1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا په افغانستان کې د پانګونې زمينه برابره ده؟

۱۴۰۲ تیر ۲۹, پنجشنبه

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په افغانستان کې يې د پانګونې له پاره ښه زمینه برابره کړې ده. خو يو شمېر پانګوال وايي چې پانګونه د قانون او مشروع حکومت شتون ته اړتيا لري، چې اوس دغه هیواد له دغو شرايطو څخه برخمن نه دی.

https://p.dw.com/p/4UA5N
Afghanistan Taliban l Winter - Familien in Not
انځور: Ali Khara/REUTERS

د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خوا خبر ورکړی دی چې په افغانستان کې د پانګونې له پاره ښه زمینه برابره سوي ده.

دغې رسنۍ په خپله ټوېټر پاڼه کې د طالبانو د باندنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر امیرخان متقي کابل ښار کې د امام ابو حنیفه په یوه  نندارتون کې د هغه د وینا په حواله لیکلي دي چي د طالبانو حکومت هڅه کوي افغانستان د سیمې او نړۍ د سوداګرۍ په مرکز بدل کړي. د هغه په ​​خبره، طالبانو د سوداګرو او پانګه اچونکو له پاره اساسي اسانتياوې برابرې کړې دي. خو یو شمېر سوداګر بیا وايي چې طالبانو په دې برخه کې د پام وړ اقدام نه دی کړی.

اړوند مطالب:د طالبانو د واکمنۍ یو کال، له اقتصادي پلوه یې افغانستان ته څه لرل؟

له افغان پانګوالو څخه یوهم قادر بهمن په دې باور دی چې طالبانو په افغانستان کې د پانګونې زمینې برابرولو له پاره کوم عملي ګامونه نه دي پورته کړي او ځینې جدي ننګونې سته چې پانګه وال هڅوي ترڅو د طالبانو له حکومت څخه خپله سوداګري راټوله کړي.

د بهمن په وینا، یو له دغو ننګونو څخه د قانون نشتوالی دی. نوموړی زیاتوي چې د پانګونې یا پانګوالۍ راجلبولو له پاره یو اغېزمن قانون او داسې حکومت ته اړتیا ده چې د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت وپېژندل سي، خو تر اوسه پوري هيڅ هيواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

دغه پانګه وال وايي: «څنګه یوسوداګر د داسې حکومت په چوکاټ کې چې راتلونکې یې نامعلومه وي پانګونه وکړي او له بلې خوا د کوم قانوني کړنلارې له مخې دلته پانګونه وکړي؟»

افغانستان کې د لوي اختر لپاره جشن
افغانستان کې د لوي اختر لپاره جشنانځور: Sanaullah Seiam/AFP/Getty Images

هغه زیاته کړه، پانګونه تخصصي کاري ځواک، قوي بانکي سیستم، د قانون شتون او یو مشروع حکومت ته اړتیا لري، چې دا مهال افغانستان له دغو ټولو څخه بې برخي دی.

په دې برخه کې د اقتصادي چارو کارپوه عبدالبصیر رښتیا وايي چې د سوداګرو له پاره امنیت برابر سوی، خو په افغانستان کې بانکي ننګونې او سیاسي ستونزې لا هم د پانګوني د جلبولو پر وړاندې جدي ستونزي دي.

اړوند مطالب:په هرات کې د ښځو د سوداګرۍ خونه بیا فعاله سوې

دغه اقتصادي کارپوه پر کورنیو تولیداتو لوړه مالیه، د منظمې برېښنا نشتوالی او د خرڅلاو له پاره د خلکو نه‌ شتون د پانګونې پر وړاندې نور خنډونه ګڼي.

له کار او سوداګرۍ څخه د ښځو تدریجي ایستل

مسلکي سوداګر کیارنګ سعادت دویچه ویله ته وویل، طالبان له تېرو دوو کلونو راهیسې هڅه کوي چې له ښځو فرصتونه واخلي او دا مهال ښځو ته د کار او پانګونې فرصتونه کم دي.

دغه مسلکي سوداګر یو ځل بیا ټینګار وکړ: «طالبانو د ښځو د ویښتانو سالونونو د بندولو په حکم سره دا څرګنده کړه چې دوی د افغانستان د اقتصاد د ودې او پانګونې له پاره هیڅ باور او پلان نه لري، ځکه دغې ډلې په دې حکم سره د زرګونو کورنیو عایداتي سرچینې بندي کړې.»

طالبانو په افغانستان کې د ښځو د ښکلا پر سالونونو بندیز ولګاوه
طالبانو په افغانستان کې د ښځو د ښکلا پر سالونونو بندیز ولګاوهانځور: Haroon Sabawoon/AA/picture alliance

د هغه په ​​وينا، طالبان په تدريجي ډول سره د خپلو فرمانونو له لارې د افغانستان له سوداګریزې او اقتصادي ټولنې څخه ښځې لېرې کوي. دا د ښځو له پاره بدبختي پایلې لري. د نورو شیانو تر څنګ ښایي له رواني ستونزو سره مخ سي او حتی ځان وژنه هم وکړي، ځکه چې د دغو ښځو یوه لویه برخه د خپلو کورنیو له پاره حلاله روزي ګټي.

په دې برخه کې د ښځو د حقونو فعالې فاطمه اعتمادي دویچه ویله ته وویل چې طالبان یوازې د نارینه وو د سوداګرۍ او پانګونې له پاره کار کوي او د ښځو له پاره هیڅ ډول پلان نه لري.

اړوند مطالب:په افغانستان کې ځيني مېرمنې د انترنت له لارې تجارت کوي

اعتمادي وايي، طالبانو له ښځو ټول کاري فرصتونه واخیستل او د ښځو له پاره د حل بله لار نه لري. د هغې په وينا، ځيني ښځې په انلاين کار بوختې دي، خو په دې برخه کې هم ډېرې ستونزې سته.

چین په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلي ده

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره چینايي شرکتونو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. قادر بهمن وايي، چینایان په افغانستان کې دننه لنډمهاله اهداف لري او په دغه هېواد کې د لویو اقتصادي پروژو او لویو پانګونو له پاره کوم پلان نه لري.

  د دویچه ویله فیس بوک پاڼه همدلته درسره تعقیب کړئ

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالبصیر رښتیا هم په دې باور دی چې چینایان په چین کې د پروسس له پاره د خامو موادو استخراج ته لېوالتیا لري، خو طالبان د دې کار مخالف دي. هغه زیاته کړه چې چین غواړي د افغانستان په اقتصاد کې مهم رول ولوبوي.

د طالبانو له بیا واکمنيدو سره په سلګونو سوداګر او پانګوال له افغانستانه ووتل او په متحده عربي اماراتو او ترکیې کې یې پانګونه وکړه.

غضنفر عادلی/صفت الله ذاهدي