1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ايران خپل لومړی هايپرسونیک توغندی نندارې ته وړاندې کړ

۱۴۰۲ خرداد ۱۶, سه‌شنبه

ايران خپل جوړ لومړی هايپرسونیک يا له غږ څخه چټک توغندی نندارې ته وړاندې کړی دی. د ایران اسلامي جمهوريت په نومبر میاشت کې د دې توغندي د جوړولو اعلان کړی وو چې اتومي سرگلولې هم انتقالولی شي.

https://p.dw.com/p/4SGL3
د ایران د فتاح په نوم هايپرسونیک توغندی
د ایران د فتاح په نوم هايپرسونیک توغندیانځور: IRNA

د ايران دولتي تلویزيون د سه شنبې په ورځ خبر ورکړی دی چې «د فتاح په نوم هايپرسونیک يا له غږ څخه چټک توغندی چې د سپاه پاسداران د هوايي جنگي ځواکونو تر ټولو تازه لاسته راوړنه ده، د ولسمشر ابراهيم رئيسي په حضور کې نندارې ته وړاندې شو.»

ولسمشر رئيسي په دې ترڅ کې ويلي دي چې دا توغندی به مو «هېواد لا پسې پياوړي» او دفاعي هڅې به یې پراخې کړي» او د «سيمې هېوادونو ته به امنيت او پايښت لرونکې سوله راوړوي.»

اړونده موضوع: ایران وايی له غږه چټک توغندي یې جوړ کړي دي

د ایران د دولتي رسنۍ ارنا د معلوماتو په حواله دا راکټ تر ۱۴۰۰ کيلومترو پورې واټن وهلی شي او د غږ له سرعت څخه ۱۳ تر ۱۵ چنده پورې ګړندی دی.

ياد آژانس نندارې ته د توغندي د وړاندې کولو د مراسمو عکسونه هم خپاره کړي دي چې پر نورو سربیره پکې د پوځ استازو او د ايران د انقلابي ځواکونو يا سپاه پاسداران مشر جنرال حسين سلامي هم گډون کړی وو.

د ایران فتاح هايپرسنیک يا له غږ څخه چټک توغندی
د ایران فتاح هايپرسنیک يا له غږ څخه چټک توغندیانځور: IRNA

د ایران اسلامي جمهوريت په نومبر میاشت کې د دې توغندي د جوړولو اعلان کړی وو چې اتومي سرگلولې هم انتقالولی شي. دې هغه وخت د ایران د اتومي پروگرام په اړه د اتومي انرژۍ د نړيوال ادارې اندیښنې هم پارولی وې.

خو پر دې سربیره هم د دغي ادارې مشر رافايل گروسي، ټینگار کړی وو چې د ايران دا اعلان به د دغه هيواد د اتومي پروگرام په اړه پر خبرو اترو «هیڅ اغېزه» ونه لري.

له ايران سره نړيوال اتومي تړون دمگړۍ متوقف دی. د امريکا متحده ايالاتو پخواني ولسمشر دونالد ترمپ په ۲۰۱۸م کال کې دغه تړون په يو اړخیزه توگه لغوه اعلان کړی دی. د دې په ځواب کې ايران هم په وار وار د دې تړون مکلفيتونه ته شا ور ورگرځوله.

اړونده موضوع: د روسیې د هایپرسونیک توغندیو په اړه معلومات

هايپرسونیک توغندي د اتموسفیر په ټيټه ارتفاع کې الوتنه کوي او د پرواز پر وخت یې مسير تغيريدلی شي. له همدې کبله یې د پرواز مسير نه شي تعقيبیدلی او ويشتل یې ستونزمنيږي.

د «فتاح» هايپرسونیک توغندی به د ایران د پوځ د وسلو زيرمه لا پسې پياوړي کړي چې دا به د یو شمير هيوادونو په ځانگړي توگه د امريکا او اسرائيل اندېښنې لا پسې زياتې کړي. اسرائيل ويره لري چې ایراني وسلې به د دغه هيواد قلمرو ته د رسېدو وړتيا پيدا کړي.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشيف څخه: