1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بوسنیا کې د مهاجرو کمپ سوځیدلی

۱۳۹۹ دی ۴, پنجشنبه

په بوسنیا کې د لیپا کمپ سوځیدلی او نور د استوګنې وړ نه دی. ملګري ملتونه وایي چې د هغو کسانو شمیر چې په ځنګل او سړکونو کې اوسیږي کابو ۳۰۰۰ تنو ته لوړ شوی. په دغه کمپ کې پر افغانانو او پاکستانیانو سربیره نور مهاجر هم وو.

https://p.dw.com/p/3nBVU
 Bosnien und Herzegowina I Schliessung des Migrantenlagers Lipa in Bihac
انځور: Dragan Maksimovic/DW

د چهارشنبې په ورځ ماسپښین د بوسنیا په لویدیځ کې د «ليپا» په نوم مهاجر کمپ کې اور ولګید. ۳۰ کلن مهاجر حلیم چې پاکستانی دی ویلي دي چې «موږ نه پوهیږو چې اور چا لګولی دی. کله چې مو اور ولید، له خپلو شیانو سره د باندې وتښتیدو.»

د مهاجرت نړیوال سازمان د لویدیځ بالکان همغږي کوونکي پېتر فان دیر اوویرارت، ویلي دي: «په هغه څه چې تر اوسه پوهیږو دا دي چې زیاتره پناه غوښتونکي له کمپه وتلي دي.» د مهاجرت نړیوال سازمان د چهارشنبې تر سهاره د دغه کمپ چارې پر غاړه درلودې.

 Bosnien und Herzegowina I Schliessung des Migrantenlagers Lipa in Bihac
انځور: Dragan Maksimovic/DW

تر اور لګیدنې دمخه د مهاجرت نړیوال سازمان د دغه کمپ د چارو پرمخ وړلو څخه د لاس اخیستی اعلان کړی وو. فان دیر اوویرارت، روښانه کړې ده چې په دغه کمپ کې وضعیت ډیر خراب وو او د دوی سازمان د چارو پرمخ وړلو څخه د لاس اخیستو پرته بل انتخاب نه درلود: «په ليپا کې د انسانانو د پاتېدو له پاره هیڅ شرایط برابر نه وو.»

د ۲۰۱۸م کال له سپتمبر میاشتې راهیسې په زرونو مهاجر چې زیاتره یې د افغانستان، پاکستان، مراکش، ایران او عراق دي د بوسنیا په لویدیځه سیمه او هرزګوینا کې اوسیږي. د هغوی هدف اروپایي اتحادې ته رسیدل دي. د اروپایي اتحادیې پر غړي هیواد کروشیا باندې تل تورونه لګول کیږي چې په غیر قانوني ډول د مهاجرو په اخراج سره د دې مخه نیسي، چې هلته د پناه غوښتنه وکړي.

 Bosnien und Herzegowina I Schliessung des Migrantenlagers Lipa in Bihac
انځور: Dragan Maksimovic/DW

د بوسنیا لوري ته دوه کاله دمخه په پرتله له مهاجرو سره د خلکو په چلن کې سخت توپیر راغلی دی. له ۱۹۹۲م کال څخه تر ۱۹۹۵م کاله پورې د بوسنیا د جګړې پر مهال زیاتره بوسنیایان هم مهاجر شوي ول. په ۲۰۱۸/۱۹ م کلونو کې هم هغوی له مهاجرو سره ښه چلن کاوه. د بیهاچ او ویلیکا کلادوسا، له سیمو تیریدونکو مهاجرو ته به د ځای خلکو له لوري اوبه او یا خوراک ورکول کیده او موبایلونه به یې چارج کیدل.

خو په وروستیو کې د غلاوو په هکله شکایتونه زیات شوي دي، او له ۳۰۰۰ تر ۴۰۰۰ مهاجر چې د بوسنیا په لویدیځ کې اوسیږي مسئول ګڼل کیږي او تل د بهرنیانو پر ضد احتجاجونه کیږي. یو علت یې دا دی چې د دغه کړکیچ ختمیدل نه تر سترګو کیږي، دا ځکه چې د بوسنیا هرزګوینا دولتي بنسټونه د حل لارې د موندلو پر ځای د یوه او بل مخه نیسي. تر جګړې وروسته د دغه هیواد پیچلی دولتي جوړښت د مهاجرو د کړکیچ سره د چلن وړتیا نه لري.

Migrantenkrise in Bosnien und Herzegowina
انځور: Dragan Maksimovic/DW

سړه هوا او د مهاجرو نامعلوم برخلیک

د مهاجرت نړیوال سازمان څخه فان دیر اوویرارت، ویلي دي چې دا د مهاجرو له پاره یوه بده ورځ ده او په خبره یې «۱۳۵۹ انسانان نور د اوسیدو له پاره کوم ځای نه لري.» د ځایي اوسیدونکو له پاره په کمپ کې اور لګیدل یو ښه خبر نه دی. ډیری کسان چې دمخه په کمپ کې اوسیدل د بېهاچ پر لور پیاده خوځیدلي دي، چیرې چې د ځایي اوسیدونکو یوه برخه له میاشتو راهیسې د مهاجرو پر وړاندې احتجاجونه کوي.

په بوسنیا کې د ملګرو ملتونو نمایندګۍ د نوي وضعیت په هکله انديښنه څرګنده کړې ده.

۳۰ کلن پاکستانی پناه غوښتونکی حلیم وایي «موږ اوس چیرې ولاړ شو؟» د هغه په خبره دوی یوازې د یو وخت خواړه او یوه بستره لري. هغه غواړي په بیهاچ کې ترهغه وخته انتظار وکړي چي د اوسیدو نوی ځای یې وټاکل شي. هغه اوسمهال تر شنه آسمان لاندې دی او هوا مخ پر سړیدو ده.

زموږ له آرشیف څخه: