1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کې د ښځو د سوداګرۍ خونه بیا فعاله سوې

۱۴۰۱ فروردین ۲۵, پنجشنبه

په هرات ولایت کې د ښځو د سوداګرۍ خونې مسئولین وايي چې ښځې سوداګرې په هیواد کي وروستيو سیاسي تحولاتو او د سوداګريزو فعاليتونو له بندېدو وروسته تر ډیره زیانمنې شوې. یادې ښځې له طالبانو د ملاتړ او مرستې غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/49vQr
Afghanistan Herat - Safran Farm
انځور: DW/S. Tanha

دغه ښځي د طالبانو له حکومت څخه غواړي چي د سوداګریز فعالیت د ښه کیدو له پاره ورسره لازمې مرستي وکړي او ډاډ څرګندوي چي د سوداګريزو فعاليتونو په بيا پيلېدو سره به د خپل هیواد په اقتصادي وده کي ونډه ولري.

هرات د هیواد په کچه د ښځینه سوداګرو یو مهم ولایت بلل کیدی، خو واک ته د طالبان له رسېدو وروسته هلته د ښځو سوداګرو کاروبار هم تر ډېره بریده له ننګونو سره مخ شوی، خو اوس هلته د دې کار د رونق له پاره یوځل بیا د ښځو د سوداګرۍ خونې تر اوه میاشتني ځنډ وروسته بیرته په کار پیل وکړ.

سارا ساپي هغه سوداګره چې سوداګریزو فعالیتونه یې د پخوا په شان نه خو په یو ډول دوام لري وايي چې د ښځو د سوداګریزو فعالیتونو له بیا پیلېدو سره، حکومتي چارواکي باید د کورنیو تولیداتو د پلورلو او د لاسي صنایعو د صادراتو له پاره د بازار موندنې نندارتونونه جوړ کړې، ترڅو کارونه رونق پیدا کړي: «سوداګري مېرمنې په تېر حکومت کې د لازم ملاتړ څخه برخمني وي خو اوس نه د پخوا کاروبار سته او نه هم د دوی اقتصادي وضعیت د پخوا په څیر مساعد دی، ځکه پخوا به بیلابیلو موسیسو د دوې د فعالیت ملاتړ کوی هغه څه چې اوس نسته.»

د لوېدیځ زون د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشره نرګس هاشمي ټینګار کوي چې د ښځو د سوداګرۍ دي او په کورنیو قرار دادونو کې د ګډون له پاره هڅه کوي چې د وړو سوداګریو میرمنو ته د لا ښه پرمختګ زمینه برابره کړي.

Bildergalerie Seide Afghanistan
انځور: Aref Karimi/AFP/Getty Images

هاشمي زياته کړه چې اوس ښځې د لاسي صنايعو، خياطۍ، د توکو بسته بندۍ، د زعفرانو د توليد او په یوشمیر نورو برخو کي فعاله او باید کوښښ وسې چې د ښځو د سوداګریزو توکو د صادرولو له پاره له هیواده بهر د پلور زمینه برابره شي: «دا چې کارونه دریدلې وه ښځي ونه توانیدلې چې خپل سوداګریز فعالیت ته دوام ورکړي، زموږ غوښتنه دا ده چې اوسنی حکومت راته د دې زمینه برابره کړي چي د سوداګرۍ په برخه کي موږ هم د نارینه وو ترڅنګ د ټولنې او خپلو کورنیو د اقتصادي پرمختګ له پاره مثبت اقدامات تر سره کړو.»

بل لور په هرات کي د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مشر مولانا نعیم الحق حقاني وايي، دوې د ښځو د سوداګرۍ د پرمختګ له پاره د پخوا څخه لا ډیر کوښښ کوې او د ښځو د سوداګرۍ سره موافق دي: «هغه کسان چې منفي تبلیغات کوي واقعیت نه لري، موږ تعهد لرو او زموږ ټولي هڅي رواني دي چې په هرات غوندي ولایت کي چي اقتصادي قطب بلل کیږي دلته د ښځو د سوداګرۍ او فعالیت له پاره د پخوا څخه لا زیاته د کار زمینه برابره شي ځکه اوس نه فساد شته نه نا امني، نو ځکه سوداګري په مناسب ډول تر سره کیدلاې شي»

د اقتصاد پوهانو په باور د پانګوالو په ځانګړي ډول د ښځینه سوداګرو او صنعتکارانو د فعالیتونو ملاتړ د هيواد د اقتصاد او د کورنیو په مالي وده کې ارزښتناک رول لوبولی شي، نو ځکه په دې برخه کي باید لازم سهولتونه د حکومت له خوا رامنځته شي ترڅو د ښځو سوداګري پراخه او په ټولنه کي دود وګرځي.

عتیق الله مطمین