۱, پنجشنبه

هغه هڅه چي په بوسنيا کي دي بيهچ ته نيژدې کمپ څخه مهاجر، په سراييو کي يوې نظامي قشلې ته انتقال سي، له ناکامۍ سره مخامخ سوه. ددغي ستونزي حل لا نه ترسترګو کيږي.

https://p.dw.com/p/3nP53
Bosnien und Herzegowina | Flüchtlingslager Lipa bei Bihac
انځور: Kemal Softic/AP Photo/picture alliance

بيا هم معلومه نه ده چي شاوخوا ۵۰۰ بې سرپناه مهاجر به، د بوسنيا له شمال لويديځ څخه د دغه هيواد په دننه کي يوه مخکي له مخکي په نظر کي نيول سوي ځای ته انتقال سي او که څنګه. بيهچ ته نيژدې د مهاجرو د سوځيدلي کمپ د له منځه وړلو کار هغه وخت په ټپه ودريد چي په سراييو کي د کونجيچ د کلي خلکو او سياستوالو، يوې نظامي قشلې ته د دغو بې سرپناهو مهاجرو د انتقال پرضد مظاهرې وکړې.

د بوسنيا حکومت نوموړې قشله د دغو مهاجرو د اوسيدو له پاره په پام کي نيولې وه.

له ناچارۍ څخه بيرته تخريب سوي کمپ ته ستنيدل

مخکي له هغه چي په سونو مهاجر نوموړي تخليه سوي کمپ ته بيرته ستانه سي، څه ناڅه ۲۴ ساعته يې د هغوی د ترانسپورت له پاره مؤظف سوو بسونو ته انتظار وکړ.

لکه څنګه چي د «کليکس با» په نامه بوسنيايي خبري آژانس رپوټ ورکړی دی، هغه بسونه چي مهاجر يې بايد کونجيچ ته انتقال کړي وای، پرته له کومي عملې څخه بيرته ستانه سول. دغه مهاجر مخکي له دې چي د مهاجرت د نړيوال سازمان په ملاتړ نوموړي کمپ ته بيرته ستانه سي، تر شنه آسمان لاندي بې سرنوشته پرې ښودل سوي ول.

په بوسنيا کي د مهاجرو پر وړاندي روحيه هغه وخت بدله سوه چي د بالکان هيوادونه ددغو مهاجرو په مسير باندي واوښتل. که څه هم مهاجر نه غواړي په بوسنيا کي پاته سي خو بيا هم د هغوی په زرونو کسان هلته بند پاته دي، دا ځکه چي تر اوسه په دې نه دي توانيدلي چي له سرحدي کرښي څخه د اروپايي ټولني غړي هيواد، کرويشيا ته تير سي.

د ليپا کمپ يوه اونۍ مخکي د مهاجرو نړيوال سازمان (IOM) له خوا تخليه سو، دا ځکه چي بوسنيايي چارواکو خپله هغه ژمنه عملي نه کړه چي نوموړی کمپ په ژمنيو وسايلو سمبال کړي. همدارنګه د هغه له پاره کوم بل بديل هم په پام کي نه وو نيول سوی.

له دغه کمپ څخه نږدې ۱۰۰۰ مهاجر ۲۵ کيلومتره ليري يوه خراب استوګنځای ته واستول سول. ځينو ځوانانو له قهر او غوسې څخه خيمو او کانتينرو ته اور واچاوه. له هغه راهيسي د ياد سوځيدلي استوګنځي نارينه او ښځو په واورو او يخني کي د انتظار شپې او ورځي تيرولې. په دغه کمپ کي نه مرکزګرمۍ وې او نه هم پاکي اوبه.

د اروپايي ټولني کارکوونکي او مرستندويي ټولني د مهاجرو په برخه کي له يوه بشري ناورين څخه خبرداری ورکوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب