1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي اتحاديې په ايران کې تاوتريخوالی غندلی دی

۱۴۰۱ مهر ۴, دوشنبه

اروپايي ټولني په ايران کي د يوې ځوانې ښځې مهسا امیني تر وژل کيدلو وروسته د رژيم پر ضد مظاهره کونکو سره د زور او تاو تریخوالي چلند غندلی دی. پر تهران د بندیزونو احتمال هم شته دی.

https://p.dw.com/p/4HLxV
اروپايې اتحاديې په ايران کي له مظاهذره کونکو د حکومت چلند غندلې دی
اروپايې اتحاديې په ايران کي له مظاهذره کونکو د حکومت چلند غندلې دیانځور: Thibault Savary/Le Pictorium/MAXPPP/picture alliance

 

اروپايي ټولني په ايران کي د يوې ځوانې ښځې مهسا امیني تر وژل کيدلو وروسته د رژيم پر ضد مظاهره کونکو سره د زور او تاو تریخوالي چلند غندلی دی. پر تهران د بندیزونو احتمال هم شته دی.

د اروپايي اتحاديې د بهرنۍ تګلارې مسئول جوزپ بوريل د ۲۷ غړیو په استازیتوب وویل: «په ایران کې د مظاهره کونکو په مقابل کې د زور او تشدد پراخ او غير متناسب استعمال د اروپايي ټولني غړيو او هېوادونو له پاره د توجيه او منلو وړ نه دی.«

زياته شوې چې انترنت او انلاين خدماتو ته د لاس د رسي محدودول د انديښني بل ښکاره لامل دی، چې د بیان آزادۍ ته زيان رسوي.

اړونده مطالب:مالي د معترضینو پر وړاندې د ایران حکومت «وحشیانه» چلند غندلی

په ورته وخت کي اروپايي اتحاديې په مبهم ډول د تهران پر مشرتابه د احتمالي بنديزونو ګواښ وکړ.

په بروکسل کې د اروپايې اتحاديې له خوا ويل شوي،چې د بهرنيو چارو وزيرانو له راتلونکي غوندي څخه به مخکي «د مهسا اميني د وژني په اړه د ځواب ويلو له پاره ټول شته انتخابونه او هغه لارې چارې چې د ايران امنيتی ځواکونو د وروستیو مظاهرو په وړاندي غبرګون ښودلي وو، وڅيړل شي.»

د اميني له مړیني راهيسي په ايران کي د اسلامي نظام د حاکميت او له ښځو سره د سيستماتيک تبعيض پر ضد مظاهرې رواني دي. دغه ځوانه ۲۲ کلنه د «اخلاقي پولیسو» له خوا د سپتمبر په ۱۳ مه د اسلامي حجاب نه مراعتولو په تور ونيول شوه چې په ناڅرګند وضعيت کي بې هوښه شوی او بيا دري ورځي وروسته په روغتون کي مړه شوې وه.

د رسمي معلوماتو له مخي تر اوسه په مظاهرو کي، د امنيتي کارکوونکو په ګډون ۴۱ کسان  وژل شوي دي، چې بشري حقونو فعالين يې شمير لا پورته ګڼيٍ.

اړونده مطالب:په ایران کې د احتجاجونو دوام؛ د وژل شویو شمېر لسو کسانو ته رسېدلی

د ايران قضائيه چارو رئيس غلام حسين محسني ادشی اعلان وکړ چې د «ناکراريو د مسولینو پر وړاندي به پرته له زغم اقدام وکړي.« د دولت مشر ابراهيم ريسي هم مخکي ورته څرګندوني کړی وي.

 د بخښني نړيوال سازمان امنيني ځواکونه تورن کړل چې په «قصدي او ناقانون ډول يې» له تودې وسلي کار اخیستې دی.

مظاهره کونکو يې پر وړاندي ډبرې غورزولي او د پولیسو موټرو او دولتي ودانيو ته يې اور پورې کړی. په ایران کي د لاريونونو په ملاتړ، د نړۍ په بېلا بیلو ښارونو کي لاريونونه وشول چې برلين، بروکسل، استانبول، مادريد، پاريس او نيويارک پکې شامل دي.