1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

 ملکې ته «سپکاوی»؛ ماليزیايي فلمي ممثل توقیف شو

۱۴۰۰ اردیبهشت ۴, شنبه

د مالیزيا ملکې ته د سپکاوي په تور، پولیسو د دغه هیواد یو فلمي ادا کار نیولي دی. دغه فلمي ايکټر د ملکې پر انستاګرام باندې هغې ته طنزي جمله ليکلې وه.

https://p.dw.com/p/3sWSZ
Malaysia Königin Tunku Azizah Aminah Maimunah
انځور: MOHD RASFAN/AFP/Getty Images

د مالیزیا د پوليسو له خوا د نیول شوي مالیزيايي فلمي ادارکار نوم فهمي رضايي ښودل شوی دی. هغه د جمعې په شپه د اپريل ۲۳مه نيول شوی دی. پر هغه باندې تور دی چې د دغه هیواد د اساسي قانون له مخې يې د پاچا میرمنې ته سپکاوی کړی دی. د بشر حقونو څخه د دفاع سازمانونو، د فهمي رضايي نیول غندلي او دا یې د بیان آزادۍ خلاف عمل بللی دی.

ويل شوي چې د فهمي رضايي له خوا د ملکې تُنکو عزيزه آمينه ميمونه اسکندريه پر انستاګرام داسې الفاظ ليکل شوي چې توهين آمیزه ګڼل کيږي. د پولیسو د اعلاميې مطابق، دغه ادا کار د پورټل سپوټي فايي (Spotify)  د سندرو يو نوملړ هم آپلود کړی چې په د هغو په سندرو کې د «حسد» لفظ هم شامل دی. د سندرو له لست کې د ملکې يو انځور هم شامل دی.

دغه مالیزیاي هنرمند پر خپل انستاګرام باندې د خپرو شوو کلماتو یو لینک پر خپل فیسبوک هم خپور کړی دی چې په هغه کې هم د سندرو لست موجود دی.

 رضايي د بې لارې کونکو او د مخابراتي قوانینو څخه د سرغړونې په تور نيول شوی چې اوس د جنايي جرمونو پر اساس تر تحقیق لاندې دی. دغه ټول معلومات د پولیسو د جنايي جرمونو د تحقیقاتو د څانګې مشر حضور محمد رسنيو ته کړي دي.

رضايی تر دې وړاندې د پخواني صدراعظم نجیب رزاق د پيښو کولو په تور هم نيول شوی او سزا ورته اورول شوې وه، چې وروسته دغه سزا د یوه حکومتي فرمان له مخې لرې کړل شوه.

دويچه وله اردو/م.ک.ص./ا.ا