1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بيلگراد پر سړکونو مهاجر ماشومان

۱۳۹۹ دی ۱۰, چهارشنبه

د صربستان په پلازمينه کې هغه مهاجر ماشومان چې پرته له خپلو والدينو يې مهاجرت کړی د ژمې په سړه هوا کې په کوڅو کې شپې او ورځي تيروي.د هغوی راتلونکی برخليک د نړیوالو انساني قاچاقبرانو په لاس کې دی.

https://p.dw.com/p/3nNcc
Serbien Belgrad | Balkanroute  unbegleitete minderjährige Flüchtlinge
ډیری مهاجر غواړي چې ځانونه د غربي اروپا هیوادونو ته ورسويانځور: Idro Seferi II/DW

د بيلګراد پر سړکونو سړه هوا لګيږې. د پلازمينې اوسیدونکي د جنوري مياشت پر اوومه نيټه د ارتوديکس اختر لمانځلو ته تياری نيسي. له کرونا سره بيا هم بازارونه پرانيستې دي. په پنډو بالاپوښونو کي خلک ګرزي او د خپلې خوښي توکې رانیسې.

د ښار د مرکز په څنډه کې د بسونو تم ځای ته نږدي څيلينيکا سړک کې يو بل حالت دې. ترمينل ته نږدې په کوچني پارک کې يو ډله ماشومان او تنکي ځوانان راټول دي. په دوی کې تر ټولو کمکې ۱۱ کلن او غټ يې ۱۷ کلن دی. دوی له والدينو پرته راغلي او زيات يې افغانان دي.

په دوی کې ځينو يې سپيني کمپلې له ځانونو تاو کړي. يو تنکی ځوان وايې:«دا مې له مارکيټ څخه رانيولی دی.» د هغه سپورتې بوټان او لنډي جرابې په پښو دي.

ځينې بيا له سړو ريږدې. د ټولو په څيرو کې ستړيا ښکاري. دوی د هنګري يا کرويشيا سرحدونو پر لور سفر کولو ته انتظار باسي. د شيرکات په نوم يو ځای تر اوسه يو ځل توانيدلی دی چې له صربستان څخه ووځي، خو د اروپا په سرحد کي وضعيت سخت وو: «په کرويشيا کې پليسو زما مبايل راڅخه غلا کړ او زه يې بیرته راوګرزولم.» په صربستان کې د مهاجرو په کمپونو کي وضعيت سخت دی. د هغه نوم ثبت شوی نه دی او د مرستو ترلاسه کولو له پاره هيڅ لار نه لري.

Serbien gestrandete Migranten leben in verlassenen Gebäuden in Belgrad Gesundheitscheck Ärzte ohne Grenzen
په سربیا کې يو شمیر مهاجر د يوه سیار کلینيک مخې ته - آرشيف انځور: Marko Drobnjakovic/MSF

د سيف ده چلدرن ادارې څخه بوګدان کراسيک په دي ستونزو پوهيږي او وايې: «دغه ماشومان غواړي د نورو هيوادونو پر لور سفر وکړي. دوی نه غواړي چې په صربستان کي پاتې شي. د پناه غوښتونکو په رسمي کمپونو کي هم ډير ماشومان دي او په خواشينۍ سره چې له کمپونو بهر هم ډير ماشومان شته. دا آسانه نه ده چې له دغه ځوانانو سره مرسته وشي. دوی نه غوښتل چې نومونه يې ثبت شي او غواړي د لويديځې اروپا پر لور سفر وکړي، د مرسته رسونکو سازمانونو او پليسو څخه مخ اړوي.»

شيرکات او نور ملګري يې د يوې ودانۍ جوړولو په ځای کې چې پارک ته مخامخ دی بیده کيږې. دغه ځاي د بازار هغه سړک ته نږدې دی چې ډيري مغازې او سوداګريزي ودانۍ پکي دي. په دي شپه دغه هلکانو دا تعميراتي ځای پرايښې او داسي ښکاري چې لږ مخکي دلته ول.

هدف: فرانسه

رضوان الله او اکرام ځانونه افغانان ښيي او وايي چې دواړه پنځلس کلن دي او غواړي چې څومره ژر امکان ولري مخ پر وړاندي سفر وکړي. دوی له دوو نورو هلکانو سره پر سړک ويده وي. دوی له جمپرونو سره په کمپلو کي پراته دي، خو بیا هم له سړو ريږدي. دوی توشکونه نه لري. يوازي يو نری پلاستيک دوي له کانکرييټې سړک څخه جلا کوي. رضوان الله غواړي فرانسي ته ولاړ شی، هلته يې خپلوان دي. هغه درې نيم کاله په ترکيه کي تېر کړي. هلته يې کار کاوه، خو د کار په بدل کې پيسې نه ورکول کېدلې، بيا يونان ته تللی دی. رضوان الله وايې: «د يونان پلیسو زه ووهلم او بيرته يې ترکيې ته واستولم.» هغه بيا وروسته توانیدلی چې د شمالي مقدونيا له لارې بيلګراد ته ورسيږي.

په کمپ کي د کمکیانو د ځای نه شتون

Serbien Belgrad | Balkanroute  unbegleitete minderjährige Flüchtlinge
د سړک پر سر په سړه هوا کې پراته مهاجرانځور: Idro Seferi II/DW

له لسو ورځو راهيسې رضوان الله او اکرام د صربستان په پلازمینه کي دي. رضوان الله دا ښه ګڼي چې په يو کمپ کي د کم عمره پناه غوښتونکې په توګه ورته ځای پيدا شي. که څه هم دا آسان کار نه دی: «زه ۱۵ کلن يم او تراوسه په دريو کمپونو کي اوسیدلی يم. هلته هغوی په ما باور نه کوو چې زه دې ۱۵ کلن يم. هغوی راته وويل چې زه بايد د ډير عمر کسانو کمپ ته ولاړ شم او ماته يې کوم کارت او پيژند پاڼه رانه کړه.»

د انساني قاچاق نړيواله شبکه

په ترکیه کي د پناه غوښتني د چارو مسولين او په يونان کي له يونان څخه د کرويشيا او هنګري پر لور د ډيرو مهاجرو د تگ په اړه انديښنه لري.

د سيف د چلدرن د روان پيژندونکی د برخي کارکوونکې کاتارینا ايوانويک چې په بالکان کي د بې سرپسته مهاجر ماشومانو په اړه څيړنه کړې، د بيلګراد پر سړکونو يې له څلويښتو کمکيو بې سرپرسته ځوانانو سره مرکې کړي دي.

هغه وايي هغه ماشومان چې يوازي سفر کوي، د تېښتې ټول کنترول يې له قاچاق کوونکو سره وي. هغه د يو قاچاق کونکي په اړه وايې چې په خپله په افغانستان کي دی او له هغه ځايه په بهر کې د انساني قاچاقبرو سره اړيکې لري.

د مور او پلار نقش

ډېر کله ميندې او پلرونه چې کوم قاچاق بر لټوي، ترڅو خپل مشر زوی يوازي د لويديځې اروپا پر لور وليږې، کورنۍ خپل ځان پوروړی کوي او د قاچاق کونکو دغه مقررات به مني. ايوانويک وايې: «موږ فکر کوو چې ميندي او پلرونه به خپل ماشومان پريږدي چې ولاړ شي او مرسته به ورسره نه کوي. خو دا سمه نه ده. دوی کوښښ کوي په ځينو برخو کي خپل کنترول ولري.»

Serbien Belgrad | Balkanroute  unbegleitete minderjährige Flüchtlinge
په سړه هوا کې له ډيرو کمو امکاناتو سره ژوندانځور: Idro Seferi II/DW

د لويديځې اروپا پر لور ځايي قاچاق کوونکې په افغانستان کي له انساني قاچاقبرانو څخه معلومات اخلي او له ماشومانو سره اړيکه نيسې. ماشومانو ته په لاس کي پيسې ورکول په دي ډول دي: ډير ماشومان پيسې له ځان سره نه لري. هغوی پوهيږې چې دا خطرناک کار دی. پلار او مور يې څومره پيسې چې له قاچاق کونکو سره ويلې وي، په هماغه اندازه پیسې ورته په هغه ځای کې ورکول کيږې. ماشومان تر يو حده د پلار او مور سره په اړیکه کې وي... قاچاق کوونکي ورته د تليفون کارت له پاره پيسې ورکوي او هم يې کنترولوي چې خپل مور او پلار ته څه وايې.

تيری او ناوړه چلن

په ډيرو پيښو کي له ماشومانو سره ناوړه چلند او پرې جنسي تيري شوي دي. په دې اړه نه شي کولې چې د خپل پلار او مور سره خبرې وکړې ايوانویک وايې: «هغوی بايد خپلو والدينو ته انديښنه پيدانه کړي. هغوی داسې فکر کوي: زه بايد مخکې ولاړشم او ځواکمن اوسم. زه لوی شوی يم او نور کوم کوچني ماشوم نه يم.»

د ايوانويک په اند «دا يو سیستم جوړشوی. کله ماشومان ځانونه ژغورې، خو په ډيرو پيښو کي نه شې کولې او ډيري ناوړه پيښې تجربه کوي... د ماشومانو ددغه ډول پيښو رسمي ارقام نشته. د کرونا وبا له پيل سره سم د مرستندويه سازمانونو کارونه په ټپه دريدلې دي. هغه چې د بالکان پر لار د بې سرپرسته ماشومانو سره به يې مرستې کولې اوس نشته.