1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرڅ: نور سيمه ایز افغان کارکوونکي به ونه منو

بريښنا صابر | رويټرز
۱۴۰۳ اسفند ۱, چهارشنبه

د آلمان صدراعظمۍ ته کانديد فريدرش ميرڅ، اعلان کړی دی چې که واک ته ورسېد، ځيني افغان پناه غوښتونکي به اخراج کړي او په پام کې لري چې د آلمان د پوځ د پخوانيو سيمه ایزو کارکوونکو او د کورنيو د منلو پروګرام به ودروي.

https://p.dw.com/p/4qiM0
د آلمان د مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال ګوندونو کانديد فريدرش مېرڅ
مېرڅ وويل چې د آلمان د پخوانيو سيمه ایزو کارکوونکو او همدا راز د کورنيو د منلو روان پروګرامونه به ودروي.انځور: Ronka Oberhammer/DW

د آلمان د مسحي ديموکرات او مسيحي سوسيال ګوندونو له خوا صدراعظمۍ څوکۍ ته کاندید فريدرش میرڅ، ويلي دي چې د حکومت په بدليدو سره په پام کې لري افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د اخراج لړۍ پېل کړي.

نوموړي همدا شان زياته کړې ده چې د آلمان د پخوانيو سيمه ایزو کارکوونکو او همدا راز د کورنيو د منلو روان پروګرامونه به ودروي.

د آلمان په هاله ښار کې د مسيحي ديموکرات ګوند په يوه ټاکنیز غونډه کې د ياد ګوند دغه مشر وويل چې دا به هغه لومړي ګامونه وي چې دی به یې د حکومت تر بدلیدو وروسته ترسره کوي.

میرڅ، زياته کړې: «موږ به د دې زمينه برابره کړو چې افغانستان ته اخراجونه هم ترسره شي. کله چې موږ له افغانستان سره د کال ۳۰۰ میلیونه يورو پراختيايي مرسته کوو،.... نو بيا موږ د دا انتظار درلودلی شو چې طالبان دې هم هغه کسان بيرته ومني چې موږ یې دلته په آلمان کې نور نه غواړو.»

طالبان چې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې واک ته رسېدلي دي، تر اوسه د لوېدیځ د يوه حکومت له لوري هم په رسميت نه دي پيژندل شوي.

ایا المان د مهاجرت له بحران سره مخ دی؟

په دې وروستيو کې په آلمان کې د يو شمير خونړيو پېښو د ترسره کیدو وروسته چې شکمن عاملين یې پناه غوښتونکي او يا د مهاجرت رېښې درلودونکي دي، د رد شويو پناه غوښتونکو بيرته خپلو هېوادونو ته د استولو او د آلمان پر پوله د کلک کنترول له پاره غږونه ډېر شوي دي.

«له طالبانو سره کوم زيان نه لري»

د «آلمان له پاره بديل ګوند» يا «ای اف ډي» ګوند مشرې اليس واېدل، هم چې د صدراعظمۍ څوکۍ ته نومانده ده، د آلمان له «ای آر ډي» تلویزيون سره په مرکه کې غوښتنه وکړه چې د مونشن بريد د پايلې په توګه دې په جرمونو کې ښکيل افغانان بيرته خپل هېواد ته وليږدول شي.

د آلمان په مونشن ښار کې یوه افغان پناه غوښتونکي دخلکو پر یوې ګڼه ګوڼه باندې موټر ور ځغلولی وو. په دې ترڅ کې په لسګونه کسان ټپیان شول چې بيا له سختو ټپی شويو څخه یې يوه مور او د هغې دوه کلن ماشوم ژوند له لاسه ورکړ. دغه شکمن عامل پولیسو نیولی دی او تر پوښتنو ګرويږنو لاندی دی.

اړونده موضوع: «د المان زرغون ګوند د اخراج په اړه له طالبانو سره مذاکره ردوي»

 واېدل، وويل: «موږ به هغوی څومره ژر چې امکان لري، اخراج کړو.» هغې زياته کړه چې په دې موخه به هغه له طالبانو سره هم خبرې اترې وکړي.

وايدل، وويل: «زما په آند سړی بايد په عمومي توګه د خبرو اترو وړاندیز ومني. له يو بل سره خبرې اترېکوم تاوان نه لري او حقيقت دا دی چې موږ بايد څومره ژر چې امکان ولري له مجرمو افغانانو څخه ځان جلا کړو.»

هغې وويل چې که چېرې دا امکان ونه لري نو [په ټاکنو کې د بريا په صورت کې] د «ای اف ډي» په مشرتوب حکومت به له ګاونډيو هېوادونو سره په دې تړاو خبرې وکړي چې هلته د اخراج شويو له پاره د ساتني کمپونو رامنځته کړل شي.

بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب