1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ایران: په مظاهرو کې شدت او د سفر اړوند د المان نوی خبرداری

۱۴۰۱ مهر ۳۰, شنبه

د تیرو پنځو اونیو راهیسې په ایران کې شدیدې مظاهرې روانې دي او یو شمیر سخت دریځو د مظاهره کوونکو پر وړاندې د لا شدیدو اقداماتو غوښتنه کړې. بل لور ته المان ایران ته د سفر کونکو له پاره د خبرداري کچه لوړه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4IXpu
Solidarität mit den Protesten im Iran, Demo in Berlin
انځور: Markus Schreiber/AP Photo/picture alliance

د رپوټونو په حواله د اکتوبر میاشتې په ۲۱ نیټه د جمعې له لمانځه وروسته د ایران په سویل ختیځ زاهدان ښار کې مظاهره کوونکو د حکومت ضد شعارونو ورکولو ترڅنګ، پر بانکونو او د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی دی.

د ایالتي پولیسو مشر احمد طاهري د «ارنا» دولتي خبري آژانس ته ویلي دي چې پولیسو لږ تر لږه ۵۷ تنه «بلواګر» نیولي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې نا تائید شوو ویډیوګانو کې په زرګونو تنه مظاهره کوونکي لیدل کیږي چې د «مرګ پر دیکتاتور» او «مرګ پر بسیج» شعارونه ورکوي. دیکتاتور د دغه هیواد مذهبي مشر آیت الله علي خامنه ای، ته اشاره ده او بسیج هغه ایراني ځواکونه دي چې په پراخه کچه د مظاهره کوونکو د سرکوبه کولو له پاره ترې کار اخیستل کیږي.

اړوند: جرمني د ایران پرضد د اروپایي ټولني تعزیرات غواړي

د ۲۲ کلنې مهسا اميني تر مړېنې وروسته د تیرو پنځو اونیو راهیسې په ایران کې له تشدده ډکو مظاهرو لړۍ روانه ده. مهسا امیني د اخلاقي پولیسو په توقیف کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

د لا زیاتې سرکوبونۍ غوښتنه

په زاهدان کې د جمعې له لمانځه وروسته دغه مظاهرې د «خونړۍ جمعې» په احتجاجونو کې د لسګونو کسانو تر مړينې درې اونۍ وروسته شوي دي.

د بشري حقونو نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنشل په حواله د ایران امنیتي ځواکونو د سپټمبر په ۳۰ نیټه د جمعې له لمانځه څخه وروسته د مظاهره کوونکو د سرکوبه کولو له پاره په شدید ډول له تاوتریخوالي کار اخیستی و او په دې ترڅ کې لږ تر لږه ۶۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

په ښار کې د روان و مظاهرو پر مهال تشدد هغه وخت لا زور واخیست، کله چې د سیمې د پولیسو د یوه مشر له خوا پر یوې ځوانې نجلې د جنسي تیري خبر د خلکو غم او غوسه را وپاروله.

د جنسي تیري دې پيښې د ولس غوسه لازیاته را وپاروله، کوم چې د پولیسو په توقیف کې د مهسا امنیتي په مړينې پيل شوې وه.

په دې توګه د ټول هیواد په سطحه مظاهرې د ۱۹۷۹م کال له انقلاب وروسته د ایراني چارواکو له پاره د یو تر ټولو سترې ننګونې په توګه را برسیره شوی دی. ډیر شمیر مظاهره کوونکي د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت د ختمیدو غوښتنه کوي.

بل لور ته په پلازمېنه تهران کې سخت دریځه ديني عالم احمد خاتمي د ټول هیواد په کچه د مظاهره کوونکو پر وړاندې د شدیدو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

نوموړي د جمعې لمانځه په خطبه کې وویل: «قضایه قوه باید له فساد کوونکو سره جدي چلند وکړي، چا چې له ملت سره خیانت کړی او د دښمن ژرندې ته اوبه ور اچوي. په داسې شکل سره چې نور خلک یو وار بیا په فساد کولو فکر وکړي.»

اړوند: اروپايي اتحاديې په ايران کې تاوتريخوالی غندلی دی

خاتمي زیاته کړه: «هغوی تیروتونکو ماشومانو ته ویلي دي چې که هغوی تر یوې اونۍ پورې نور هم په همدې ډول په سړکونو کې پاتې شي، نو حکومت به نسکور شي. خوبونه وينه!»

د دوه تابعیته له پاره د المان خبرداری

د جمعې په ورځ د المان حکومت ایران ته د سفر په هکله خبرداری خپور کړی دی او ویلې یي دي کوم کسان چې د المان تر څنګ د ایران تابعیت هم ولري، د هغو له پاره ایران ته سفر کول به له خطر څخه خالي نه وي.

د سفر په هکله په دې سپارښتنه کې ویل شوي دي چې دا ډول کسانو ته په ایران کې په غیر قانوني ډول د نیول کیدو او په اوږد بند محکومیدو حقیقي خطر موجود دی.

برلین مخکې تر دې هم ایران ته د سفر کولو په هکله خبرداری خپور کړی و، خو د تیرې ورځې د پيښو په پام کې نیولو سره یي د دې خبرداري کچه نوره هم لوړه کړې ده.

د چهارشنبې په ورځ یوه ایراني خبري آژانس ویلي وو چې امنیتي ځواکونو په احتجاجونو کې د لاس درلودلو په تور ۱۴ بهرني اتباع نیولي دي. په دوی کې فرانسوي، امریکا او بریتانوي اتباع شامل دي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا